Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 20, 2012

سوال :- اکثـــــــرخلګ دصفری په میاشت بدفالی نیسی وايي چــی دادبلاوواومصــیبتونومیاشت ده په شریعت کی دفدفالی حکم څه ده ؟




سوال :- اکثـــــــرخلګ دکونګ په نامه په یوه مرغه بدفالی نیسی وايي چی کونګ دچاپه کورکښـــینی هغه سپیــــره وی همدارنګ دصفری په میاشت بدفالی نیسی وايي چــی دادبلاوواومصــیبتونومیاشت ده په شریعت کی دفدفالی حکم څه ده ؟


ځواب :-نیک فالی په اسلام کی شته اوجائزده اوبدفالی په اسلام کی منع ده اوداهغه جاهلانه عقایددی چی په عربوکی دحضرت نبی ﷺ تربعثت مخته چی دشرک اوجهل دور ووموجودووچی کله دین اسلام دونیاته راغــي نود جهل ټولی تیاری رڼاشوی اواسلام داسی ناوړه عقایدختم کړل اوورباندی يي ردوکړ لکه حضرت نبی ﷺ فرمايي لاعدوی ولاطیرة ولاهامة ولاصفر مشکوة ص ۳۹۱ دعـــدوی معـــنی دادچـــی دیـــومرض ســـرایت کــول بل ته د جهالیت په زمانه کی داعقیـــده وه چـــی یوروغ انسان به دمریض خــواته نه کښیـــناســــته اونـــه بـــه يـــي ورســره خوراک څښاک کاوه دموجوده زمانی دډاکترانوهم داعقیده ده چی څوقسمه مرضونه یوبل ته ســـرایت کوی لکه جزام ،جرب ،رمــدوغیــره بـالاخره حضرت نبی کـریم ﷺ دجاهلانومشرکانوپه دی عقیده ردوکړ اوويي فرمایل لاعدوی یعنی سرایت کول دیوه مــرض بــل انـــسان تــه پــه اسلام کی نشته (ولاطیرة)ددی معنی ده بدفالی لکه چی ویل کــیږی فـــلانی سړی په مخه راغی ځکه می کارخراب شوځکه هغه ښه انسان نده داهم دجاهلیت عقیـده وه چی نبی ﷺ پری ردوکړ اوويي فرمایل لاطیرة یعـــنی بدفالی په اســلام کی نشته دهرڅه مالک خیروی اوکه شروی الله تعالی ﷻ ده دچـــاپه لیدلواوپـه مخه راتللوکی هــیڅ نه پیښــــیږی ترڅوچی دالله تعالی ﷻ ارده نه وی ( ولاهامة ) دایومرغه ده چی دپښتنودرواج مطابق کونګ ده دجاهلیت په زمانه کی هم په دغه مرغه بدفالی کیدله لکه چی اوس يي ډیرمسلمانان په بدفالی نیسی حالانکه چی هغه دالله تعالی یوثناخوان مرغه ده حضــرت نبی ﷺ دمشرکانو په دغه عقیده هم ردوکـــړاوویــی فرمـــایل ولا هامة یعـنی بدفالی نیول په مرغه چی دچاپه کورکښینی ســــپیره کوی يي داپـــه اسلام کـــی نشتـــه هرڅه دالله تعـــالی له جانبه دی مرغه دهیــڅ شـــی مالـــک نــده ( ولاصفر ) دجهالیت په زمانه کــی هم داعقیـــده وه چی صفره دبـــلاوواو مصیـبتومیاشت ده حضرت نبی ﷺ په دی عقـــــیده هم ردوکـــړچی ترمیاشتی خیراو شرهیڅ تعلق نلری هرڅـــه چی وی الله تعالی يي کوی خـــــیروی اوکه شرله دی نه علاوه بعضی علمـــاوو بدفالی ته شرک ویــــلی ځکه چـــی دالله تعالی نه ماسواءبل شی هم په خیر اوشرکی مالک بلل کیږی درس مشکوة ص ۶۵۹ مطلب داشوچی په ذکرشویوشیانو لکه کونګ اودصفری میاشت وغیره بانــدی بـــــدفالی نیول دمشــــــرکانواودجاهلیــــت دزمـــانی عقایدوو چی اسلام پری سخت ردوکړخوافسوس چی دپــښتنوهررســـم او رواج چی لټــــوی هغه په اصــل کی دکفـــارومشـــرکانویاهندوانورواج وی چی داپــه څورلســـمه صدی کی دجهـــل اخــــیره انتهاده له داسې عقیـدونه پرهیزکول لازمی دی ځکه چی داسې عقایددرلودل لویه ګناه اوغټ جـــهل ده .