Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 14, 2012

د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه



 

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی زما امت ته دوه امانه اعطا کړي دي يو داچې تر څو زه په امت کې يم نو په امت به غذاب نه راځي زما د وفات نه پس استغفار دی چې کله مې په امت کې استغفار او توبه وي په دوی به غداب نه راځي دغه مطلب په قرآنکريم کې په سوره انفال کې داسې بيان شوی دی :
وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ( انفال ۳۳ ) .
ژباړه : او الله به دوی ته هيچکله عذاب ورنه کړي (حال داچې ) ته د دوی په منځ کې اوسئ ،او الله به دوی ته هيچکله عذاب ورنه کړي حال داچې دوی بخښنه غواړي .
 
شيخ ابن قيم (رح) د استغفار د بيان وروسته ديوه عارف قصه بيانوي چې د شيطان يا نفس اماره په لمسون په غلطه لار روان ؤ هغه ليکي چه :
هغه عارف له يوې کوچې تيردلو ګوري چې له يوی دروازې څخه يو ماشوم په ژړا او جغو را ووتلو او موریې ورپسې ده او هغه يې له کور ويستلو او دروازه يې ورپسې ټينګه کړه .
ماشوم په ژړا او جغو تر يوځای پورې لاړ او هلته ودريدلو او په سوچ او فکر کې شو چې ما به بغير له خپل مور او پلار بل څوک له ځانه سره وساتي ، ماشوم په مات زړه د خپل کور په لورې بيرته را روان شو او د خپل کور دروازی ته راغی کوري چې دروازه ټينګه ده نو د دوازي په چوکات يې خپل سر ولګولو او چملاستو په دې حالت کې خوب ورباندې راغی کله چې مور راغله هغې دروازه بيرته کړه او خپل بچۍ يې په دوازه باندې سر لګولی پروت وليد نو د مور زړه راډګ شو او مينې ولولې يې په جوش راغلی او له سترګو يې اوښکې رواني شوی او خپل بچۍ يې په سينه پورې ټينګ کړ مينه يې ورسره وکړه او ورته يې وويل :
بچيه ! تا وليدل چې دې ما نه بغير ستا د پالنې بل څوک نشته .
ستا د نادانۍ او نافرماني لاره اختيار کړه زما زړه دې ناراضه کړ اوغصه دې راوستله چې هغه ستا د پاره زما په فطرت کې نشته .
زما د فطرت د مورنۍ مينې تقاضا خو داده چه زه ستا سره مينه وکړم او تاته آرام او راحت ورسوم ستا د پاره هر ډول خير او نيکي غواړم .
هغې عارف دا ټوله ماجرا وليده او له هغه يې عبرت واخيست .
په دې قصه باندې د غور کولو په وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک په ذهن کې وساتئ :
الله ارحم لعباده من هذاه بولدها قسم په الله تعالی د الله د خپلو بندګانو د پاره ددې نه زياته مينه او رحم څومره چې ددی بچي سره د خپلې مور ؤ .
څومره بدبخت او محروم دی هغه بنده چا چې د نافرمانۍ لاره غوره کړه او د داسې رحيم او کريم پروردګار له رحم نه يې ځان محروم کړ او د هغې قهر او غضب يې را وپارولو حال داچې د توبې دروازه دده د پاره خلاصه ده .
او د هغې طرف ته د قدم اخيستونکی د الله تعالی هغه مينه حاصلولی شي چه هغه په مقابل د مور د مينې کې هيڅ شی هم نه ده .
الله تعالی دې مونږ ته ددی حقايقو فهم او يقين په نصيب کړي 


  1.  
  2. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  3. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  4. د تراويح د لمانځه فضيلت
  5. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  6. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  7. د حضرت زينب په هكله معلومات
  8. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  9. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  10. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  11. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  12. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  13. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  14. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  15. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  16. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  17. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  18. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  19. د روژه ماتي اصول
  20. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  21. د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب
  22. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  23. د روژې روغتيايي ګټې
  24. د روژې مادي او معنوي ګټې
  25. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  26. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  27. د روژې په اړه ۷۰ مسلی
  28. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  29. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  30. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  31. د روژې کولو نيت
  32. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  33. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  34. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  35. د ســـبا اتلان
  36. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  37. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  38. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User