Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, April 10, 2012

ايمان تازه کونکى منظره




ليک : مسيح الله عصام

لږه موده وړاندى مي يو  ډيراهم تحرير تر سترګوشو چې په لوستلو يې حيرانونکى مالومات په لاس راغله .
سلمان پاک نومى ځاى دپلازمينې بغداد څخه څلويښت ميله واټن کى پروت دى اودا هغه مقدس ځاى دى چې پکې ډيرى اصحاب کرام رضى الله تعالى عنهم واليان (ګورنران) تيرشويدى چې پخوانى نوم يې مدائن ؤ ترډيره وخته پوري عراق د عمجو دارالسلطنت پاتى شويدى چې د ډيرو وګړو واله ښار همدغه مدائن چې د دجلې په مغربي خوا کې اباد وو په امارت فاروقي کې حضرت سعدبن ابى وقاص رضى الله عنه په مشرۍ پوځونه د دجلى چپ طرف خواته ورسيدل ، پدغه مهال کې په  دجله درياب باندي دپوريوتلو اوبيا دبريد کولو سوال راپيداشو اوداهم مالومه شوه چې د يزد ګرد په امرسره پل سوځول شوي او ايراني محافظين په کشتيوکې دناستي وروسته تښتيدلي دى .
اسلامى پوځ ديته اړشو چې د دجلې په يو طرف کې وديريږې ، د مدائن ښارسره د خپل ښائيست او لوي والي  د دوى په مخ کې وو . نيمه شپه تيره شوي وه او د دجلې په منيځ کې  تيزو چپو د اسلامي پوځونو  مخه ډب کړي وه او مخامخ بل طرف ته د نوشيروان عادل قلعه په سپينه سپوږمى کې يادلښکر ته د ورتللو دعوت ورکاوه  .
دډير سوچ وروسته حضرت سعد رضى الله عنه د الله جل جلاله په امداد ، تائيد او توکل سره د دعا غوښتلو وروسته ټول لښکر په درياب کې ورښکته شول د درياب ټوله ساحه د اسلام د غازيانو څخه سراسر ډکه شوه چې تاحد نظر ټول اسونه او خلک ليدل کيدل ، دوى ټولو په اوبوکې داسې خبري کولې چې څه ډول يې په وچه زمکه کې کولي په درياب کې دحضرت سعد رضى الله عنه سره حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه هم وو چې حضرت سعد وويل په الله جل جلاله قسم چې الله به خپل دين غالب کوى اوخپلو دښمنانو ته به شکست ورکوي پدي شرط چې په لښکر کې داسي ګناه نه وي چې د ددې نيکې برباد او ضائع کړي ، حضرت سلمان فارسي ورته په ځواب کې وويل : په خداي قسم : چې مسلمانان به  د زمکې په څير درياب هم پامال کړي ، قسم دى په هغه ذات چې د سلمان ساه دهغه په اخيتار کې ده ، چې کوم ډول هغوى په درياب کې ښکته شوې هم په هغه ډول به د درياب څخه روغ او سلامت ووځي .
اسلامي پوځونه روغ رمټ له دريابه رواوښتل ، ايرانيانو چې دا وليدل حيران او وارخطاشول ، په خپله ژبه فارسى کې يې يوبل ته چغې ووهلې ديوان امدند ، ديوان امدند ديوان راغلل ديوان راغلل او ټول وتښتيدل .
 دمدائـن همدغه تاريخې ښآر چې د وخت په تيريدلو سره اوس مهال تري يوه وړه سيمه جوړه شويده ، دنوشيروان عادل د محلونو اثارو سربيره پکې طاق کسرى هم ګډون لري چې د ليدو لپاره يې ډيرى وخت دلرو سيمو څخه ليدونکى ( سياح ) ورځې  اوپه دغه ځاى کې يو څو د چاي دوکانونه اويوه بي ساري هديره هم ده چې د يوى ګبدى لاندې دحضرت سلمان فارسي مزار( قبر) دى او ووسره د په دوو ملحقوبيلابيلو اطاقونو چې په نوى بڼه جوړدى دحذيفه اوجابربن عبدالله انصاري رضى الله تعالى عنهماد رسول عليه السلام د اصحابو قبرونه ( مزارونه ) هم دى چپ خواته په يوه اندازه واټن کې درياب دجله په يو عجيب ډول بهيږې ، په پورته ډول ياد شوو اصحاب کرامو مزارونه ( قبرونه ) دشاه فيصل اول په زمانه کې په دويم ځل د تدفين وروسته جوړشوې .
مخکې ددغو دواړو اصحابوکراموقبرونه د سلمان پاک څخه د دوو فرلانګو په واټن کې په يوغيراباد ځاى کې دفن ؤ چې کله کله به څوک د فاتحې لپاره ورتلل يواځى دومره مالوم ؤ چې دغه د اصحاب کرامو قبرونه دى .
ددغه اصحاب کرامو د دريم ځل خښولو کې يوه ډيره په حيرت کې اچونکى واقعي پدې مضمون ليکلو اړکړي يو  چې د لوستونکو لپاره دغه ايمان تازه کونکى واقعي منظر ديوليک په وسيله تاسو ته هم  انځور کړو اوپخپله حيرانتيا ، خوشحالۍ اوپه تازه والي د ايمان کې تاسو هم راسره ګډون وکړئ .
