Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, April 10, 2012

ايا اسلامي شرعيت له ښځو سره ظلم کړيدي؟



عن مجلة هدي الاسلام                                     مسيح الله (عصام)

دهيڅ يو دين سره په دومره کچه دشمني نده شوي څومره چي داسلام سره داسلام دښمنانو کړيده څه په ډاګيزه توګه او څه په پټه اوسنو دشمنانو او مخکينو ،خو شکر الحمد لله چي ددوي کړني تر اوسه ددين اسلام مخکي خنډ ندي واقع شوي  ډير کرت ددوي منظم فوجونه داسلام مقابلي ته راوتلي  خو داسلام او مسلمانانو مقابله يي نده کړي  خوبيا هم داددوي هڅه او هاند دي چي داسلام  هر قسم مقابله وکړي کله په توره کله په مال او کله په خوله چي اسلام پسي پروپيګنډي کوي او پدي کړنو غواړي چي دا الهي نور او رڼا مړه کړي خو هيڅ کله به دوي پدي شومو اغراضو کي کامياب نه شي ځکه چي خداي پاک پخپله ددوي دي کړنو ته په خپل کتاب کي اشاره کوي ژباړه(  دوي غواړي چي دا الهي نور ( دين اسلام ) په پوکو مړ کړي خو الله پاک  پدي کار ندي راضي او هرومرو به خپل  نور(دين)  پوره او کامله وي اګر که کافران دا کار بد ګڼي). دتوبي سورت (٣٢) ايت 

دغه کافران او داسلام ددين دشمنان نن دا پروپيګنډي کوي ګني اسلام دښځو سره زياتي کړي او ښځو ته يي دهغوي پوره حقوق ندي ورکړي چي په ګواهي کي يي دوه ښځي ديو سړي برابري کړي همدغه رنګ په ميراث کي سړي ته ددوه ښځو برابر ميراث ورکوي نو ايا دا ظلم او زياتي ندي ولي ښځه دسړي برابر نده، داددوي هغه باطل او بي ځايه اعتراضونه دي چي په دين اسلام باندي يي کوي.

ددي دپاره چي مسئله ښه څرګنده شي لګ مخکي ځو او د تاريخ پاڼو ته سر ورښکاره کوو چي چا داسلام نه زيات حقوق بغير دغوښتني ښځو ته ورکړي او څوک ښځو ته په انسانيت قائل دي  بيابه  لوستونکي پخپله فيصله وکړي چي چا ظلم او چا عدل کړي.

 څو سوه کاله مخکي يونانيانو ښځه دومره سپکه ګڼله چي ديوي پليدي او مرداري خطاب يي ورته کاوه،ددوي په جامعه کي ښځه لکه ديو جنس په تور اخيستل او خرڅيده، دښځي ازادي سلب شوي وه، په ميراث کي ورته برخه نه ورکول کيده،دسړي او خاوند په مقابله کي دهغي هيڅ قسم خبره نه منل کيده څه چي به خاوند غوښتل هم هغه به کيدل ،هغه  به  پر زور هغه چاته وديدله چي دهغي به خوښ نه وه، ددوي په اند دښځي هيڅ يو مال خپل ندي ترڅو چي نارينه خپلوان يي ورته ورنکړي لکه ديو مريي او غلام استعماليده.

دروميانو په اند لور لپاره هيڅ يو ملکيت ثابت نه وو هر کله چي به هغي څه مال وګټه نو هغه به د ولي مال شمارلي شو، او ددوي په قانون کي دښځي او مريي يو هومره مرتبه او مقام وو دښځي هيڅ يو حق ثابت نه وو بلکي ديو متاع ( ناڅيزه شي )  په شان استعماليدله.

خو بيا هم درومي بادشاه (کونيان) په زمانه کي  دښځي لګ څه وضعه ښه شوه چي روميان ورته په څه ناڅه قائل شوو خو دخپل مال او حق مالکه نشوه  او نه  ورته دانسان په نظر او کتل شوو.

 دحمورابي په سلطنت کي ښځي ته څوک په انسانيت قائل نه وه بلکي د څارويو په شان يو مملوک ګڼلي شو.

همدغه راز دهندوانو په جامعه کي د ښځي هيڅ قدر او قيمت نه وو په ښځه لازم وو چي کله يي خاوند اومري دا بايد ورسره مړه شي او دخاوند سره ژوندي په يو وور کي او سوځولي شي خو بيا څه موده وروسته دا کار ددوي دعلماؤ لخوا بد وګڼل شو او بالاخره ددي بي  رحمانه کار څخه  لاس واخيست .

 د يهوديانو ځينو ډلو به ښځو ته دخادم او نفر خدمت په سترګه کتل، او پلار له دا حق هم ورکاوه چي لور خور لکه دڅاروي په شان خرڅه کړي ، او ښځي ته به يي ډير بد کتل چي دا يو لعنتي څيز دي او ددوي په اند چي ويل به يي زمونږ نيکه ادم ع دښځي په وجه له جنته وويستل شو.

