Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, March 24, 2012

د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)





ګرانو وروڼو او خوندو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

زه پر تاسې وياړم چې د هيواد په سختو شرایطو کې مو تحصيل وکړ، او بيا مو د اوسني عصر دغه مهمې تنالوجۍ ته چې انټرنيټ دی لاس رسی وموند .

ځنې وروڼه د فيسبوک له ليارې ګټور مطالب خپروي او دوی تر خپله وسه د اسلام او ولس د بقا د پاره هلې ځلې کوي ، الله جل جلا له دوی نور توفيق هم ورکړي ،مګر په فيسبوک کې ځنې وروڼه او خوندې بې ګټې او د اسلامې اداب خلاف خپرونې کوي چې په دې مطلب کې مو اصلی هدف همدا دی چې دغه غير اسلامې او اخلاقي ليکنې تاسې ته بيانول او په ګوته کول غواړم او دا خپل مسئوليت بولو تر څو تاسې ور ته متوجه کړو ، چې ځنې ددې په لاندې ډول دي .

۱- د فيسبوک ځنې ځوانان غير اخلاقي او شهوت پاروني تصويرونه خپروي :

لومړي دا چې بې ضرورته د ساه لرونکو تصويرونو څخه په اسلامې شريعت کې منع شوې ده (تفصيل دلته وګورئ ) .

بل دا چې غير اخلاقي او شهوت پارونکي تصويرونه د بې حيایی او فحشاء خرول دي کبيره ګناه ده او د داسې کسانو د پاره د سخت عذاب خبرداری دی کوم چې غواړي په خلکو کې بې حيايي او فحشاء خپره کړي .

قوله تعالی : إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹)

يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .

هر څوک چې د ستا په پاڼه کې د نا محرم ، غير اخلاقي او فاحش تصوير ته ګورې د هغه په ګناه کې به ته ور سره شريک وي

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم ۲۶۷۴)

کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلکو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي او ګناه کار شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

 او ته به دغه کار ډير ساده ګڼې ولی خبر به نه وي چې ستا د ګناه پټی څومره درومد شوی دی .

او بل دا چې دا د شيطان دسيسې دي چې ستا تر نظر دغه کار ښه درولي که نه اصلاً دا کار ډير بد دی يو څو محدود شمير لنډغر به ستا د تصوير څخه شيطاني خوند واخلي ، مګر ډير کسان به پر ستا لعنت وايي .

نو په دې کار کې ستا څه ګټه شو ؟

له دې بې ګټې کار او فساد څخه لاس واخله ددې پر ځای ګټور شيان خپاره کړه .

۲- د فيسبوک په صفحه کې ډيرو خوندو هم د ځان د پاره پاڼې پرانستې دي او په خپلو پاڼو کې په پوره سينګار سره خپل خپل تصويرونه خپاره کړې دي :

ای زما مسلمانو خوندو ! والله چې زه ستا د تصوير څخه شميږم او ډير تعجب کوم چې دا د افغانې ميرمنې بې حجابه تصوير دلته څه کوي ؟ مسلمانې خورې تا ته دا کله رواه ده چې ستا تصوير دې بيګانه خلک وويني ؟ تا ته خو ستا خالق جل جلا له امر کوي چې پرده وکړه له نا محرمو .

قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59 ).

ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .

نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله جل جلا له  حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي .

د سينګار کړي تصوير خپرولو څخه ستا مطلب څه دی ؟ ملګري پیدا کول غواړي ؟

خورې ! په اسلام کې د by friend  سيستم نشته په اسلام کې نکاح ده او تا ته اسلامې شريعت ددې جواز در کړی دی تر څو کوم نيک او صالح کس ته د نکاح درخواست وکړي په دې کې څه شرم او عار نشته او دا اجازه هم شته چې څوک د چا سره نکاح کول غواړي د هغه ليدل جايز دي .

خورې ! که ددې تصوير نه ستا مطلب د نکاح د ملګري پيدا کول وي ، نو ډير احتياط کوه چې د کوم چا په ظاهري باډی و نه غوليږي خدای مه کړه په داسې لنډغر به دې سر شوی وي چې بيا به ټول عمر په غم او بدبختۍ اخته وي .

او که ددې تصوير نه ستا مطلب د نا محرمو سره ملګري ، خوشحالي ، ساعت تيري او مذې وي ، نو په دې کې څه شک نشته چې د نامحرم له ملګري ، اختلاط ، خبرو او ارتباطاتو کې خوند شته ځکه ټول حرام او ټول منکرات خوندر دي او خوندورې شيطاني غذاوي بلل کيږي مګر دا خوندونه ډير لږ او پاليې يې سختي خطرناکې دي .

انسان د يوه ستر هدف د پاره پيدا شوی دی چې هغه د خپل خالق جل جلا له فرمانبرداري ده .

