احكام الصيد (دښكار مسائل )
دالله تعالىٰ دپاكو او حلالو نعمتو نو څخه يو
ښكا ر كول دى چى حكم ئې مباح دى البته دښكار دپاره څو خاص شرطونه مقرر دى چى بايد
په نظر كى ونيول شي كه دښكار حيوان داسى ؤ چى غوښه يې حلاله او دخوراك نه وه ښكار
يې ددى شرطونو په مراعات حلال دى
۱=ښكار به يې دهغه دشر ددفع كولولپاره وي (
لكه چى قتل يى هم په دى منظور روا دى )
۲=ښكار به يې دهغه دوجود دهغوبرخو نه چى
استفاده ترې رواده داستفادې په خاطر وي ( لكه غاښونه ، ويښتان ، وژغنى ، پوستكى ،
بڼكى او داسى نور ) او كه د ښكار حيوان داسى ؤچى غوښه يى حلاله او دخوراك وه نو
دښكار كولو او دښكار په سبب يې دغوښودخوړلو دحلالوالى دپاره لاندينى شرطونه بايد
په نظركى ونيول شي
۱= دښكار حيوان به طبعى وحشى وى ( لكه هوسى ،
سويه او داسى نور) نو هغه حيوان چى خلقًااهلي وي لكه اوښ ،غويې ، پسه او داسى نور
دغشى په ويشتلو يادتورې يانزى په وهلو نه حلاليږي ترڅو چى ذ بحه نشى او نه يې ښكار
كول روادي.
۲=دښكار
حيوان به دپښو يا وزروپه وسيله ددى قدرت
لري چى وتښتى او ځان له مرگه خلاص كړى ( نو داسى حيوان چى په پښو گو ډوي چى دځان
دخلاصولو طاقت نلري ، يا داسى مرغه چى وزر يې مات وي او ځان نشى خلاصولى په غشى او
داسى نورو يې ويشتل روانه دى او كه ويې وولى او ددغو ويشتلو په سبب دذبحى نه پرته
مړشي نو مردار دى خو راك يې روانه دى داسى
حيوان بايد ونيول شي او ذبح شي )
۳= دښكارحيوان به له حشراتو (خزندگانو
لكه،مار،لړم چينجى ،ميږي ...) څخه نه وي
۴= دښكارحيوان به
دښكار كولو په سبب هله حلال شي چى دښكار ي دوررسيدلونه دمخه يې ساه ختلى وي او يا
دساه ختلو په سلگو او تر پكوكى وي ( نو كه ښكاري ورورسيداوپه ښكاركى دومره ساه وه
چى څو ساعته ژوندى پاتې كيدى شي نو په كار ده چې ذبحه يې كړي او كه پرې يې ښود
ترڅو چې څوساعته وروسته مړ شو نو دغه ښكار مردار شو خوړل يې روانه دى ۰
۱= ښكارى به داسى مسلمان وي چې بېخې بى سده لېونى
نه وي او يا به له اهل كتابو څخه وي (نو دمعتوه او غير مميز چى بسم الله يې ياده
وي ښكار روا او حلال دى ) دبى دينه بى كتابه كافرانو ، ملحدانو او مرتدانو ښكار
خوړل جواز نلري۰
دښكار كولو دالى شرطونه:كه دښكار كولو اله جامده وه ( لكه غشى
،نېزه ) نوشرط دي چى
۱= په ښكار باندې دواركولوسره سم به پر ې
تسميه ( بسم الله ، الله اكبر ) ووايې نوكه دواركولو سره سم يې قصداً تسميه ترك
كړه ولو كه وروسته يې وو ايې هم ، هغه ښكار چى دذبحى نه په غير دجرحى په سبب مړشوى
وى حلال نه دى نه به يې خوري او كه په هيره ترى پاتى شوه نو ښكار يې حلال دى ،
دلته بايد په دى هم پوه شو چى كه په يو حيوان يې وار وكړ او دوارسره مقارن يې
تسميه وويله نو كه دښكار اله دهدف نيولى حيوان پر ځاى په بل حيوان ولگيده هم حلال
دى
۲= حيوان به دالى دتيغ په تيرو يا په نوك
لگيدلى وي ( نو كه په څټ يا په عرض يى ولګېداومړشو مرګ به يى دثقل له امله وي
خوراك يى حلال نه دى همدارنګه كه په همسايى وواهه يايى په گولى يا نيزه وويشتو
