بې اجازې د چا کور ته ننوتل منع دي :
الله سبحانه وتعالی فرمايي : يَا
أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ
حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ
لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (27) النور
ژباړه : ای مؤمنانو! له خپلو کورونو څخه پرته نورو کورونو ته
تر هغې مه ننوځي څو اجازه وانخلئ او پر کورنۍ سلام وانه چوئ دا کړنلاره
ستاسې د پاره ډيره ښه ده . ښايې چې تاسې به دې ته پاملرنه وکړئ .
فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ .. (28) النور
نو که هلته مو څوک ونه موندل نو مه ننوځئ څو تاسې ته اجازه و نه شي .
او هغه کور چې د استوګنې نه وي د کور د خاوند اهل عيال په کې نه اوسيږي ، بې اجازې داخليدل باک نه لري :
لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ … (29) النور
ژباړه : په دې کې پر تاسې کومه ګناه نشته چې داسې کورونو ته ننوځئ چې د چا د استوګنې ځای نه وي .
ښځې ته جايزه نه ده چې کور ته د داسې کس د ننوتلو اجازه وکړي چې د خاوند يې خوښ نه وي :
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن
رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد
إلا بإذنه ، ولا تأذن في بيته إلا بإذنه ، ….” . رواه البخاري ( 4899 )
ومسلم ( 1026 ) .
يعنې : د ښځي د پاره رواه نه ده چې خاوند يې په کور کې وي او د
خاوند د اجازې پرته نفلي روژه ونيسي ، همدارنګه د ښځې د پاره جايز نه ده
چې د خاوند د اجازې پرته څوک کور ته ننباسي .
کور ته به د فاسقانو او غلو په څير په ديوال باندې نه اوړي بلکې د دروازې له لارې به ننوځي :
{ وأتوا البيوت من أبوابها } سورة البقرة الآية : 189
او کله چې ميلمه کور ته داخل شي په خپل سر به چيرې نه کيني بلکې د کور د مالک په لارښوونه به کيني :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” لا يُؤَمُّ الرجل في سلطانه ، ولا يجلس على تكرمته في بيته إلا بإذنه ” رواه الترمذي رقم 2772
په کور کې به خدمتګاران او
ماشومان د بل اتاق ته په دريو وختونو کې بې اجازې ننوځي د سهار د لمانځه
مخکې ، غرمه او د ماسختن له لمانځه وروسته او بل وخت باک نه لري :
الله سبحانه وتعالی فرمايي : يَا
أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ
أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلَاثَ
مَرَّاتٍ مِنْ قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ
مِنَ الظَّهِيرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ
لَكُمْ … (58) النور
ژباړه : ای مؤمنانو ! اړينه ده چې ستاسې خدمتګاران او ستاسې
هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د پوهي حد ته نه دي رسېدلي ، په دريو
وختونو کې دې د اجازې په اخيستلو سره تاسې ته راځي د سهار له لمانځه نه
مخکې او غرمه چې کله تاسې جامې وباسئ ، او د ماسختن له لمانځه وروسته دا
دری وختونو ستاسې د پاره د ستر وختونه دي .
په کور يا اتاق کې تنها پرېوتل منع دي :
عن ابن عمر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن الوحدة ، أن يبيت الرجل وحده أو أن يسافر وحده رواه أحمد في المسند 2/91
ابن عمر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم
له يواځېوالي منع فرمايلې ، دا چې سړي يواځې بيده شي او يا يوازې سفر وکړي .
دا نهی په دې خاطر ده چې په يواځېوالی کې د وېرې ، د دوښمن د هجوم ، مرض او نور څه خطر دی .
د خوب په وخت کې د کور د دروازې او ورونو ټينګول :
کله چې سړي بيده کيږي د کور دوازه او اتاق ورونه به تړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
” من بات على ظهر بيت ليس له
حجار ، فقد برئت منه الذمة ” رواه أبو دود ، السنن رقم 5041 ، وهو في صحيح
الجامع 6113 وشرحه في عون المعبود 13/384
يعنې چا چې په داسې کور يا اتاق کې شپه سبا کړه چې ور يې تينګ کړی نه وو ، مسئوليت يې پر خپله غاړه دی .
آن لاين اسلامې لارښود
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.