Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, April 10, 2012

په قرآن کې د قافیو عالی ماهیت






دقرآن تقلید ځکه هم ناشونی دی،  سره له دې چې عربی دی خو د مروجوعربی بیانونو ډول یی په کارنه دی وړی.
قافیې داډول په قرآن کې کارول شوی چې د قافیه لرونکی نثر په نامه یادې شوی اودهغوی دکارونې ډول دژبو پېژندونکو له لوری یو معجزه ګڼل شوې.
  پروفيسر عادل عباس یو وتلی انګریز ساینس پوه د قرآن پرقافیو اوتورو ډېرې څېړنې ترسره کړی . هغه ډیر حیرانوونکی حقیقتونه دقرآن د قافیو په هکله په خپل کتاب کې چې دساینس معجزې نومېږی یادې کړی.
 څه ډول چې څرګنده ده د قرآن ۲۹ سورې په مقطعاتو پیل شوی چې ټول څوارلس توری دی : ۱، ص، ط، ح، ى، س، ق، ل، م، ک، ع، ن، ر، ه.
له دې ډلې نه که د "ن" توری مطالعه کړو دقلم په سوره کې   88.8% آيتونه  د الشعرا په سوره کې 84.6% آيتونه  د  النمل په سوره کې 90،32% آيتونه او القصص په سوره کې 92،5% آيتونه په نون باندې  قافیه  شوی.  
ټول ټال په قرآن کې  50،58% آيتونه دنون په توری قافیه شوی په بل عبارت دقرآن له نیمایی نه ډیر آیتونه دی چې قافیه یی په نون سره تړل شوې. ددنیا په هېڅ یوه ژبه کې او هېڅ کتاب کې دا شونې نه ده .  چې له نیمایی کتاب نه ډیر په نوم سره مقفی شوی وی.

که دقرآن قافیی په ټولیز ډول مطالعه کړو موږ وینو چې اتیا په سلوکې دهغوی یواځې په درې غږونو یعنی الف، ميم،او نون چې له  ا، م، ن، ى، نه جوړشوی . که نون وویستل شی نو ۳۰ په سلوکې آیتونه په  م، ا او ی  باندی مقفی شوی.

لاندې جدول پورتنیو څلورګونو یادشوو توروباندی دقافیې تړل راښیی  :
توری
ا
ي
م
ن
مجموع
غږ
آ
آ
م
ن
-
دآیتونو شمېر
۹۴۹
۲۴۶
۶۶۶
۳۱۲۳
۴۹۸۴
تناسب په فیصدی
%۲۲.۱۵
%۹۴.3
%۶۸.۱۰
۵۳.۵۰%
%۹۲.۷۹

دیوه اوږده قافیه لرونکی  نثر جوړول چې له دوونه تر درې زروپورې کرښې له لږشمېر غږونو سره قافیه شوی وی دعالی کیفیت نښانه ده اوکافی ده چې د ادبې ډیر اوچتو بېلګواتل وپېژندل شی. دقرآن اوږدوخبروته په پام سره دغه قافیه تړل ډیر خارق العاده کار دی.
قرآن په حقیقت کې د بېلابېلومعلوماتو اوماناو یوسمندر دی . دغومعلوماتو کې دينيات، اخلاقيات،  عبرت ،  د الله (ج)    د پیغمبرانو پیغامونه ، ساينس، تاريخ اونورشامل دی . خو دا سره له دی چې ډیر روان بیان لری په قافیه لرونکی اوښکلی ډول راوړل شوی. هېڅ ډول انسانی هڅه نه شی کولای چې ټول دغه ډول معلومات په څو قافیو کې سره راټول کړی ، نو دحیرانتیا ځای نه دی چې دعربی ژبو پېژندونکودقرآن تقلید ناشونی بللی.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User