Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 19, 2012

د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟

}2{


اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
هډوال صاحب ډیره مننه کوم له تاسی نه چی د ټولنی د اصلاح او خدمت لپاره مو رادانګلی او اسلام ته لوی خدمت کوی
هډوال صاحب زه یوه پوشتنه لرم هیله ده چی جواب به راته راکړی
پوښتنه داده
نیکټایی د اسلام له نظره څنګه ده او څه حکم لری روا ده که نه او هم دریشی اغوستل څه حکم لری هیله ده چی بشپړ ځواب به راکړی 

شاه وزیر کاکړ
 
}1{
 
سلام زما پوښتنه دا ده  چی د نیکټایی اچول حرام دی او که څنګه که پدی هکله ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړی په درنښت – حکيم الله
ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم 
د نيکټايې په اړه د نړې د معاصرو فقهاؤ راجح قول دا دی چې د نيکتايي اچول د مسلمان د پاره جايز نه دي ځکه نيکټايي د کافرانو خاص نښان او لباس دی او خاص کافرانو ته مخصوص دی  ، مسلمان بايد د کافر هم مثله ځان جوړ نه کړي بلکې د کافر سره په صورت او سيرت کې فرق ولري .
نيکټايي اصلاً د کفارو خاص لباس او نښان ؤ چې وروسته په ضعيفو مسلمانانو کې رواج شو ، له بده مرغه په ننی عصر کې په مسلمانانو کې د کفارو تقليد مخ پر زياتيدو دی کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
موقع اسلام السوال و جواب لیکی :  نيکټايي  د کفارو خاص لباس او خصلت دی مسلمان  به د کفارو داسې لباس نه اغوندې چې هغه د کفارو خاص خلصت وي ، مسلمان به تر خپله وسه د هغه له اغوستلو ځان ساتي خو فرضاً که هغه ته مجبور شو نو بيا باک نه لري  ان شآء الله  )اسلام سوال وجواب ( .
الشبکة اسلامية : ليکي : په غرب کې اصلاً نيکټايي اغوستل  يو رمز دی د ميړه  اطاعت له خپلې ښځې څخه او دا لباس کافرانو ته خاص دی او ددې لباس اغوستل د کفارو سره په مشابهت يا تشبه کې دا خليږي کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي ) و من تشبه بقوم فهو منهم ( رواه  احمد و ابوداود . ) الشبکة اسلامية ( .
مسلمانانو ته مو دا پيغام دی :چې د مسلمان د پاره  مناسبه نه دی چې په اسلام باور ولري او بيا په غاړه کې د کفارو نښان واچوي .
ځنو خصوصي مکاتبو ته مو دا پيغام دی چې زمونږ معصومو اطفالو او ماشومانو ته د کفر نښان په غاړه کې مه وراچوﺉ او هغوی په دې ناولي لباس مه بدرنګوي .

آن لاين اسلامې لارښود


الجواب حامداومصلیا وبعد: محترم وروره دټایې اوپتلون په هکله دعلماؤاختلاف ده ځیني علماء وایې چې ټایې دعیسایانو مذهبي شعاردی لمړی به عیسایانو دصلیب  نښان په غاړه کول اوس دهغه په ځای متبادل ټایې اچوي چې په حقیقة کې دصلیب  دنښان  په څیرګڼل کیږي   ، لکه احسن الفتاوی ۳\۴۲۹ مخ کې راغلي  چې دادنامسلمانومذهبي شعاردی اوله داسې  لباس سره لمونځ  مکروه تحریمي دی . مترجما وملخصا
اوځیني نورعلماء بیاوایې چې تراوسه نه ده ثابته شوي چې دادعیسایانومذهبي شعاردی لکه  په تقریرترمذي ۲\۳۳۲  کې علامه تقي عثماني صاحب لیکې چې دپوره تلاش اومطالعي وروسته مي بیاهم ددي ماخذ اودلیل ونه موندل چې  ټایې دصلیب نښان ثابته کړي  ،دلباس اوجاموپه اړه چې  څومره کتابونه لیکل شوي  دي بیاهم دټایې په اړه مې کوم مضمون ترنظرنه دی تیرشوی نوترڅوچې یې حقیقت پوره واضح نشې زه یې دنصاراؤ مذهبي شعار په وجه دحرمت له حکم څخه ډډه کوم  الخ مترجما وملخصا   .
په هرصورت دایوه ښکاره خبره ده چې ټایې  دیوه مسلمان قوم لباس نه ده ،خوکه دعیسایانومذهبي شعارشې نوپه غاړه کول یې حرام دي  پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایې : من تشبه بقوم فهومنهم الحدیث مشکوة ص\۳۷۵ ژباړه ځوک چې دیوه [نامسلمان ]قوم سره ځان ورته کوي نوداتن په هغوئ   کې ګڼل کیږي :
په یوه بل حدیث کې راځې : چې الله تعالی یوه پیغمبرته وحی وکړه چې  خپل قوم ته ووایه چې زماددښمن داوسیدوسیمي ته به نه ورځئ ،زماددښمن دلباس اوجاموپه څیربه جامي  نه په غاړه کوئ اوزماددښمن په سوارلیوبه نه سوریږئ ، اونه به دهغوئ په ډول خوراک کوئ اوکه مودهغوئ په  ډول داکارونه وکړل نوتاسوبه هم ددوئ په څیززموږ  دښمنان  شئ .  الزواجر عن اقتراف الکبائر لابي بکرالهیثمي رحمه الله   ص۱\۱۱ فتاوی الرحیمیه ۱۰\۳۳۱
اوکه یې مذهبي شعارنشې نوبیاهم دسخت ضرورت اواړتیاپرته یې اغوستل مناسب نه دي ،ځکه مسلمان بایددمسلمانانولباس استعمال کړي ، دمسلمانانو لباس سره له دي چې  دانسان دوقار اوعزت ساتونکی دی  دنړۍ دهر قوم دلباس نه غوره اومعقول لباس هم دی  چې په دي باندي دنامسلمانوقومونوهم اعتراف دی  .
في فتاوی الملتقط ص\۲۴۵ لووضع علی راسه قلنسوة المجوسې یکفر   الخ ومثله في الهندیه  وتتارخانیه وغیرها
وفي الزواجر ۱\ ۱۱ وفتاوی الرحیمیه۱۰\۳۳۱ اوحی الله الی نبی من الانبیاء ان قل لقومک لایدخل مدخل اعدائې ولایلبس ملابس اعدائې ولایرکب مراکب اعدائی  ولایطعم مطاعم اعدائې فیکون اعدائې کماهم اعدائې    .

والله تعالی اعلم


  او داچې په ځينو دولتي ادارو ، دفاترو ، دښونځي او پوهنتون د زده کونکو لپاره کورتۍ او پتلون اغوستل لازم ګر ځول شوي ، تفصیل دلته وګورئ

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User