Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

دمعتصم په زمانه کې ظلم اوامام احمدبن حنبل رحمه الله عليه



د دريمې پيړۍ پيل شوې ؤ د دوهمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې دهارون الرشيد په ژوندکې چيف جسټس ( قاضى القضاة ) امام ابويوسف وفات شوې ؤ ،دهارون الرشيد دتخت د سمباولوواله امين الرشيد يوازى د پنځه کلونو وروسته ومړ ،دامين پرځآى دهغه وړوکى ورورمامون الرشيد دخلافت عباسيه اوم بآدشاه ؤ چې پرتخت کيناست ، د ٨١٣ ع کال څخه تر ٨٣٣ ع کال پورې خلافت وځليد اوډيرښه پرمختګ يې وکړ ، پدهمدغه وخت کې د مذهبى بحثونوپيل وشو او معتزله او جهميه ډلو ډيرپرمختګ وکړ ، دمامون پرتخت کيناستلو څخه ٦ کاله وروسته امام شافعى رحمه االله تعالى عنه وفات شو، چې پرځاى دعلم فقي پرځاى ناستې  بآندې امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه کيناستلو ، لدې څه موده وروسته مامون الرشيد په وقفې ، وقفې سره د خلافت اسلاميه ټولو واليانوته درى خطونه ليږل پيل کړه ، چې پکې ليکل شوې ؤ چې قران کريم مخلوق دى او ددې عقيدي چې څوک مخالفت وکړې هغه وګړې ناقص ، ګواهې يې هم نه قبليږي ، ورباندې اعتبار نه شې کيدلې ، اوددې امت شريان دى لدې امله دهغه حکومتي ملازمانو ، قاضيانو ،علماء کرامو ، ليکوالانو او کومو شنونکو چې ديادې عقيدې سره اختلاف درلود هغوې له دندو څخه منفک او لري شول ، دخليفه دفرمان وروسته کوموخلکو چې قران يې دالله ج کتاب دمخلوق ګڼلو  پرځاى هغه ته کلام الله ويل ووژل شو، مامون الرشيد په طوس ښارکې ناست اوپربغداد يې خپله توجو  مرکوزه کړي وه ، هغه دبغداد والې اسحاق بن ابراهيم ته کوم دريم خط ليکلې ؤ دهغې نقلونه ټولوواليانو ته ليږل شوې ؤ په يادفرمان کې ټولو حکومتې کارکونکو ، لوړپوړو چارواکو اود قاضيانو دخولې بيانونه اخيستل او ځوابونه يې خليفه ته د ورليږلو لارښونه شوى وه ، خليفه دوه علماء کرام بشربن الوليد او د ابراهيم بن المهدى دوژلو حکم کړې ؤ اودغه علماکرام وژل شوي ؤ اوس دخليفه فرمان ؤ چې دپاتې نور خلک هم په ياده عقيده بآندې مجبورشې چې قران کريم ته دکلام الله پرځاى مخلوق وويل شې اوڅوک چې په خپله راى باندې ولاړوى دهغوې په لاسونوکې اوخپوکې رنځيرونه واچوى اود خليفه مخې ته يې راولې ، په ټول خلافت اسلاميه کې دامام احمد بن حنبل  رحمه االله تعالى عنه په ګډون ١٩ علماء کراموپه لاسونوکې زلونى اوپه خپوکې بيړۍ واچول شوې اود طوس ښآرطرف ته روان کړاى شو خليفه د ملامته يادو قيديانو قافله چې کله د الرقه  ځاى ته ورسيدل نوپردغه مهال دخليفه مامون د مرګ خبر ورته ورسيده ، دمامون يوبل ورور معتصم دهغه پرځاى خليفه وټاکل شو خليفه بدل شو مګر دخلق قران کريم مسئله دياد هيواد دچارواکو عقيده او نظريه پرخپل ځاى باندې پاتى وه ، اوس نوي خليفه اودهغه قاضى القضاة ابن ابى داود پر وړاندې امام احمدبن حنبل يوازى پاتې شو  ، نوى خليفه چې په تخت کيناسته نوسملاسې دامام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه بيرته د بغداد ښارته وغوښتل شو ، د الرقه څخه بيرته د تللو پرمهال د باب البستان ځاى کې امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه ته سورلۍ واوستل شوه ، اودهغه په خپومبارکوکې درانه زنځيرونه پراته ؤ هغه وويل شو چې بى له کوم چا د مرستې پرته په خپوکې د پرتودرنوبيړيو سره خپلى سورلۍ ته اوچت شې ، امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه سورلۍ ته د ورختلو په کوښښ کې څو وارى د پرمخې غورځيدو څخه خپل ځان وژغوره اوپه پاى کې سورلۍ ته اوچت شو ، اونېمه شپه بغداد ته ورسيدل ، هغه دخليفه په محل کې يوه تنګه ، توره کوټه کې قيد کړاى شو ، په کوم ځاى کې چې هغه ته دهواء د ورتګ هم ناشونې ؤ په ياد ځاى کې امام رحمه االله تعالى عنه په لاسونوکې زلونى اوپه خپوکې بيړيوسره دصبا دراختلو انتظار کوى په سبا ورځ هغه د خليفه په دربار کې وړاندې کړاى شو دخليفه يوخواته د قاضى القضاة ابن ابى داود چوکى کيښودل شوې وه دهغې په خواکې د د وزير او مشاورينو نورى چوکى هم ايښودل شوې وي ، داد خليفه معصتم دربارؤ ؟

