Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, September 25, 2011

د منډې په وخت دتشو درد


د منډې په وخت دتشو درد 


د ډاکټرسباوون ځواب
 
Friday, 05.06.2011, 08:14pm (GMT)

سلامونه او نیکی هیلی
زرغون همدرد یم له ننگرهار ځخه
محترم داکتر صاحب ستاسو د نیکو مشورو سخه دیره مننه چی خپلو هیوادوالو ته یی ورکوی
داکتر صاحب زما وزن زیات شوی مخکی تاسو راته یوه مشوره راکری وه چی منډه ووهی خو اوس زه یو
مشکل لرم هغه دا چی کله زه منده وهم نو زما په چپ ارخ کی یو درد پیدا کیژی داکتر ته هم لارم خو کومه نتیجه یی ورنه کړه مهربانی وکړی پدی باره کی که ځه معلومات راکړی
دیره مننه
زرغون همدرد 

ځواب :

یوه بخشنه :
 قدرمنو لوستونکو له څو ورځو مصرفیتونو وروسته ددغه ورور پوښتنه ځوابوم  که د ځینو نورو ملګروپوښتنې هم لږ ځنډیدلې وي نو هیله ده په خپلې بزرګوارسره ما وبخشئ رابه شو دپوښتنې ځواب ته :

دغه درد چې تاسو پرې اخته شوي  یاست د اندیښنې خبره نه ده   او د حجاب حاجز یا ډیافرګم  په عضلې کې د سپزم له امله پيدا کیږي ډیافرګم هغه پرده ده چې نس له سینې بیلوي  او دسا اخیستلو په کنټرول کې رول لوبوي  کله چې په منډه یا بل سخت سپورټ کې  چې پیښې حرکت کوي  دنس په عضلاتو فشار راځي دغه فشار ددې سبب کیږي چې دنس عضلې ډیافرګم  پورته لورته کش کاندي  پردې سربیره کله چې سړی منډې وهي یا بل سخت سپورت کوي  سږي هم انبساط کوي  او په دې ډول ډیافرګم ښکته لور ته  هم ټیل وهل کیږي دغه دوه اړخیزه فشار  ددې سبب کیږي چې له ډیافرګمه وینه کمه شي  او دغه عضلې دوینې له کمښت سره مخامخیږي کله چې په یوې عضلې کې اکسیجن کم شي له سپزم سره مخامخیږي او دغه سپزم د درد سبب کیږي  البته معده هم ممکنه ده دغه درددونه سخت کړي که له سپورټ کولو مخکې  معده ډکه وي  پر ډیافرګم فشار راځي او په دې ډول  د تشو  د درد سبب کیږي  هغه خواړه چې ژر نه هضمیږي او غوړ خواړه هم دغه دردونه زیاتوي .له سپورټ کولو مخکې غوړ مه خورئ سره کړې غوښه  کمه کړئ هغه شیدې او مستې چې ډیر غوړ لري له سپورت کولو مخکې مه خورئ کله ناکله په ژورې ساه اخیستو سره  ډیافرګم ښکته لور ته  بیایئ دغه چاره ددې سبب کیږي چې ډیافرګم مو مذبوت شي .

خو کله چې په دې درد اخته شوئ څه وکړئ  چې هم سپورت وکړئ او هم درد ونه لرئ ؟ تر هرڅه وړاندې خپل سرعت کم کړئ او ژوره ساخ واخلئ دغه راز کله چې منډې وهئ لاسونه پورته کړئ او له سره ېې پورته ونیسئ او بیا ژوره ساه واخلئ کله چې لاسونه بیرته  ښکته کوئ لږ کړوپ شئ او خپله ساه بیرته له سږو وباسئ .

 ددې لپاره چې په دې درد اخته نه شئ غوره ده  په کراره ورزش پيل کړئ او ورو ورو ېې سخت او ګړندی کړئ دغه راز  له ډوډۍ  کابو درې ساعته وروسته  سپورټ پیل کړئ  کله چې درد پيدا شو لږ دمه وکړئ  او ژوره ساه واخلئ که له سپورټ کولو مخکې  ډوډۍ ته اړتیا لرئ داسې خواړه وخورئ چې  سپک وي  دغه راز  هغه ټکی چې درد کوي لږ ېې ټینګ ونیسئ دغه ټکی  ترپښتویو لاندې په ښي اړخ کې وي له هغه وروسته شونډې حلقه کړئ او ژوره ساه واخلئ په دې ډول به درد کم او ورک شي ځکه چې پر ډیافرګم  فشار کموي داسې سپورت وکړئ چې دنس عضلې ورسره مذبوتې شي کله چې د نس عضلې مذبوتیږي دغه چاره ددې سبب کیږي چې پر ډیافرګم فشار کم شي .

هغه کسان چې نوي سپورټ پيلوي ممکنه ده ډیر په دې ستونزې اخته شي  علت ېې هم دا وي چې دوي ژر ژر ساه اخلي او ژوره ساه نه شي اخیستلی دغه چاره په دې ډول  عضلاتو ته کم اکسیجن ورسیږي پردې سربیره په دغو کسانو  ممکنه ده دنس عضلې مذبوتې نه وي او په دې ډول پر ډیافرګم هم ډیر فشار راځي او دسخت درد سبب کیږي کله ناکله دغه درد تر ولیو پورې هم رسیداي شي خو ځینې وخت ممکنه ده دزړه له درد سره ورته وي او ممکنه ده په تشخیص کې ېې ستونزه پيښه کړي  په تیره بیا دا چې که له استراحت کولو  وروسته هم درد دوام وکړي  حتماً باید معاینات ترسره کړئ

یو بل احتمال هم دا دی چې ممکنه ده کولمو ته مو وینه ښه  نه رسیږي  کله چې درد دوام وکړي  او په هرځل سپورټ کولو کې درد موجود وي  نو ممکنه ده وینه  کولمو ته ونه   رسیږي  نو ښه به دا وي چې یو ځل ډاکټر ته هم ورشئ .


ډاکټر سباوون منبع : تاند



 
ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User