واقعه څه پدي ډول ده چې حضرت حذيفه ايماني په خوب کې ملک شاه فيصل عراقي څخه داسي خواهش ظاهر کړ چې موږ دواړه د اصل ځاي نه اوباسه او دريايې دجلي څخه مو په لږ واټن کې خښ کړه ، ولي چه زما په قبرکې اوبه اود حضرت جابربن عبدالله رضى تعالى عنه په قبرکې  نم راتلل پيل شويدې ، د بادشاهۍ د کارونو دمصررفيت  له وجې ملک فيصل دغه خوب هيرکړ په دوهمه شپه يې بياخوب وليد اوبادشاه يوځل بيا خوب هيرکړ ، په دريمه شپه حذيفه ايمانى دعراق مفتى اعظم ته په خوب کې هدايت وکړ چې اودايې هم ورته وويل د تيرو دوو ورځوڅخه هغه بادشاه ته دغه ډول ويلې مګر هغه يې د مصروفيت له وجې هيره وى او دا اوس ستا فرض دى چې هغه متوجي کړي ، چې موږ دخپلو قبرونو څخه بل ځايه ته انتقال کړي ، دغه راز مفتي اعظم عراق ددغه وخت لومړى وزير نوري السعيد سره تماس ونيو، چې زه له تاسره ليدل غواړم هغه دغه ټوله واقعه نوري السعيد ته وويله لومړى وزير دبادشاه سره سملاسې د ملاقات انتظام وکړ ، مفتې چې کله خوب بيان کړ، نو بادشاه وويل چې بلي زه دغه خوب دتيرو دوو شپو څخه ونيم اوتيره شپه هم ماته په خوب کې يو ځل بيا وويل شو ، بادشاه مفتي ته وويل اوس تاسو ووايئ چې څه بايد وشې مفتې بادشاه ته وويل هغوى په ښکاره ټکو وايې چې دوى له دغه ځاى څخه اوباسئ او درياب سره يې په لږه فاصله کې دفن کړئ ، شاه فيصل وويل د احتياط په ډول بايد دا تصديق وکړل شي چې د درياب اوبه راځې هم اوکه نه .
مفتي هم ورسره خبره ومنله لدي وروسته د عراق د تعميراتي ادارې لوړپوړى انجنرته شاهى فرمان صادرشو ، چې دقبرونو څخه د درياب پوري په سورنګ کولوسره مالومه کړي چې قبرونو اوبه اونم ورځي اوکنه .
چې د ټولي کدايې څخه وروسته د اوبو کوم اثار ونه ليدل شو چې مفتي اعظم ټول وخت همدغه ځاى موجود او ټوله کړنه يې په خپلو سترګو ليدله اوترماښامه بادشاه ته ددغه څه خبر ورکړل شو ، مګر دغه شپه هم حذيفه ايمانى رض په ډير تاکيد سره وويل چې بيړه وکړئ زموږ قبرونو کې اوبه جمعه کيدل پيل شوي او همدغه خوب يوځل بيا مفتي هم وليد مفتي سهار وختي حيران او پريشان بادشاه ته ورسيد او بادشاه ته يې خپل خوب ياد کړ ، بادشاه په ځواب کې ورته وويل چې اوس زه څه کولي شم دزمکى د ماهرينو راپور راغلى اوته هم ګواه ياست ، مفتى ورته په ځواب کې وويل که څه هم وى تاسو قبرونه وسپړئ دعراق بادشاه ورته وويل . ډيره ښه ده تاسو فتوى ورکړئ مفتى همدغه ځاى کې فتوى ورکړه ،
فتوى اود بادشاه فرمان په رسنيو کې خپاره شول دنړۍ سربيره په  ګرده اسلامى نړۍ کې ياد خبرډيرژر پيل شو چې د غټ اخترپه ورځ د ماسپخين وروسته به د محترمو اصحابه کرامو قبرونه پرانستل کيږې پردغه وخت کې عراقي حکومت په ځانګړى توګه د کسټم او دروپو او پيسو ناغي ماتى کړي تردى چې د پاسپورت نه شتون هم څه خبره نه وه مطلب داچې پدغه لسو ورځو کې ډيرو نيک بختو خلکوته  ددغو پاکو هستيو زيارت ورپه برخه شو او ډير خلک د بيلابيلو سيمو څخه دغه ځاى کې راټول شول .
د دوشنبي په ورځ د ١٢ بجو وروسته د لکونو خلکو په محضرکې قبرونه پرانستل شول مالومه شوه چې د حضرت حذيفه په قبرمبارک کې اوبه داخلي شويدى اود حضرت جابربن عبدالله انصاري په قبرکې نمى راغلي ده ، اعلى حضرت شاه فيصل د عراقى پارليمانى غړو په ګډون سره اول د حذيفه لاش مبارک دکرين په وسيله داشي اوچت کړي شو چې لاش په کرين بآندى نصب چپرکټ (اسټريچر) باندي پخپله ځاى پرځاى شو او لاش مبارکه ته لوړپوړو شخصيتونو اوږه ورکړه او د شيشې په تابوت کې کيښودل شو.

دغه رازد جابربن عبدالله انصاري لاش مبارک دمزار مبارکه څخه راويستل شو په لاش مبآرک باندي کفن هم ؤ او د ږيري مبآرکې ويښته مبارک يې هم په خپل حالت کې وو لاشونو ته په کتلو سره داسې مالوميدل چې دوى څو ساعته مخکى ساه ورکړي چې په حقيقت کې پري ديارلس سوه کاله تيرشويدى .
ددغه پاکو نفسونو اوپاکو جسدونو د ښودلو لپاره جرمنى هيواد لوى لوى پردى ( پراجيکتوري) نصب کړي وى پدغه سانحه کې بي شميره خلک د اسلام په سپيڅلى دين مشرف شول ، دغه سانحه په  ټي وي هم وښودل شوه اولدي سربيره پري د الوتکو څخه ګلان هم شيندل کيدل .



                
  


ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User