Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 14, 2012

پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟


 دهډوال ویب پاڼی ټولو چلوونکو ته:

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

محترمو، ستاسو سایټ ډیر محترم او د منلو وړ سایټ دی الله نوره کامیابی هم پدی برخه کی درکړی.

محترمو زه یوه پوښتنه لرم ، پوښتنه می داده چی شیخ الحدیث چاته ویل کیږی مکمل تعریف یی راته وکړی. نور مو وخت نه نیسم په الله مو سپارم

ستاسو دکامیابی په هیله
 -------------------------

پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
دا پوښتنه می ددی په خاطر وکړه چی زما یو انډیوال دی په احادیثو کی زما ورباندی ډیر یاد دی خو هغه ته شیخ الحدیث وایی چی د عمر په لحاظ هم تر ما ډیر کشر دی. وسلام ستاسو دعلمی ځواب هیله

الجواب و هو الملهم للصواب  : 


الجواب  محترمه ! يو د موجوده زمانې حال دئ  کوم  چي هر سړئ د هر کامِل صفت او ښه نامه مُدعي دئ  ، ټولي مُعاملې د خولې په ادعا او غومبر تر سره کيږي ، هر سړئ ځان عالم ، مولوي ، علامه او شيخُ الحديث  بولي  .  پخوا به په علمآؤ کښي په سلو کښي څلور يا پنځه مُدرِّس علمآء وو ، او بيا په مدرسينو کښي به جامع عالم بيخي لږ پيدا کيدئ ، اوس چي يو څوک دستاربندي وکړي نو سمدستي استاذالکل ، جامعُ المعقول والمنقول دئ  ، که د آيت تفسير په غلطه طريقه کوي نه په شرميږي ، که د حديث الفاظ غلط وايي او معنی يې غلطه کوي دا عَار نه بولي ، که طالب ته په دروغو سبق وايي پدې نه شرميږي ، او که پر ممبر باندي په خطبه او نصيحت کښي درواغ وايي پروا نه په کوي  ، که چا ته غلطه فتوا ورکوي هيڅ عيب يې نه بولي  .
او دغه د بېشرمۍ کارونه داسي نه دي چي په سهو او خطا له خلګو څخه صادريږي ، بلکي بالمشاهده ما ډير ليدلي دي چي ښه پدې پوهيږي چي ددغه حديث يا ددغه آيت په معنی زه نه پوهيږم ، يا دغه سبق چي زه و طالب ته وايم غلط دئ ، خو پر دې سربيره په قصد سره دا کارونه کوي ، او دا ډير لوۍ عيب ګڼي چي په کوم ځائ نه پوهيږي د هغه له يو بل عالِم څخه پوښتنه وکړي  .
يو چا ماته تليفوني خط راليږلئ ؤ چي زه هم أبوالفضل يم  ! ! !  ما ورته وويل چي وروره ! أبوالفضل کيدل پخوا ډير مشکل کار ؤ ، زه چي په کومه معنی أبوالفضل سوم نو په هغه وخت کښي پنځوس کاله ځما تر وجود له مخه لا ممکن هغه معنی په چا کښي نه وه موجوده سوې ، اوس چي ته وايي چي زه أبوالفضل يم نو پدې کښي شک نسته ؛ ځکه چي أبوالفضلان اوس لکه شيطانان د خره له انګاري څخه پيدا کيږي ، نو له يوې انګاري څخه بې ته هم پيدا سوئ يې  .
دا خو د زمانې حال دئ  !!!!
خو کومه چي أصلي حقيقي او علمي خبره ده  نو علمآؤ ذکر کړيدي چي د حديثو علمآء څلور قسمه دي :
اول محدث يا شيخُ الحديث دئ ، کوم چي د أکثرو علمآؤ په قول و هغه ته ويل کيږي چي پر مسند د درس باندي ناست وي ، او د أحاديثو تعليم و خلګو ته کوي  ، او ځينو محققينو  علمأؤ ويلي دي چي تر هغه پوري يو څوک شيخُ الحديث نسي بلل کيدلائ تر څو چي شل زره أحاديث يې متنًا او سندًا په ياد نه وي   .
دوهم «حُجّةُ الــْحَديث» دئ  ، دا و هغه شخص ته ويل کيږي چي درې لکه أحاديث يې سندًا او متنًا په ياد وي   .
دريم «حافظُ الحديث » دئ  ، دا هغه څوک دئ يو لک أحاديث يې سندًا او متنًا حفظ وي  .
څلرم  «حاکمُ الحديث» دئ ، حاکم هغه څوک دئ چي ټول حديثونه يې متنًا او سندًا ، جرحًا او تَعدِيلًا په ياد وي   .    [تلخيص البخاري ج ۱ ص ۲۳    ]  . 

منبع : بینوا

 

  1.  
  2. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  3. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  4. د تراويح د لمانځه فضيلت
  5. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  6. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  7. د حضرت زينب په هكله معلومات
  8. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  9. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  10. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  11. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  12. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  13. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  14. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  15. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  16. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  17. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  18. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  19. د روژه ماتي اصول
  20. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  21. د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب
  22. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  23. د روژې روغتيايي ګټې
  24. د روژې مادي او معنوي ګټې
  25. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  26. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  27. د روژې په اړه ۷۰ مسلی
  28. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  29. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  30. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  31. د روژې کولو نيت
  32. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  33. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  34. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  35. د ســـبا اتلان
  36. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  37. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  38. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  39.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User