Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 14, 2012

د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟


اسلام علیکم و ر حمت الله و برکاته! 

واقعا" ډیر خوښ یم چی ستا سو دا سوچه اسلامی پاڼه ګورم. الله ج دی تاسې دا لوی خدمت په خپل دربار کی قبول او منظور کړی. آمین. 

زما یو څو پوښتنی دی که مهربانی وکړی راته یی ځواب کړی الله ج به جزای خیر درکړی. اـ په مسجد شریف کی د قرآن پاک تدریس د پیسو په مقابل کی داسلام له نظره څه حکم لری؟ خو استاد هم دا پیسی د خپل کور د کرایی لپاره و ټاکلی او وایی چی هر زده کوونکی به سل افغانۍ په میاشت کی ورکوی.پاتی دی نه وی چی د استاد اقتصادی وضعیت هم ډیر ښه نه ده بلکی ګوزاره یی کیږی.۲ـ بل مونږ شاګردانو ته به څنګه وی چی دا پیسی ورکړو، په داسی حال کی چی د ځینو وس نه کیږی؟ که ځواب راکړی ډیره مهربانی به مو وی. الله ج مو په خپلو اسلامی فعالیتونو کی نور هم بریالی لره . امین.

 م ع غ له کابله

----------------------
آيا د کوچنې ماشوم په غوږ کې د اذان او اقامت کولو باندې اجرت اخستل روا دي
ددې پوښتنه کونکي پوښتنه را څخه ورکه شوه خو متن يې په پورته ډول وو
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په طاعاتو لکه د قرآنکريم تعليم ، اذان او امامت باندې اجرت اخستل جايز نه دي
د امام شافعی او امام احمد په نزد په طاعاتو باندې لکه د قرآنکريم تعليم ،اذان او امامت باندې اجرت اخستل جايز دي .
پخوا به د دين د تعليم ورکونکو ،امامانو او مؤذنينو تنخواګانې د بيت المال نه مقررې وې او خلکو به په اطمنان سره کار کولو ځکه چې بيت المال هسې هم د عامه خريه کارونو د پاره وي ،يو څه وخت وروسته اسلامې سلطنت ختم شو د مسلمانانو پاچاهانو د بيت المال څخه د بې حده او بې ځايه مصرف په وجه د امامت او ديني مدرسينو تنخواګاني کټ کړی يا يې کمې او محدودې کړې ، څرنګه چې دوی هم د ژوند ضروريات درلودل نو نورو کسبونو ته يې مخ کړه ، نو کله چې په جومات کې امام مقرر نه وي د جومات انتظام صحي نشي کيدای او داسې نور .
نو متأخينو فقهاؤ (حنيفه ) ددې شرعي ضرورت په وجه دا فتوا ورکړه چه د ضرورت په وخت کې په طاعاتو باندې اجرت اخستل جايز دي . د قرآنکريم ،حديث او فقهې په تعليم ،آذان او امامت باندې اجرت اخستل يې تصريح کړ ځکه چې دا داسې څيزونه دي چې ددې د بقا نه بغير د دين حقيقت پاتې کيدل مشکل وي (کفايت المفتي ج۷ ص ۳۸۰ – ) .
وبعض مشائخنا رحمهم الله تعالی استحسنوا الاستئجار علي تعليم القرآن اليوم لظهور التوالي في الامور الدنية ففي الامتناع تضييع حفظ القرآن وهليه الفتواي كذا في الهداِية و عالمگيري .
مګر د قرآن په تلاوت ، وعظ او نصيحت باندې اجرت اخستل حرام دي
وبعض مشائخنا رحمهم الله تعالی استحسنوا الاستئجار علي تعليم القرآن لظهور التوالي في الامور الدنية ….. فهذا ما افتی به المتاخرين ……. مخالفين ماذهب اليه امام وصاحباه …… بالضرورة فی عدم جواز الاستئجار علی تلاوة ( ردالمختار کتاب الاجارة ۵۶.۵۵.۶ ) .
 
د جنازې لمونځ او د کوم هلک په غوږ کې اذان کول په عمومی اجرت کې شامل دي کوم چې د کلی يا محلې خلک يې د مياشتني معاش په ډول ورکوي . داسې کول چې د جنازې په یوه لمانځه باندې اجرت واخلي يا په يوه اذان باندې اجرت اخستل جواز نه لري (کفايت المفتی ج۷ ص ۱۴۹ ) .
آن لاين اسلامې لارښود

 محترمه وروره ! د متقدمينو (مخکنيو) علمآؤ په قول خو أُجرَت أخستل هم پر طاعت باندي او هم پر تعليم دديني أمورو حرام دئ ، خو د متأخرينو (وروستنيو) علمآؤ په زمانه کښي يو مشکل پيدا سو چي تر اوس مهاله پوري هغه مشکل پسي زياتيږي .

