{2}
مننه ورورجانه ستاسو
سخه راته وادی نه ویل چی ځما دواه ۲ ځمانو حق پری کیګی او که نه هغه واخت
کی ځما ځمانو سره موټر وه چی دوی به کار مخته پری بواه اوس هغه ده پخو موټر
هم نه ورکوی منندوی به مو وم الله پاک دی تاسو ته اجر درکړی
ستاسو ورور ناشناس افغانی
الاستفتاء ؛ یوتن وایې چې زموږ دوه اکا ګان زید
اوعمر سره شریکان ؤ په ګډو به يې دټیکداري کار کاؤ وروسته دزید دوه
زامن بشیر اوحامدهم لویان شوو اودخپل پلار اواکاسره یې په دي کارونوکې
ونډه اخسته اواوس څوکاله تیرشوو چې دبشیر اوحامد په ګډون ددنیا کار نوره
وده هم وکړه ، خومتاسفانه اوس زید اوعمر ویش اوتقسیم سره کوي نوزید ورته
وایې چې زما زامنو بشیر اوحامد ته به هم حصه ورکوو یا به له هغه مهاله
چې دوئ له موږ سره کار شروع کړی دی د تنخوا په حساب برخه ورکوو ، اوعمرو
له دي دواړو خبرو نه یوه هم نه مني ، اووایې چې ټول مال به دووبرخو ویشل
کیږي یوه به ستااوبله زما وي نواوس شرع مبارکه په دي اړه څه فرمایې .؟
مهرباني وکړئ موږ ته په دي اړه معلومات راکړئ . مولوي عبدالقادر چمن
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په
مذکوره صورت کې که حامداوبشیر په ځانګړي ډول په خپل شخصي مال دعقد په صورت
کې ورشریکان شوي نه وي بلکه هسي یې دپلار اواکاپه دنیا دهغوئ سره کار شروع
کړی وي ،اوخوراک اوڅښاک یې هم ددوئ سره وي نوبیا دوئ په دغه مال کې حق
اوحصه نه لري بلکه دوئ ددغه اکا اوپلار معاونین ګڼل کیږي .
البته لکه هغوئ چې احسان کړی دی دپلار اواکا سره نودوئ ته هم په کار دی چې بشیر اوحامد سره څه احسان وکړي اوهسي یې پری نه ږدي .
في الفتاوی الهندية
۳۲۹ /۲رشيديه ، أب وابن في صنعة واحدة ولم يکن لهما مال فاالکسب کله للا ب
اذاکان الابن في عيال الاب لکونه معينا له ألاتري انه لوغرس شجرة تکون
للاب وکذا الحکم في الزوجين اذالم يکن لهما شي ثم اجتمع بسعيهما اه ،
وفي شرح المجلة للاتاسي رحمه الله، المادة
(۱۳۹۸)ص(۳۲۰ )ج (۴)رشيديه ، قال في الفتاوي الخيريه قول علمائناأب وابن
يکتسبان في صنعة واحدة ولم يکن شیې سابق
لهما ثم اجتمع لهما قال يکون کله للاب اذاکان الابن في عياله هو مشروط کما
يعلم من عبارتهم بشروط منها اتحاد الصنعة وعدم ماسبق لهما وکون الابن في
عيال أبيه فاذا عدم واحد منها لايکون کسب الابن للاب ، الی أخره ،
و في الشامي ۲۲۵ /۴ / الاب و الابن يکتسبان في صنعة
واحد ة ولم يکن لهما شئ فالکسب کله للاب انکان الابن في عياله لکونه معينا
له ، الی أخره ، ومثله في الکا ملية ۵۰ والحقانية ۳۳۸ /۶
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.