Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 13, 2012

ايا موندل شوى مال تاوان لري؟



لقطه ( موندل شوى مال)

لقطه په لغت كى موندل شوى مال ته وائي او په اصطلاح كى دنا معلومه مالك او غير مباح مال موندل لقطه بلل كيږي .
  دلقطې حكم : داشخاصو په اعتبار دلقطى حكم اختلاف لري چى ځنى وخت غوره ، مكروه او كله حراميداى هم شي چى تفصيل يې په لاندې ډول بيانيږي
۱= كه چيرى څوك پخپل امانت باوري وي او موندونكى مال خپل خاوند ته ساتلى اوور سپارلى شي بيا دموندل شوي مال تر لاسه كول ورته غوره او مستحب دى ځكه چى دادده د واجباتو څخه شميرل كيږي
۲= كه چيرى څوك په خپل امانت باورى نه وي او   ويره ورسره وى چى ځان ته يې مباح ونه گرځوم  بيا ورته د موندل شوى مال ترلاسه كول مكروه دى
۳ = كه چيرى يو چا پخپل ځان دخيانت  باور درلود او دايې نه گڼله چى دابه خپل خاوندته وسپارى بيا يې اخيستل حرام دى.

   لقطه يا موندل شوى مال دهغه چا سره چى موندلى يې دى امانت شميرل كيږي كه پرته له تيرى څخه هلاك شي تاوان نلري خوكه يې دتسليمولو څخه منعه وكړه بيا هلاك شو تاوان لري .
۱= دساكښ مالونوموندل :لكه دورك اوښ ، غوا، پسه اوداسې نوروڅارويو موندل .
 ۲= دغير ساكښو مالونوموندل ۰
دلقطى سره څه كول پكار دى ؟پيغمبر عليه السلام دلقطى دمال داعلانولو په هكله فرمايلى دى : عَرِّفْهَاسَنَةً .
ترجمه : يوكال پورى يې اعلان كړه ۰ نوبناء په موندونكى باندى لازم دى چى اعلان يې كړى ۰
داعلان څرنگوالى :دموندل شوي مال اعلان او غږ به په هغه ځايونو كې دځنو نښانو په بيانولو سره كوي چې ډير خلك پكى راټوليږي لكه بازارونه او دمسجدونو دروازى او اعلان به خپله موندونكى اويا د موندونكى نائب كوي
الف : كه چيرى په دښته كې دا بادى څخه وړاندې پسه (گډ) وموندل شي خوراك يې روادى
 ب : كه چيرى موندل شوى مال دپسه پرته بل شى وي چى هغه داهميت وړوى ، پوره يو كال به اعلانيږي ځكه رسو ل الله صلى الله عليه وسلم دداسې موندل شوي مال اعلانول يو كال ښودلى دى
 ج : كه چيرى موندل شوى مال حقير يا نا چيزه وي يعنى دغله لاس ورباندې نه پرى كيږي هومره ورځي به اعلانيږي چي څومره موندونكى ته مناسبى ښكارى .
 د : كه چيرى ډير نا چيزه شى وى لكه يو دانه خرما اويا ددى پشان نور پرته له اعلان څخه دى وخورى ۰
داعلان ځاى : دموندل شوي شى اعلان به په بازارونو ، جوماتونو دروازو او د خلكو ټولنځايونو كې كيږي ۰
داعلان اجوره:داعلان مصارف هغه چى اخبار ، تلويزون او راديو ته وركول كيږي موندونكى شخص به يې گالي ، ځكه دادده دواجباتو او ښيگڼو څخه شميرل كيږي .
دمالك له لورى به موندونكى ته داسى نښه ويل كيږي چى په هغې باندى دنوروڅخه جلاكيږي لكه دبوجى دخولى تار ، وزن ، شمير او داسې نورى نښي او يا داچى شاهدانو باندى يې ثابت كړي چى دادهمده دى .
دموندونكي دمالك كيدو حكم :
الف : كه چيرى موندونكى بډاى او غنى وي دموندل شوي مال نه ورته گټه اخيستل رواندي بلكه فقيرانو ته به يې خيرات وركوي برابره خبره ده چى پردوته يې خيرات وركوي او كه خپلوانو ته اگر كه پلار ، مور ، ښځه او يا يې زوى  اولور وي ځكه چى داپر دى مال دى ، پرته دهغه له خوښي څخه ورنه گټه اخيستل جوازنلري
ب : كه چيرې موندونكى غريب وي بيا  ورته گټه اخيستل روا دي  گواكې داسې ده لكه چې په ځان يې خيرات كړى وى ۰
ج : كچيرى وروسته له خيرات يا گټه اخيستلو څخه دهغه مالك پيداشو ، دخيار خاوند دى كه همداسې خيرات يې پريږدي نو ده ته به يې ثواب رسيږي او كه له موندونكى څخه تاوان اخلي او يا دا غوره گڼى چى له هغه غريب څخه يې ترلاسه كوي كوم ته چې خيرات وركړل شوى ،كه چېرې هغه غريب پيدا كړي۰