اومړ شو مرگ يى دثقل له امله دى او خوراك يى حلال نه دى )
۳= دښكار دآلى په لگيدلو به حيوان زخمى شوى
وي ( نو كه زخمى شوى نه ؤ مرگ به يى دثقل له امله گڼل كيږي او حلال نه دى )
۴= دابه يقين وي چى ښكار شوى حيوان دهمدغى
آلى دزخم په سبب مړ دى نو كه په قتل كى ورسره دبل سبب دگډون شك پيدا شو او دا
ثابته شوه چى دمرگ سبب يى دښكار دآلى زخم نه بلكى هغه بل سبب دى ( مثلاً : چا ښكار
وويشت او ژوندى ؤ چى په اوبو كى ولويد او ډوب شو نو داشك پيداشو چى دمرگ سبب به يې
دغشى ويشتل وى اوكه په اوبو كى دسابنديدل ياداچى هوسى يى وويشته دپاڼ نه ښكته
پريوته په غره كى ورغړيده نو شك پيدا شو چى دمرگ سبب به يى دپاڼ نه پريوتل وي يا
په غره كى رغړيدل او كه دغشى زخم په دواړو صورتونو كى حلال نه دى البته كه ښكار ي
په داسى حال كى ورورسيد چى ښكار لاژوندى ؤ او ذبح يې كړنو بيا ذبحى سره حلال شو.
اوكه دښكار آله له جوارحو:
(ښكار
كوونكو حيواناتو لكه سپى ،شرمښ اوداسى نور داړونكى حيوانات لكه باز ، باښه يا نوروښكار
كوونكومرغانو ) څخه وه نودښكار دحلالوالى شرطونه يى دادى :
۱= ښكار
كوونكى حيوان به تعليم يا فته وي (سپى او نور داړونكى حيوانات هله تعليم يافته گڼل
كيږي چى دخاوند په بلنه دخاوند تر څنگه راشى او كه ښكارونيسى نو بى له دې چى څه
ترى وخورى خاوند ته يى ساتى كه ښكاريى تردرى كرته ونه خوړ او خاوند ته يې وساته نو
دغه حيوان تعليم يافته گڼل كيږي او ښكاركوونكى مرغه به هله تعليم يا فته گڼل كيږى
چى دخاوند په بلنه تردرى بلنو پورى بى څه طمعى په تشه بلنه دخاوند په لوري راشى (
كه په دريمه بلنه ورته راغى معلم دى ولو كه په اوله او دوهمه بلنه نه وي راغلى ) البته
په مرغه كى دښكار ساتنه اونه خوړل شرط نه دي
۲=كله چى ښكار كوونكى ساكښ ( سپى ، باښه
اوداسى نور) په ښكار پسى خوشى كوي نو شرط دى چى ښكاري پرې په خپله دخوشى كولو سره
سم ( بسم الله ، الله اكبر ) ووايى) نوكه سپى،با زاوداسى نوردخاوند له خوا په ښكار
پسى خوشى شوى نه ؤ يايى پرې دخوشى كولوپه وخت كى تسميه نه وه ويلى نوكه ښكار يې
ونيواودخاوندله ورسيدلو دمخه يى وژلى ؤ خوړل يى روانه دي البته كه خاوند يى په
داسى وخت كى ورورسيدچى لاژوندى ؤ او ذبح كړنو په ذبح سره پاك او حلال شو او كه
ښكارى ښكار كوونكى حيوان په يو ښكار پسى خوشى كړ او تسميه يى پرې وويله نو كه ښكار
كوونكى حيوان هغه ښكار په كوم پسى چى خوشى شوى ؤ نه ؤ نيولى اوبل يې نيولى ؤهم
حلال دى
۳ = كه ښكار كوونكى حيوان داړونكى ؤ نو شرط
ده چى ښكار شوى حيوان به يى زخمى كړى وي نو كه حيوان يى زخمى كړى نه ؤ په خفه كولو
ي وژلى ؤ خوړل يى روانه دي اما كه ښكار كوونكى جارح مرغه ؤ نو كه ښكار يى په ثقل
ياخفه مړكړهم حلال دى يعنى دښكار جرحه كول په الوتونكو جارحه ؤ كى شرط نه دى ۰
همدارنگه دابه معلومه وي چى ښكار هم دغه معلم ښكار كوونكى نيولى دى نو كه شك پكى
پيداشو يا يقينًا ثابته شوه چى ښكار اصلابل حيوان نيولى او وژلى دى نو بيا به يى
