Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, September 25, 2011

دپښو چاودې په افغانانو کې یوه عامه ستونزه ده


دپښو چاودې 
دډاکتر سباوون ځواب
Saturday, 02.05.2011, 03:12pm (GMT)

ډاکټر صاحب سباوون ته سلامونه :
خداې دې تاسو ته اجرونه درکړي یوه کورنۍ ستونزه لرم  او دهغه دا چې زما د میرمنی پښی چاودی لری نولس کاله کیږی چی واده مو کړی. او په دغی موده کی دغه ستونځه شته او نه حل کیږی. د داکترانو په لارښونو مو هم عمل کړی. د پښو د چاودو په ځانګړو کریمونو نه مو هم کار اخیستی جلدی داکتر ته هم تللی یو جورابو نه هم ډیر کار اخیستل شوی د خاورو نه یی هم ډیره ساتنه کیږی خو بیا هم دغه ستونزه په ځاي ده  په اوړي کې زیاته او په ژمي کې کمه وي څه وکړو او چاره څه ده ؟ ستاسو دځواب په تمه ایمل له کندزه .


 ځواب :
قدرمنه ایمل  خانه وروره دپښو چاودې په افغانانو کې یوه عامه ستونزه ده او ډیرې کمې میرمنې به وي چې پښې ېې چاودې نه وي خو له بده مرغه ډیر کم کسان شته چې  دې مسلې ته ارزښت ورکوي او ورته توجه کوي خو دې ته پام نه کوي چې پښې د بدن مهم غړي  ګڼل کیږي او د بدن ټول وزن  زموږ پر پښو دی  او  زموږ ورځني کارونه او روغتیا په پښو پورې اړوندیږي خو  ډیری افغانان دغه مهم غړي ته پوره توجه نه کوي حتي  په دې نه وي خبر چې د غاښونو او د بدن دنورو غړیو په شان پښې هم پالنه او ساتنه غواړي که په دې هکله ځینو اصولو ته توجه وکړو ښايی د چاودو په شمول له ډیرو ستونزو خلاص شو .
د دې لپاره چې دغه چاره په کابو ټولو افغانانو په تیره بیا په میرمنو کې عامه ده نو په تفصیل به د دې ستونزې په علتونو او معالجې خبرې وکړو  .
دپښْو چاودې بیلابیل علتونه درلودلی شي مثلاً  له خاورو او شاوخوا چاپریال سره دډیر تماس له امله پښې چاودې کوي که څه هم دغه قدرمن لوستونکي ویلي دي چې زما دمیرمنې پښې په ژمي کې ښې وي خو معمولاً پښې په سړې هوا کې ډیرې چاودي کوي او  علت ېې هم دا دی چې سړه هوا جلد وچوي او وچ پوستکي ژر چاودې کیږي خو دا  چې دغه ورور ویلي دي میرمنه ېې په ژمي کې ښه وي ښايي له دې امله وي چې په ژمي کې له کوره ډیره بهر نه ځي او او له خاورو سره ېې تماس کم وي .
دپښو دچادونوعلتونه ډیر دي خو ځینو هغو ته ېې په لنډه توګه اشاره کوم :
دبدن ځینې خاصې ناروغۍ لکه چاغي ، ډیابیټ، جلدي ناروغۍ لکه پسورزیازس ، وچه هوا  او ساړه ، په میرمنو کې دوچیدا یا مینوپوز په وخت ، هغه کسان چې ډیرې چپلکي اغوندي ، او هر هغه عامل چې دپښو دې برخې ته  د وینې په رسولو کې خنډ پیدا کړي ممکنه ده یو کس دپښو په چادو اخته کړي .
البته دپښو چاودې په اوږد مهال کې له خاورو او سړې هوا سره دډیر تماس له امله پيدا کیږي او معالجه ېې هم څومیاشتې وخت غواړي او پردې سربیره کله چې علاج وشو په دې معني نه ده چې دغه کس بیا په دې ستونزې نه اخته کیږي بلکه که بیا له خاورو او سړې هوا سره تماس پیدا کړي ممکنه ده پښې چاودې شي نو ددې لپاره چې له دې ستونزې خلاص شئ باید تل دپښو ساتنه او پالنه وکړئ.