  1.  
  2. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  3. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  4. د تراويح د لمانځه فضيلت
  5. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  6. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  7. د حضرت زينب په هكله معلومات
  8. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  9. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  10. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  11. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  12. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  13. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  14. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  15. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  16. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  17. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  18. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  19. د روژه ماتي اصول
  20. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  21. د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب
  22. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  23. د روژې روغتيايي ګټې
  24. د روژې مادي او معنوي ګټې
  25. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  26. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  27. د روژې په اړه ۷۰ مسلی
  28. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  29. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  30. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  31. د روژې کولو نيت
  32. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  33. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  34. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  35. د ســـبا اتلان
  36. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  37. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  38. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  39.  
دښكار دپاره څو خاص شرطونه مقرر دى چى بايد په نظر كى ونيول شي
سوال :-ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی په دی نیت چی زمابــچی پیـداشی اویامیخونه ټــکوهی په دی نیت چی زما مراد حـاصل شی داعمل ترکومه حده نــاجائــزده ؟
سوال :-بعضی خلګ قبرونوته ورځی اوطواف پری کوی (پـری راګرزی)په شــریعت کی ددی عمل څه حکم ده ؟
سوال :- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
د غير مسلم د لاس خواړه
د کمپنۍ او شرکت نه د سوغات اخيستل څه حکم لري ؟
سوال :-ځنې خلګ دجمعی په شپه په بعضی زیارتونوچراغونه لګوی ددی عمل حکم په شریعت محمدی ﷺ کی څنـــګه دی
سوال :- بعــضی خلــګ قبـــــرونه پــخـــوی اوځــنی ګــــنبدی پــری جـــوړوی اوڅوک کټاری پری لګوی دشریعت له نظره ددی عمل حکم څه ده ؟
د افغانستان تاریخی پیسی لوټونه او روپی
که د ذهني ستړتيا سره مخ يې نو ويې لوله
سوال :-په زیارتوجنډی درول څنګه دی
ددواړو جهانو دشهزادګۍ دجنت دښځو دسردارې حضرت فاطمې رضى الله عنها واده
دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده
دښځوزیارتونوته تلل دشرعت له نظره
سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی داعمل څنګه ده ؟
سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی په یوټاکلی وخت خیراتونه کوی لـــکه اول ،دریــم ،اووم اوکلـنۍ (تلنه)دشـــریـعت لـــه نګاه ددی عمــــل څه حکم ده ؟
وليمه (د واده خوړه دشريعت له نظره)
د ازموينې پۀ ورځو کې بايد څۀ وخورو؟
د ماؤسونو جالبې او پۀ زړۀ پورې نمونې
څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو
د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
دشپی له خوامعزورشی اوبیا د سهارله خوا د کوم ضرورت له امله ونه شی کولای چی غسل وکوی نونوموری به خپل لمونڅ چه ډول کوی
سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی ولوکه مخته هم تعزیه کړی وی ایاداعمل جائزده اوکه ناجائز
تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاعت کی تردریوورځو پوری ناست وی اونورخلګ ورته راځیایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User