Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 13, 2012

په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي



وديعت په لغت كې ترك او پريښودلو ته وايې يعنى دبل سره دساتنى پخاطر دشى ايښودلو ته وديعت وائې او په اصطلاح كې صريحاً او يا دلالتاً پخپل مال باندې دبل چا مسلطول د حفظ او ساتنى لپاره وديعت بلل كيږي  دوديعت ركن ايجاب اوقبول دى چى په عاقدينو كې يې عقل شرط دى او بلوغ ته اړتيا نه ليدل كېږي او ثبوت ئې په قران كريم او نبوى احاديثو سره شويدى : الله تعالىٰ  دامانت په اړوند فرمايې : امانتونه هغه چاته وسپارى چى څوك يې اهل وى او نبى كريم صلى الله عليه وسلم فرمايې : چاچې امين گڼلى يې هغه ته خپل امانت  وسپاره .
الف : دوديعت اړوند اصطلاحات :
مُودِع : ددال په زير امانت وركونكى ته وائى
مُودَع : ددال په زور باندى امانت اخستونكى ته وائې
ب : دوديعت مثال :احمد زيد ته وائې : داراديو واخله ماته يې وساته اويا داله تاسره امانت شوه دې عمل ته وديعت وائې ۰
۱= مودَع دامانت په ساتلو داسې مكلف دى لكه څنگه چى خپل مال ساتى او په هغه چابه ئې ساتى چى دده په عيال كې شامل او په ده ئې نفقه لازمه وى لكه دده ښځه ، زوى او مزدوريې
۲= كله چى دمودِع او مودَع ترمنځ اختلاف راشى مودَع ووايې ستا امانت ماسره له منځه لاړ اويا ما دركړ حال داچى مودِع وايې نه داسى نه ده نو دمودَع خبره د باوروړده ځكه چى دى په ساتنه باندې امين گڼل شوى دى
۳=كله چى دوه تنه ديو چا سره امانت كيږدى او دواړه ولاړشي ، وروسته يو راشي او خپله برخه وغواړى ده ته به ترهغى چى بل ملگرى يې نه وى حاضر شوى خپله حصه نه وركول كيږي ۰
دامانت دتاوانيدو حالات:په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
۱= هغه څوك چى امانت ورسره ايښودل شوى  دامانت ساتل پريږدى
۲= كله چى مودَع دامانت دهغه چا سره كيږدى چى دده په عيال كى نه وى او يا ورباندى خپل مال عادتاً نه ساتى
۳=كله چى مودَع دامانت مال استعمال كړي او گټه ترينه واخلى
۴=كله چى مودَع امانت مال خپل مال سره گډكړى چى تميزيې نه كيږي يا ئې تميز كول گران وى
۵= مودِع خپل مال دمودَع نه وغوښته او مودَع دهغى په سپارلو قادرؤ و خو وريې نكړاوهلاك شو نو مودَع يې ضامن دى
۶= مودَع دمودِع دساتنى له شرايطوڅخه مخالفت وكړى يعنى دهغه دټاكلو شرايطولاندى يې ونه ساتى ۰
۷=مودَع بى له ضرورته وديعه بل چاته په وديعت وركړه اوله هغه نه تلف شوه نو لومړى مودع ضامن دى ( او كه مودَع مال دچاسره ايښى وى بنا پر كوم ضرورت لكه چى دمودَع په كوركى اورولگيږي اويا داسى كوم بل ضرورت : بيانو دمال دخاوند دپاره ضامن نه دى مگر دابه هم په شاهدانو ثابتوى )
۱=كله چى مودَع دامانت مال خپل خاوند ته وركړى
۲= كله چى يودعاقدينو څخه خپل ژوند يا اهليت له لاسه وركړى
۳= كله چى دامانت مال مالك بل څوك وگرځي ( يعنى ملكيت يې انتقال ومومى )

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User