دپښو د چاودو بل علت چاغي ده هغه کسان چې ډیر چاغ دي پرپښو ېې ډیر فشار موجود وي او دغه چاره په خپله ددې سبب کیږي چې پښې چاودې شي زموږ پوستکی درې طبقې  یا لاېې لري  چې اپیډرم ، ډرم ، او ترپوستکي لاندې غوړه پرده ده دبدن په هره برخه کې دهغه ځاي موقیعت ته په پام سره ممکنه ده یوه لایه یا طبقه پنډه اوبله نرۍ وي  دلاسونو په ورغوي او دپښو په تلي کې داپيډرم با برنۍ  لایه ډیره پنډه وي  خو په ځینو نورو برخو لکه په مخ او دسترګو په بڼو کې دغه طبقه ډیره نرۍ وي  نو کله چې پرپښو فشار راځي دغه دډرم لایه او یوه اندزه د اپیډرم لایه ممکنه ده چاودي پيدا کړي  او له دې چې دغه طبقه په پښو کې پنډه وي نو چاودې ېې هم ژورې وي خو وینه نه کوي که دغه چاودې په نورو برخو کې وي ممکنه ده ژر ژر وینې هم شي  .
هغه سیمې چې وچه هوا لري  او دلمر وړانګې پکې کمې وي  په دې ډول دپوستکي اوبه ورو ورو کمیږي  او وچ کیږي  هغه کسان چې ډیر له  وچې هوا سره تماس لري او خپلې پښې نه پټوي تر نورو زیات په دې ستونزې اخته کیداي شي دغه راز دغه چاره ډیره دکور په میرمنو کې هم لیدل کیږي ځکه چې د ورځې په اوږدو کې ډیر له جورابو پرته ګرځي  او دغه چاره ددې سبب کیږي چې پوستکی وچ او چاودې شي  .
پردې سربیره په افغانستان کې څوک عادت نه دي چې له وینځلو وروسته دې پښې وچې کړي په داسې حال کې چې دبدن دنورو غړیو په شمول باید پښې هم له وینځلو وروسته وچې شي  دغه راز باید له وینځلو وروسته نرم کوونکي او مرطوب کوونکي کریمونه استعمال شي  او حتماً جورابې واغوستل شي هغه کسان چې تل جورابې اغوندې او بوټونه ېې هم پټ وي دهغوي پښې لږ په چاودو اخته کیږي دا چې په میرمنو کې دغه ستونزه ترنارینه وو ډیره ده علت ېې دا دی چې میرمنې دنګ او دلوړ کوري درلودونکي بوټان  اغوندي او یا جورابي کمې په پښو کوي  او دغه راز چپلیکې ډیرې اغوندي خو نارینه تل پټ بوټان اغوندي او دغه راز ډیرې جورابې کاروي نو په دې ستونزې لږ اخته کیږي پردې سربیره په نارینه وو کې دډیرو خولو له امله پوستکي لوند وي ځکه دهغوي پښې لږ چاودې کیږي مګر دا چې کار ېې داسې وي چې لوڅې پښې په خاورو کې ډیر وګرځي بیا نو حتماً دهغوي پښې ډیرې چاودې کوي.
پر خاورې او سړې هوا سربیره ځینې جلدي ناروغۍ هم شته چې دپښو له چاودو سره مرسته کوي  ښايي دغه ناروغۍ یوازې په پښو کې ولیدل کیږي  اویا پرپښو سربیره ښايي دبدن په نورو برخوکې هم موجودې وي نو که ستاسو چاودې په معمولی علاجونو سره نه ښه کیږي یوځل جلدي ډاکټر ته روشئ ښايي نورې ناروغۍ هم ولرئ او دهغو په علاج سره به دغه ستونزه هم  له منځه لاړه شي .
تردې وړاندې چې ددې ستونزې په معالجې خبرې وکړو یوه یادونه ضروري بولم او هغه دا چې حتي هغه کسان چې پښې ېې چاودې نه دي باید دپښو له وینځلو وروسته هغه وچې کړي او په مرطوب کوونکي کریمونو  لکه ګلیرسین هغه غوړې کړي او تل جورابې په پښو کړئ خپلو ماشومانو ته له همدا اوسه دا ورزده کړئ چې په کور کې د روځې په اوږدو کې  او کله چې بهرځي له بوټانو سره باید جورابې  واغوندې که دغه کار یوه اونۍ په پرله پسې توګه ترسره شي بیا به ماشوم عادت شي او نور ستاسو توجه ته اړتیا نه شته ماشوم به په خپله جورابه غواړي .
هغه میرمنې چې په کورکې کار کوي باید دفرش په مخې خاصې پنډې جورابې واغوندې اوله خاورو ېې وساتي .