خورې ! حجاب واغونده ، خپله ښايسته او مبارکه چهره دې د نا محرمو خلکو په مينځ کې مه نشروه ، خورکې ! ته د يوه ښايسته مرغلرې مثال لرې مرغلرې سړی له خلکو پتې ساتي هغه په کوڅو او عامو ځايونو کې د خلکو د پاره نه ږدي ، ددې کار خوند ، فخر ډير کم دی خو عذاب يې ډير سخت دی ، د ښځو د پاره چې خپل سينګار او ښايست بيګانه خلکو ته قصداً ښکاره کوي تبرج کوي سخت عذاب ذکر شوی دی .

«صنفان من أهل النار لم أرهما: قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (مسلم ) .

په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه به د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .

ددی ډول ښځو امثال مونږ وينو چې تنګي جامې اغوندې چې د بدن د فتني ځايونه يې واضح ښکاري او دوی قصداً داسې کوي تر څو خلک خپل ځان ته جلب کړي .

د اوښ د بوکام مثالونه هم په فيشنی او عصري ښځو کې وينو .

او هغه کسان چې خلک په کمچينو وهي د هغه نه مراد هغه ډله ده چې حاجتمند خلک به د حکمرانانو دربار ته د خپل حاجت د پاره ورځې او دوی هغوی نه پريږدي او په وهلو سره به يې رټي . 

په بل حديث شريف کې راځي : «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم).

د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی ) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي ، او هغه ميځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلی وي او په همدې حالت کې مړه شي ، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي ) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج (بيګانه خلکو ته خپل سينګار ښکاره ) کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسان عذاب درناک او سخت دی .

نو له دې کار څخه توبه وباسه تر څو د دنيا او اخرت اکرام ،عزت او نيکبختې دې په نصيب شي .

دينداره ښځه به په ډير اکرام او عزت سره جنت ته دا خليږي هغې ته به د ډير اکرام او عزت له وجې ويل کيږي ننوځه جنت ته له کومې دوازې چې ستا خوښه وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : : إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ  (رواه أحمد ۱۶۶۴)

يعني : کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي ، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي ، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه .

د مړو يا مرده ګانو اهانت کول ، قوم پرستي او نور ……….. بيا

-------------------------------------

د فيسبوک ځوانانو ته څو نصيحتونه (دوهمه برخه)

- د فيسبوک ځنې ځوانان د مړو يا مردګانو اهانت کوي :

يو قوم د بل قوم د مشرانو د مړو اهانت او سپکاوی کوي او د هغه بد او سپک تصويرونه خپروي چې دا کار د يو تحصيل کرده د پاره ډير نا مناسب او د شرم وړ دی او په اسلام کې د ژوندې او مړي اهانت او سپکاوی حرام دی .

د مسلمان اهانت او سپکاوی عظيم جرم دی : روى ابن حبان و الترمذي بإسنادٍ حسن أن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نظر يوماً إلى الكعبة فقال : ( ما أعظمَكِ و أعظمَ حُرمتِكِ ! و المؤمنُ أعظم حُرْمةً مِنْكِ ) يعنې الله جل جلا له  چې دغه کعبې ته کوم عظمت ورکړی دی د هغه نه د مؤمن عظمت زيات دی .

تاسې يې داسې فرض کړئ که څوک د کعبې ړنګول وغواړي فکر وکړئ چې ددې کس سره به مسلمانان څه وکړي ؟ او هغه ته به څنګه جزا ورکړي ؟ خو الله جل جلا له  د کعبې د ورانولو او اهانت نه د مسلمان په ورانولو او اهانت ډير خفه کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ». (بخارى )

مسلمان ته بد ګويي فسق دی او د هغه پر واندې جنګيدل کفر دی .

کله څنګه چې په ژوند کې د مسلمان اهانت او سپکاوی حرام دی همداسې په مرګ هم د هغه اهانت حرام دی .

 رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «لا تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ، فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا». (بخاري)

مړو ته بد مه وايی ځکه هغوی د خپلو اعمالو نتيجه ته رسيدلی دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  په دوو کلمو کې خبره خلاصه کړه ، يعنې که خاين او غدار تير شوی وي او د تاسې د هغه خيانت او غداري کړوي نو هغه اوس د خپلو اعمالو نتجيته ګيری ته ورغلی دی او د خپل عمل سزا به ويني ، نو تاسې هغه ته بد ګويي مه کوئ .

امام نوي رحمه الله د پورته حديث په بيان کې وايي : د اهل فسق او بدعت کاروايي بيانول د اسلام په چوکات جايز دي تر څو نور خلک د هغوی د ګمرا کونکو اعمالو پسې اقتداء و نه کړي او د هغوی د ګمرا کونکو اعمالو څخه نفرت وکړي .

و في غير المتظاهر بفسق أو بدعة ، فأما هؤلاء فلا يحرم ذكرهم بشر للتحذير من طريقتهم ، و من الاقتداء بآثارهم و التخلق بأخلاقهم (شرح امام نوی رحمه الله ) .

د مسلمان اهانت ، هغه ته بدګويي ، بهتان و غيره که ژوندې وي او که مړ حرام دي بيا په خاصه توګه د هغه اهانت په ډير بدو تصويرونو کې چې د مسلمان ضمير يې بالکل نشي قبلولای د شرم وړ کار دی .