مسـلمان بایدله اسلام نه دومره ناخبره نه وی چی خپل اسلامی عقایـــد له نوروڅـــخه نشی جلاکولای . سوال :- که له یوې خواحضرت نبی ﷺ فرمايي چی دمرض سرایت کـول له یوو نه بل ته نشته خوله بلی خوتجربې داثابته کړیده چی دیووانسان مـرض بل ته سرایــت کړیده اوهمـــدارنګه دحــضرت نبی ﷺ په بل حدیث شریف کی دی فرمن المجذوم فرارک من الاسد یعـــنی دجزام په مرض باندی له اخــته انسان نه داسی تیښته کوی لکه له زمری نه ددی حدیث شریف مطابقــت له مخته حدیث سره څه ده ا ودتجربی په هکله ځواب څه ده ؟ ځواب :-په دی خبره کی شک نشته چی صحت اومرض اوهرڅه دالله تعالی ترارادی پوری اړه لری خوالبته دی مسلمانانوعقیدی داسی جوړی شـــوی چی زه له مریض سره په تعلقاتوپه مرض اخته کیږم لکه الله تعالی فرمــايي اناعلی ظن العبدی یعنی زه دخپل بــــــنده په ګومان یم هغه چی څه ګـــمان کوی نوزه هم هغسی ورپیښوم نوپه حقــــیقت کی دتجربی داخبـــره هم دالله تعالی په اراده سره ده ځکه خوچی کله لـــــه حضرت نبی ﷺ نه پوښتـــنه وشوه دهغی صالح اوســــالیم اوښ پـــه هکله چی له اجربو(خارښی)اوښــــانوسره ګډشوی وواوپه مرض اخته شوی وونوحـضرت نبی ﷺ وفرمایل فمن اعــــدی الاول یعنی اول اوښ ته دامـــــرض دچــــانه سرایت کړی بلکی داټــــول دالله تعالی لخوادی اودحضرت نبی ﷺ ددی حدیث چی فرمن المجذوم الخ مطلب داده چی تاسوله داسی مریضا نونه لری وه اوسی چی هغه دجزام په مـــرض اخته وی ترڅوستاسوعقیدی صحح اوسالیمی پاتـــه شی ولی که تاســــود داسی مریضانوسره تعلقات لرئ اوتاسومریضان شی نووایاست به چـی زه ځـــــکه په دی مرض اخته شــــوم چی ماله دغـــــه مــــریض سره تعلقات لـــرل اوحالانکه داغلطه عقیده ده نودصحح عقیدی جوړولواوپه همدی صــحح عقیدی دپاته کیدوپه خاطرحضرت نبی ﷺ داسی وفرمایل فرمن المجــــذوم الــــخ ورنــــه په حقــــیقت کـــی هرڅــه دالله تعالی لخوادی خیروی اوکه شر دیادونې وړده چی دمسلمانــــــانولاندی رواجونه هم په بدفالی کی داخــــل اوناروادی لکه په نوی دوستـــــی کی له ډوډی خوړلونه ورسته دوستانوته لاس نه ورپریمنځل ،دخسرپه کورکی ناوې تردریوشپوپوری په ځنــخولی کی کښـــــینول چـــی اکثرلمنځونه ورنه قضاوی همدارنګه دقبرکندولوپــه وخت کی چی کرهان سره ووهــل شی وايـــي چی بل مړی کیږی همدارنـــګه خلګ وايي کلیانی مه اړوی جنګه یاغم پېښیږی اووايي مسافرتللی جارو مـه وهی مسافرته تاوان رسیږی اووايي وړوکی هلک په سرپه چپلاخه مــه وهی یتیم کیږی که څه هم په سروهنـه شرعــــاً ناجائــــزده همــــدارنګه وايي ددواختــــرونوپه منځ کی واده مــــکوی غــــم پيښیږی حالانکه دغه دشعیه ګانورواج ده اووايي په ســـــــپینه ټنډه ناوی مه راوړی مرګ یاغم جوړیـږی اوهمدارنګه په ډیروناویوبدفالی کیږی چی وايي ددی ناوی دراوړلوســره په کورکی غمونه دی ټنډه يي نشوه راپوری بختوره ماخــــذخلاصة الفقه والعقاید لهذا داټول ناروارواجونــه دی اوحــرام دی ځکه چی هرڅــه دالله تعالی لـه جانبه دی خیروی واکه شروی ترمختــــنیوشیـــــانو پوری هیــــڅ شی تعــــلق نلری بلکـــی تردغــوشیانوتعلق ورکول بدفالی ده اوبدفـالی په اسلام کـــی نشته بلکی علمأووورته شــــرک ویلــی ده الله دی مــونـــږله داسی عقایـــدو څخه وساتی . 