هر چي مسيحيان دي نو ددوي په جامعه کي دنورو قومونو په پرتله  ددوي دخويندو څه ښه حال نه وو، په پنځمه پيړي کي دمسيحيانو ميکان  په نامه جلسه دايره شوه چي دښځو په اړه يو متحد نظر ته سره  ورسيږي بالاخر دا نظر يي ورکړ چي دايو جهنمي جسم دي چي سوزي به او جهنم ته به ځي ماسوا دعيسى ع دمور  نه. تردي وروسته  په زمانه دمحمد صلي الله عليه وسلم  کي بيا مسيحيان سره راټول شو او دي فيصلي ته سره ورسيدل چي ښځه يو جسم دي چي دانسان په شکل کي پيدا شويدي چي دسړي ښه خدمت اوکړي او بس.

همدغه راز پنځمي او يولسمي صدي ترمينځ کلو کي په اروپا کي دا روا  او حق  وو چي يو سردار،اوروحاني مشر به  دخپل زميندار او خادم ښځي سره د واده نه پس  (٢٤) ساعته پوري  همبستري کوي او وروسته به  ښځه  خاوند ته حواله کوي.

 په (١٥٦٧) ميلادي کال کي دسکاټلينډ پارلمان يو پريکړه وکړه چي ښځه نشي کولي په يو شي ملکيت حاصل کړي نو دا مظلوم قشر پدي منځنو پيړو کي دډيرو کړاونو او بد بختياو سره مخ  وو ان تردي چي دانګريز په قانون کي دا هم جائز وو چي خاوند کولي شي چي خپله ښځه په يو څو ټنګو خرڅه کړي او دا قانون د (١٨٠٥) ميلادي نه تر (١٩٣٨) ميلادي پوري د انګريز په قانون کي وو تردي چي دښځو دحقوقو په نامه قانون کي اصلاح وشوه او دظلم مادي تري ووتي.

دجاهليت په دور کي دعربو تر مينځ   ښځه ان تردي هم ډيره ذليله وه چي دخپلي رايي او خوښي هم مالکه نه وه، دپلار په ميراث کي به يي لګ څه اخيستل چي نيشت ته به نږدي وو، دطلاق څخه وروسته دعدت لپاره يي وخت نه درلود سمدست به پري خپلو خپلوانو نکاح تړله که به دښځي خوښه وه او کنه  او هر کله به چي څوک اومړ او اولاد او ښځي به تر پاتي شوي نو مشر ځوي به دښځو پر مخ څادر واچاوه چي دوي ما پر ميراث يوړي نو بيا يي خوښه وه دخپلي مور نه ماسوي نوري دپلار ښځي په نکاح اخلي او که په بل چا يي خرڅوي مهر به يي همدي اخلي او ښځي به څه اعتراض او شکايت نه کوي. بعضي عربي قبائلو به خپلي لوڼه ژوندي په خاورو منډلي  او همدوي به خپلي وينځي په بدفعلي مجبوره ولي چي مال دولت پري پيدا کړي  همدا راز نوري ګڼي بدبختۍ موجود وي چي په يادولو يي دانسان غوني راځيګ کيږي دا هغه  ناوړه اعمال وو چي دښځو سره کيدل.