يادقاضى القضاة محکمه وه ؟ ياپه بغداد کې دايتنهز ،روم اوياپه قاهره کې دشاهانو د محکمومنظره وه ؟ هرڅه د امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه پروړاندې ؤ خليفه د امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه دويره ولو لپاره دهغه پروړاندې دوه تنه ووژل ، پدغه محکمه کې قانون ، اخلاق ، اجماع ، قياس ، استنباط استخراج اواجتهاد هرڅه د خليفه معصتم اود هغه د قاضى القضاة په واک کې ؤ ، مدعې و استغاثه ،وکيل ،عدل ،محکمه ،منصف اوقانون يوخوا او يوازى ٥٤ کلن امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه بل خوا ......  امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه دخپل موقف پرخلاف دالله دکتاب اودهغه درسول کريم صل الله عليه وسلم يوازى د يو واضحه دليل غوښتنه کوې ....   مګر خلافت ،دوخت په محکموکې ضدکونکو اودرباريانو يوازى پر ضد سره په خپل موقف صحې ګڼه اوپرخپل ضد،عناد ولاړؤ خليفه دامام احمدبن حنبل په دلائيلو اوريدو سره لږنرم شو ،مګر قاضى القضاة هغه په ضداو عناد کې راوستلو ورته وويل چې خلک به څه وايې چې معتصم دخپل ورور اود مخکنې خليفه اميرالمؤمنين هارون الرشيد د مسلک څخه واوښتى تردرى ورځوپورې محکمه روانه وه ، په محکمه کې دروڼ او قاطعو دلا ئيلو پرځاى بآندې د فلسفيانو دخبرو قيصې بيانيدلې .

امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه وايې چې په دريمه ورځ مايوه جامه راوغوښته اوهغه مې دخپلو پرتو بيړيو څخه لاندې واغوستله  که چيرته سخت وخت راشې او عورت مي ښکاره نه شې ، په دريمه ورځ چې امام صاحب رحمه االله تعالى عنه دربار ته راوستل کيده نوپه لاره کې دځينې خلک د تورو سره ولاړ ؤ دچاپه لاسونوکې کوړى وي اود خليفه دربار له خلکوڅخه ډک ؤ مګر په دربارکې نوى خلک ډير ؤ په تيرو دوه ورځوکې دامام صاحب د دلائيلو اوريدونکو وګړو څخه ډير کم خلک دربار ته پريخودل شول ، امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه ليکې چې زما اواز په ټولو خلکوبآندې غټ ؤ مناظره کونکو بحثونه کول او امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه يوازى يو واضح قرانې او ياهم د حديثوپه رڼاکې يودليل غوښته ، خليفه معصتم يوځل بيا نرم شو چې په هغې سره يو وار بيا ابن ابى داود معتصم په غيرت او عناد کې راوست اوترى وى پوښتل آيا ته دمامون دمسلک څخه وروسته کيږي ، چې په اوردو سره خليفه معتصم ډيرغوصه شو اود خولې څخه يې داسې ټکي ووتل ، هغه ونيسئ ، رايښکئ ، او دهغه لاس را اباسئ خليفه پدي ويلو سره پخپله چوکۍ کېناست ، لدې وروسته د کوړى ورکولو واله راوغوښتل شو ، يوتن به په ډير زور سره امام احمد رحمه االله تعالى عنه ته دوه کوړى ورکولې اوپرځاى به يې بل د کوړى وهلو واله راته ، دهرى کوړى وهلو سره وروسته به خليفه دامام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه څخه د دخلق قران دعقيدي په اړه پوښتنه کوله اومام صاحب رحمه االله تعالى عنه به دالله دکتاب اود حديث يوازى يودليل غوښتنه کوله ، دهغې په ځواب کې به خليفه جلاد ته امرکوه چې په  ټول طاقت ورته کوړى ورکړه ، پردغه مهال امام احمد بن حنبل رحمه االله تعالى عنه بيښوده شو، په دغه حالت کې يې هغه په پړمخې وغورځاوه اوپه ډيره بى رحمۍ سره يې په خپوباندې  ومږه  ( په خپوورباندې وخښل )  .

محمدبن اسماعيل وايې چې امام احمد بن حنبل ته داسې کوړې ورکړې شوې که هغه کوړې فيلانوته هم ورکړاى شوې وايى نوهغې به بغارې کړى واى ، په کومه ورځ چې امام احمدبن حنبل وهل کيده نوپدغه ورځ هغه روژه په خوله ؤ يوداسې روايت هم راغلې دى چې هغه ٨٠ کوړى ورکړل شوې اوتر ٢٨ مياشتوپورې قيدى کړاى شو ،نوبيا څه وشو داسې وشول له معتصم څخه وروسته دهغه ورور واثق په وخت کې هم دغه ظلم روان ؤ مګرکله چې دمعتصم زوى متوکل خليفه شو نوهغه دقران کريم دمخلوق د ګڼولو پرحکم بنديز ولګاوه چې پدغه ډول د امام احمدبن حنيل دکلک عزم پروړاندې معتصم ، اودهغه قاضى القضاة ابن ابى داود کړنې د تاريخ په باطل دانى کې وروغوځوله ...

 

امام احمد بن حنيل دخپلې زمآنى ترټولو لويوبادشاهانوسره  په يوازى توګه مقابله وکړه او سرلوړى شو .

 

اوازه خليل  ، تعــــــميرکعبه    نيســــــــت

مشهور  شد  ازان  که  درآتش نکونشست

 

ليک : مسيح الله (عصام)



ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User