دهرهغه عامل دلیرې کولو هڅه وکړئ چې دچاودو سبب کیږي  البته دغه کار باید په دوامداره توګه وکړئ ځینې کسان دلنډې مودې لپاره دغومسلوته توجه کوي او بیا پرې سره نه خوږوي فکر کوي په یوې میاشتې کې به ېې ستونزه ښه شي خو دغه ساتنه او پالنه ډیر وخت وغواړي  دغه خبره باید هیره نه کړو چې پښې دانسان د دویم زړه په شان ساتنه او پالنه غواړي هغه کسان چې په پښو کې چاودې لري معنې ېې دا ده چې دبدن دغه غړي ته توجه نه کوي .
البته دپښو دچاودو په نورو علتونو کې دځینو خوراکي موادو کمښت او ناسمه تغذیه هم رول لري ځینې کسان په طبیعي توګه پنډ پوستکی لري چې دغه ډول کسان ترنورو ژر له چادو سره مخامخیږي دپښو چاودې پردې سربیره چې دپښو ښکلا له منځه وړي که ژورې شي درناکه کیداي هم شي او په تګ کې ستونزې پيدا کوي .
له نیکه مرغه دغه ستونزه په اسانه معالجه کیداي شي که څه هم دغه لوستونکي ویلي دی چې ډیرې درملنې ېې کړي دي خو ډاډه یم چې دغه درملنې ېې موقتي او دلنډې مودې لپاره وي او هسې چې باید وي  عمل ېې نه دی کړی مثلاً که ېې جواربي اغوستي دي دلنډې مودې لپاره وي او که ېې غوړې کړي دي دلنډې مودې لپاره ېې دغه کار کړی او یا ېې له وینځولو وروسته پیښې نه دي وچې کړي  بیا هم یادونه کوم حتي هغه کسان چې چاودې نه لري په دوامداره توګه باید جورابې واغوندي پښې غوړې کړي او له وینځلو وروسته حتماً پښې وچې کړئ .
په لنډه توګه به دځینو معالجو یادونه هم وکړو ښايي له تاسو سره مرسته وکړي :
ترهرڅه وړاندې خپلې پښې د پنځلسو دقیقو لپاره په ګرمو اوبو کې کیږدئ او له هغه وروسته ېې ښې وچې کړئ باید دپښو خاص دستمال ولرئ  له هغه وروسته چې پښې مو وچې کړې  په خاصو کریمونو سره چې په درملتونونو کې شته پښې غوړې کړئ او جورابې وغوندئ  که دغه کریمونه نه لرئ وازلین او ګلیسرین هم ډیره ګټه لري په دغو غوړو پښې دڅو دقیقو لپاره  مساژ کړئ او له هغه وروسته پنډې جورابې واغوندئ حتي دشپې له پلوه هم دغه جورابې مه لیرې کړئ له څو ورځو وروسته به ددې کار نتیجه وګورئ خو ژر ېې نتیجې ته تمه مه کوئ ځکه چې چاودې په څوکلونو کې رامنځته کیږي او په یوې اونۍ کې له منځه نه ځي .
ځینې ډاکټران وايي که هره اونۍ پښې دلسو دقیقو لپاره دلیمو په اوبو کې کیږدئ  مثلاً یو لیمو په دوه لیټر اوبو کې واچوئ نوګته به ېې ډیره وي .
خوهره ورځ ترویدیدا مخکې خپلې پښې دپنځلسو دقیقو لپاره دصابون  په ګرمو اوبو کې کیږدئ او لږ مساژ ورکړئ له هغه وروسته ېې وچې کړئ اوبیا یوه وړه قاچوغه واسلین دلیمو له یو قاشقه اوبو سره ګډ کړئ او هغه پرپښو وموښئ دغه کار هره ورځ ترسره کړئ .
پردې سربیره ګلیسیرین هم ډیره ګته لري په درملتونونوکې دغه غوړ په ارزانه بیه پيدا کیداي شي او هره شپه پښې پرې غوړې کړئ .حتي هغه کسان چې چاودي نه لري که هره شپه په ګلیسیرن پښې غوړې کړي دپښو  په چاودو به اخته نه شي .
پرې دسربیره هغه کسان چې وسپنه ،ویټامنونه  او د اومیګا درې په نامه دموادو له کمښت سره مخامخ وي دهغوي پښې ډیرې چاودې کیږي نو خوراکي رژیم مو هم ښه کړئ او هغه خواړه چې کلسیم ، وسپنه ،او امیګا درې ولري ډیر خورئ اومیګا درې په کبانو کې ډیره پیدا کیږي .
خو ددې لپاره چې له چاودو سره مخامخ نه شي تل دغه سپارښتنې عملي کړئ :
خپلې پښې تل پاکې او له خاورو لیرې ساتئ ،هره شپه  پښې غوړوئ او هڅه وکړئ پښې مو وچې نه شي  له حمام کولو وروسته خپلې پښې په سړو اوبو وینځئ او دبدن دنورو غړیو په شان پښې هم حتماً وچوئ هیڅکه لوڅې پښې او له جورابو پرته مه ګرځئ نن سبا په بازارونو کې دپښو دچاودو دمخنیوي او معالجې لپاره بیلابیل کریمونه شته چې که زه  ېې یادونه وکړم ښاي په هیواد کې دننه یا په نورو هیوادونو کې په دې مارک او نومونو پيدا نه شي نو غوره ده  هغه کریمونه استعمال کړئ چې مارک ېې غوره او اغیز ېې زیا ت وي .

په درناوي

ډاکټر سباوون منبع : تاند

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User