 تردي چي اسلام دنيا ته راغي دانصاف يو تله يي کيښودله او دښځي کرامت يي ثابت کړه او هغي ته يي خپل پوره حق ورکړه او هغي ته يي خپل پوره دسړي هومره  انسانيت ور اوباخه  او دا هغه اسماني غږ وو چي په ټول مخلوق يي غږ وکړه چي په ښځه او سړي کي هيڅ فرق نشته او ټول ديو نفس نه پيدا شويدي الله ج فرمايي ژباړه( اي خلکو ويريږي درب ستاسو هغه نه چي تاسو يي ديو نفس نه پيدا کړي يي ) همدا راز ښځه او سړي يي يو شان په عبادت کولو مامور کړيدي که نيک عمل يي وکړه يو شان جنت او که بد عمل يي وکړه يو شان سزا ددواړو په سزا اوجزا کي هيڅ فرق نشته فرمايي ژباړه ( چاچي وکړه نيک عمل دنارينه او زنانه وو نه او دي مومن و نومونږ به ورته بهتره زندګي ورکړو او ښائسته او پوره بدله به ورله ورکړو دوجي دښه عمل نه چي دوي کوه) نحل(٩٧) همداراز الله ج شانه خلک ددي نه منع کړيدي ښځي په زور په ميراث کي واخلي  ژباړه( اي دايمان والاو ندي روا ستاسو لپاره چي تاسو زنانه په زور اوناخوښي ميراث کي واخلي) نساء (١٩) دارنګ دلوڼو ژوندي خښه ول يي غندلي دي فرمايي ژباړه ( او هرکله چي به تپوس وکړي شي دژونديو خښي کړي شو نه چي په کومه ګناه وژلي شوي وي) تکوير(٨) همداراز دښځو دطلاق حد يي معلوم کړيدي او خلک يي ددي نه منعه کړيدي چي ښځو سره زور زياتي ونکړي فرمايي ژباړه ( هغه طلاق چي سړي پکي بيرته رجوع کولي شي ښځي ته دوه دي يو بل پسي نو پس د طلاقونه يا خو بيرته رجوع کول دي او ياخوشي کول دي دښځي  په احسان سره چي زياتي به ورباندي نه کوي) بقره (٢٢٩)  همدا راز الله ج شانه مسلمانان لدي نه منع کړيدي چي  دپلار منکوحي سره نکاح مه کوي فرمائي ژباړه( په نکاح مه اخلي هغه زنانه چي ستاسو پلارانو په نکاح اخيستي وي ) نساء (٢٢) اسلام ښځو ته دميراث حق ورکړيدي  څنګ چي  وروڼه ميراث اخلي همدغه راز به خويندي ميراث اخلي الله رب العزت فرمايي ژباړه( سړو دپاره حصه ده دهغي نه چي مور پلاراو خپلوخپلوانو  پريښي وي دميراث نه او دښځو لپاره حصه ده دهغي نه چي مور پلار او خپلو خپلوانو پريښي وي دميراث نه هغه ميراث چي کم وي او که زيات او دا حصي دي مقرري شوي ) دلته دا اعتراض ناسم دي چي ښځي ته ولي دسړي نيمه ورکولي شي او دا ظلم دي عرب وايي (فعل الحکيم لايخلو عن الحکمة) دحکيم يو کار دحکمت نه خالي نه وي او الله پاک دټولو حکماؤ نه زيات پوه دي هرکله چي ښځي ته دسړي برابر حصه ورکړل شوي وي نو دا به ظلم وو ځکه چي ښځه دوه حصي نوري هم لري يو دا چي دميړه په مال کي ميراث وړي دوهم داچي مهر اخلي نو که داسي شوي وي نو بيا به دا اعترا ض راتلو چي دښځي حصه زياته ده او دسړي کمه نو دا اعتراضونه هغه خلک کوي چي ددين نه پوره واقف نه وي.همدغه شان په ښځو دمړونو تابعداري چي څنګ لازم ده همهغومره يي حقوق دي په مړونو قرآن وايي ژباړه( اوددي ښځو هغومره حقوق دي  څومره چي په دوي دخاوندانو دي په نيکه طريقه) بقره(٢٢٨) اسلام دښځو نفقه( خرچ  وخوراک)  په خاوندانو باندي ايخي ده چي خاوند به يي ګټي او ښځه به دملکي په شان په کور ناسته وي فرمايي ژباړه (په پلار باندي لازم دي چي دبچي مورته خوراک او جامي ورکړي په ښه طريقه ) بقره (٢٣٣) همدغه رنګ اسلام مسلمانان ددي نه منعه کړي چي ښځي په بدفعلي مجبوره نکړي فرمايي ژباړه( تاسو خپلي لوڼه په بدفعلي مه مجبوره کوي که چيري دوي نکاح کول غواړي نو په نکاح شرعي محمدي يي ورکړي ) نور (٣٣) همدغه رنګ رسول الله ص فرمايي ژباړه ( ښځي دنارينه و يو حصه ده) بيګانه ندي همدغه رنګ فرمايي ژباړه ( دښځو عزت نه کوي مګر عزتمند سړي او بي عزتي يي نه کوي مګر رذيل او بي عزته سړي ) معلومه دا شوه چي اسلام هغه سړي ته عزت ورکوي څوک چي ښځي ته عزت ورکوي دغه شان رسول الله ص فرمايي ژباړه ( دچاکره چي لور وي او ژوندي يي خښه نکړه او سپکه يي اونه ګڼله  او خپل ځوي يي ورباندي بهتر او نه ګڼلو  نو سړي به الله جنت ته داخل کړي ) نو ددي نه لويه نيک بختي چرته ده چي سړي جنت ته ولاړ شي ، رسول الله دمرګ نه يو څو ورځي مخکي په حجة الوداع کي په بيا بيا ددي خبري پخلي وکړه چي اي خلکه ګوا شي دښځو په اړه دخير نه کار واخلي شر او بده يي مه لټه وي نو دا داسلام دپيغمبر ص اخيري کلمات وو چي دښځو په باره کي يي کړي او مسلمانانو ته يي پري وصيت کړي بايد چي هره ښيګړه دښځو سره وشي، په اخر کي بايد ووايم چي اسلام څومره حقوق ښځو ته ورکړي بل هيڅ دين ندي ورکړي او لوستونکي دي په خپله فيصله وکړي چي څوک بر حق او څوک نا حق دي .
                 
  

ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User