 
  1. د يو کم سل کسانو د يوه قاتل د توبې کېسه
  2. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  3. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  4. د پلاستيکي يا د ښايست د پاره عملياتو حکم څه دی ؟
  5. د په دارځړول شويوکسانود ژوند وروستۍ جملې
  6. د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
  7. د ژوند دردونکي
  8. د ښځو د تراويح لمونځ (قرضاوي)
  9. د ښځې او خاوند تر منځ د خوشحالۍ راز
  10. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  11. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  12. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  13. د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
  14. د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ
  15. د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟
  16. د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه
  17. دا ماشوم له خوراک کولو ډارېږي
  18. دابوجهل ، عتبه اوشيبه وژل کېدل
  19. داته كلن هلك اذان څه حكم دى؟
  20. داختردمونځ طريقه
  21. داخلاص فايدے په آخرت كښى
  22. داذان دكلمو دځواب څه دليل دى؟
  23. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  24. داذان ځواب په خوله واجب دى اوكه په عمل ؟
  25. داستاذ حقونه
  26. داستخاري دعا
  27. داسى به نۀ وى څوک چې ما ترې ستا تپوس اونه کړو
  28. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
  29. داسي هيوادچې ماشومان پکښې نشته ؟؟؟
  30. داسی ښکاره لکه چی ټول ارمانونه یی پوره شوی وی
  31. دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟
  32. دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه
  33. دانه يازخم باندې دم اچول ياچيچـلى شوى دمول
  34. داوبوڅكلو اداب
  35. داوداسه دعاگانې
  36. داوده كيد دوعا
  37. داولاد اسلامی تربیت
  38. داپریل پول په نوم دټوکوټکالوورځ لمانځي
  39. داچا خوښيږي نه چي کومه جوړه واغوند مه
  40. دباران غوښتولپاره دوعا
  41. دبالغ اولاداوخپلے ښځے دپاره قربانى کول
  42. دتاریــخ په اوږدو کــښی دافغــان پـــوځ پوځی ښونی اوروزنی ته یو ځغلنده نظر
  43. دتكبيرښې لوري ته اوداذان كيڼ لوري دهرومرو كولو هيڅ اصل نشته
  44. دتناسلي الې طبیعي اندازه
  45. دتيزي هوا دلگيدو په وخت دعا
  46. دجماعت دتكرارپه وخت به تكبيرويلاى شي اوكه نه ؟
  47. دجمعې لمونځ فرض دى . كه نه اودخطبې اوريدل يې څنګه دي .
  48. دجمعې په لمانځه كښې به تكبيرڅوك وايې هغه وخت چه اولنى اذان يوكس وكړي اودويم بل ؟
  49. دجنازی احکام
  50. دجنازې اوړلوکې پايو والا تابوت استعمالول صحيح دي که نه ؟
  51. دحج فضائل اومسائل
  52. دحديث تعريف او دحديث اقسام
  53. دخطبې داذان جواب:
  54. دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري
  55. ددواړوخطبوپه منځ كې لاس پورته كولوسره دعاغوښتل څنګه دي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User