ځوانه د بيت المال په پانګه او لښت دې تحصيل وکړ فارغ التحصيل شوې ، د درديدلې هيواد سترګي تا ته وي هغه هيواد چې سخت احتياج او محتاج دی ، علمي او صنعتي پرمختګ ته سخت ضرورت لرې ، نن تا ددې پر ځای چې علمي تحقيق وکړي هيوادوالو ته څه برابر او چمتو کړې په داسې شيطاني لوبو کې دې ځان مصروف ساتلی دی ، ايا د يوه مسلمان ځوان د پاره داسې کول څه ګټه لري ؟ ، په دې لوبو کې دې څه ليدلی دي کوم درد به دې ور ور باندې دوا شي ؟

ځوانه ! ځواني لويه پانګه ده دغه پانګه په داسې شيطاني څيزونو به بربادوه .

۴- قوم پرستي :

د فيسبوک ځنې ځوانان د قوم پرستي په دام نښتي دي ، د ژبو او قومونو د اختلاف حکمت دا دی تر څو د انسانانو تر مينځ پيږندګلوي وي ، نور نو يو قوم پر بل قوم غروالی نه لري ، مګر غوروالی په تقوی او دينداری کي دی .

د قوم او ژبې سره مينه طبعي ده ولې د بل قوم پر وړاندې دريدل ، صف بستي ، تفرقې اچول ، نفاق ته لمن وهل قوم پرستي ده .

د کفري ځناورې ديموکراسۍ يو عمده او ستر آرمان همدا دی تر څو اسلامې امت ټوټي کړي د اسلامې هيوادونو تر مينځ اختلافات را مينځته کړي او په خاصه ټوګه هغه هيوادونه چې د دوی تر نظامي اشغال لاندې دي غواړې په هغوی کې اختلافات ، تفرقې ، قوم بازۍ ، سمت بازۍ را مينځته کړي او دوی پخلپو کې سره اخته کړي تر څو په خلاص مټ خپل شوم اهداف عملي کړي .

د مسلمان شان دا دی چې د حق بقا به غواړي د مظلوم حمايت او د ظلم مخنوی به کوي هغه که د هر قوم واله وي ځکه په اسلام کې قوم ته څه اعتبار نشته ټول به په قرآن او سنتو خپلې منګولې نښلوي .

په اسلام کې تعصب او قوم پرستي خطرناکې پايلې لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود

هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه خلک قوميت ته رابولي اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په دغه منظورجګړه کوي اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په همدې مفکوره مړ شي

دا ځکه چې د قوم طرف دي ونيولو او حق طرف دې پريښود نو که بيا ظلم کيږي ته به د ظالم مدد کوي ځکه قوم دی که مظلوم برباديږي ته به د ظالم مرسته کوې ځکه قوم دی .

بل ځای فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

ډير کسان په همدې قوم پرستۍ مړه شوم چې غوښتل يې د سلطنت او قدرت خوند وويني د اسلام قيام او بقا يې نه غوښته او غوښتل يې خپل قوم سطلنت ته ورسوي خو هم يې آرمانونه خاورې شول او هم په عصبيت مړه شول .

نن زمونږ هغه ځوانان چې دوی ته مو له کلونو کلونو را هيسې د خدمت سترګې په لاره وې ددې پر ځای چې خپل محتاج دردلي هيواد ته خدمت وکړي ، د اسلام او هيواد د بقا د پاره هلی ځلی وکړي ، علمي تحقيقات او څيړنې وکړي د هغه پر ځای پر داسې شيطاني لوبو او دامونو کې نښتي چې نه يې د خپل ځان ګټه پکې شته او نه هم د بل چا ، نه د دنيا په درد لګيږي او نه هم د آخرت ، بس يو شيطاني ورکشاپ دی چې د ځواني لويې پانګې ختموي .

له دې کړنو توبه وباسي ځکه چې داسې کارونه هيڅ ګټه نه لري خپل دوماغ د اسلام په قيام ، د هيواد په خدمت او علمي تحقيقاتو داسې مصروف او مشغول کړه چې ددې شيطاني مفکورو د پاره يوه لحظه وخت هم پيدا نه کړې .

دا مرضونه اوس ښه ډير دي او په ټولو ډلو کې موجود دی ځکه ديموکراسي حاکمه ده .

ځوانه تا ته مې ځکه دا نصحيت وکړ چې د تا په ځوانۍ مې نه لوريږي ستا دوماغ ځوان ، خالی او پاک دی سر له اوسه خپل دوماغ د داسې څه نه ډک کړه چې سبا ورځې ته دې په درد ولکيږي .

و السلام عليکم

آن لاين اسلامې لارښود





ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب

2 comments:

  1. ډیر ښکلی او په زړه پورې مطلب و...ډیره ډیره مننه.
    زه هیله مند یم چې زمونږ ټول وروڼه او خویندې دا نکات په پام کې ونیسي.

    په درنښت
    سمیع الله صمیم وردګ

    ReplyDelete
  2. مننه هدوال صاحب الله د توفيق درکړى تاسو ته چه مونږ د سلام د دين هر حمکم څخه خبره وي
    مننه
    مننه
    مننه
    قارى روح الله امين ضيا

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User