هغه مشکل دا ؤ چي د متقدمينو په زمانه کښي و علمآؤ ته د هغه وخت حکومتو له بيتُ المال څخه د دوۍ معاشي ضرورت ورپوره کوئ ، او د متأخرينو په زمانه کښي له علمآؤ څخه د بيتُ المال ورکړي بندي سوې ، نو دوۍ دا خطره محسوسه کړه چي تعليم د قرآن او د نورو ديني علومو ، او امامت او اذان به خلګ پر مخ پريږدي ، نو پدې وجه يې پر تعليم د ديني أمورو او پر اذان يا امامت باندي أجرت او پيسې اخستل جائز وباله .

کچيري و علمآؤ ته له بيتُ المال څخه عطاياوي بیرته شروع سي نو بيا أجرت اخستل پر مذکوره کارو باندي بيرته حرام دئ .

پاته سو أجرت اخستل پر طاعت او عبادت باندي ، لکه تلاوت د قرآنکريم نودامطلقًا ناروا دئ ، هم د متأخرينو په قول او هم د متقدمينو .

صاحب د «الجوهرة» ذکر کړيدي چي أجرت اخستل پر تلاوت د قرآن روا دئ ، خو علامه ابن عابدين شامي (رحمه الله) پخپله رساله : «الابانة علی أخذِ الأجرة» کښي ذکر کړيدي چي د «الجوهره» دغه قول بې معنا او غير صحيح قول دئ .

د مزيد تفصيل دپاره وګوره : «مجموعة رسائل ابن عابدين ص ۳۳۷» . 
 
,والسلام ومن الله التوفيق

--------------------------

 
دقرآن کریم له  ختمه وروسته چې خلګوته ډوډئ ، چاي یاروپۍ ورکول کیږي په ظاهره   داجرت توهم ځیني کیږي  چې باید نه شي جائز مګر فقهاولیکلي چې  لمړی خو دغه توهم بایدځیني ونه شي ، بلکه دغه اعمال یې دثواب په خاطر وګڼو ، اوکه اجرت هم  شې بیادي خبري ته نظر وکړو چې دقرآن کریم په تلاوت  داجرت داخستلو په موضوع  کې هم دعلماو اختلاف دی ځیني علماو لکه علامه ابن نجیم صاحب بحرالرائق ، صاحب فتاوی الکاملیة ، صاحب  السراج الوهاج   ، صاحب الفتاوی الفریديه اوداسې نورو نظر داده چې په دي  زمانه کې دقرآن کریم په تلاوت باندي اجرت اخستل جائز دي ، اودوئ یې په امامت اونورو هغو اعمالو ورقیاسوي چې  عبادات دي اوشریعت کې ورته داجرت اخستلو اجازه ورکول شوي .
کمافي البحر  ۵\۲۲۸ قلت لایدل لان صاحب الاختیار علله بان اخذ الشئ  بالقرآءة لایجوز لانه کالاجرة فافاد انه مبني  علی غیرالمفتي به  فان المفتی به جواز الاخذ علی القراءة الخ وفي موضع آخر ۸\۲۰  هذا في عرفهم اما في عرفنا فیجوز ذلک  ومثله في الفتاوی الکاملیة ص\ ۲۹۲ -  ۲۹۱ والاشباه النظائر ۲\ ۲۲۹ مع شرحه للحموي  وفیض الباري  ، وانوارالباري  . اوفتح الملهم .
البته علامه شامي رحمه الله په ردالمحتار ..... کې لیکلي  ناجائز ګڼلي : قال التاج الشریعة  في الشرح ان القرآن لایستحق  الثواب  لاللیمیت ولاللقاري ، وقال العیني  في شرح الهدایة  ویمنع القاري للدنیا والآخذ والمعطي اثمان  فالحاصل ان ماشاع في زماننا من قرآءة الاجزاء بالاجرة لایجوز لان فیه الامر بالقراءة واعطاء الثواب للآمر والقرآءة لاجل المال  الخ
اودتفصیل لپاره یې وګورئ  شفاء العلیل في الختمات .  په هرصورت دغه یوه مختلف فیها مسئله ده شدت دي نه په کې کیږي اوپه داسې مسائلوکې شدت خپله یومنکر دی  چې ازاله یې واجب دی  .

 والله تعالی اعلم


  1.  
  2. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  3. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  4. د تراويح د لمانځه فضيلت
  5. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  6. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  7. د حضرت زينب په هكله معلومات
  8. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  9. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  10. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  11. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  12. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  13. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  14. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  15. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  16. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  17. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  18. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  19. د روژه ماتي اصول
  20. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  21. د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب
  22. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  23. د روژې روغتيايي ګټې
  24. د روژې مادي او معنوي ګټې
  25. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  26. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  27. د روژې په اړه ۷۰ مسلی
  28. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  29. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  30. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  31. د روژې کولو نيت
  32. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  33. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  34. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  35. د ســـبا اتلان
  36. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  37. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  38. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User