نه خوري ( مثلاً: يوچا سپى په ښكار پسى خوشى كړ چى ورغى نوورسره بل سپى هم دښكار
ترڅنګه موجود ؤ نو هلته دااحتمال شته چى ښكار به دغه بل سپى نيولى وي نوكه ښكار
مړؤ خوراك يى روانه دى اوكه ژوندى ؤ ذبحه به يى كړى په ذبحه به حلال شى)دټوپك په
ګولى او چرو دويشتل شوى حيوان په هكله اصل دادى:چى كه ښكار شوى حيوان لوى ؤ او
داگمان نه كېدو،چى دگولى يا چرو ثقل دهغه دمرگ سبب شوىدى نو مرگ يى دجرحى په سبب
متيقن دى او بى شكه حلال دى او كه ښكار شوى حيوان وړوكى او كمزورى ؤ ( لكه چنچڼه
اوداسى نور) نو كه مرگ يى يقينًا دجرحى په سبب وبلل شو حلال دى اوكه شك پيداشو چى
په ثقل به مړوي اوكه په جرح، يايى په ثقل مرگ يقينى ؤ نو بيا حلال نه دى .
۱= ذكر، فرج ، مثانه ،
غدود، حرام مغز، خصيتين ،تريخى ( البته په ځنى روايتونوكى تريخي ته مكروه تنزيهى
ويل شويدى ) بهيدونكى وينه ، باقى ټول څيزونه حلال دى لكه دلرى او كُلمو۰۰۰ خوراك .
- د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
- د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
- د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
- د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
- د نوروز لمانــځل حـرام دي
- د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
- د هغو علماء کرامو لپاره چې دغه کتابونه نه لری او يا د اخيستلو وس نلری وړاندی کوو
- د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
- د يتيمانو حقوق
- د يس د مبارکې سورة ژباړه او لنډ تفسير
- د يو کم سل کسانو د يوه قاتل د توبې کېسه
- د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
- د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
- د پلاستيکي يا د ښايست د پاره عملياتو حکم څه دی ؟
- د په دارځړول شويوکسانود ژوند وروستۍ جملې
- د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
- د ژوند دردونکي
- د ښځو د تراويح لمونځ (قرضاوي)
- د ښځې او خاوند تر منځ د خوشحالۍ راز
- د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
- د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
- د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
- د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
- د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ
- د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟
- د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه
- دا ماشوم له خوراک کولو ډارېږي
- دابوجهل ، عتبه اوشيبه وژل کېدل
- داته كلن هلك اذان څه حكم دى؟
- داختردمونځ طريقه
- داخلاص فايدے په آخرت كښى
- داذان دكلمو دځواب څه دليل دى؟
- داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
- داذان ځواب په خوله واجب دى اوكه په عمل ؟
- داستاذ حقونه
- داستخاري دعا
- داسى به نۀ وى څوک چې ما ترې ستا تپوس اونه کړو
- داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.