Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 19, 2012

د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?



زما پوښتنه د شغار په باره کی ده آیا په اسلام کی شغار شته دی او کنه؟ که وی نو دلیل سره یی واضح کړی او که نه وی نن ورځ په افغانستان کی ولی عام رواج ګرځیدلی دی او  حال دا چی خلک یی له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړی دی او هغه زنانه چی دوی په بدل کی ورکول کیږی هغو ی هم د ژوند تر پایه پوری ناراضه او له ژوند نه بیزار وی  .
 
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: وروره ستاسو دپوښتني ځواب  باید لمړی له دي ځایه واضح کړم  چې شغار دي ته  وايې : چې یوتن دبل سړي لور یاخور په دي ډول په نکاح کړي چې دغه تن بیاخپله لور یاخور هغوئ ته ورپه نکاح کړي  نوله دوئ نه هره یوه نجلۍ دبلي  مهروګرزوي  .
او اوس دشغار حکم درته بیانؤو .
شغار دمنعي په هکله  صریح حدیثونه راغلي  ، فقهاؤ لیکلي دي چې شغار مکروه  دی ،اونکاح صحیح کیږي ، البته  دشغار په صورت کې  منعقده شوي نکاح کې   دهمدغه منکوحو لپاره په خاوندانو مهرمثل لازم ګرزي  .

اوپاته شوه دا خبره چې شغار په افغانستان کې عام  ګرزیدلی دی ،نوداخبره سمه  نه ده ځکه دشغار صورت تاسوته معلوم شوو چې مطلق یوه نجلۍ  دبلي نجلۍ مهروګرزوي  ، بعینه داصورت په وطن کې نشته ، بلکه هغه  علماء چې دهمدي ډول نکاح  عقدکوي نوپه همدي مهال  ضرور مهرونه متعین کوي ،که څه هم اقل مهر وي  .
اوپه ځینو سیموکې بیاددغه مهر په مقابل کې پلار یاورور نجونو ته  د کورسامان  اخلي چې دایې په مهر کې حساب وي  یادغه دکور سامان  دمهردمقاصاة [ادا په اداکیدل ] په ډول وي  .
اوکه چیرته شاذا  بعینه دشغار صورت واقع شوی وي نوهلته  خومهر مثل په زوج باندي لازم دی  خوکه میرمن یې خاوند ته ددغه مهر مثل عفوه  وکړي نوبیا هم دغه کراهیة  له مینځه ځې  .
 في المشکوة ۲\۲۹۲ عن ابن عمر رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن الشغار والشغار ان یزوج الرجل ابنته علی ان یزوجه الآخر ابنته ولیس بینهماصداق  . متفق علیه 
قال الشارح الغورغوشتوي رح : ووجه قول ابي حنیفة رح ومن وافقه ان کلا منهما سمی مالایصلح صداقا فیصح النکاح ویلغوالتسمیة لعدم صلاح البضع صداقا ویجب مهرالمثل کمااذاتزوج وسمی الخمر اوالخنزیر اوتزوج بشرط نفی المهر اوتزوج بلاذکر المهر الخ 
في الهدایة  ۲\۳۴۵ باب المهر :  ویصح النکاح  وان لم یسم فیه المهر  لان النکاح عقدانضمام  وازدواج  لغة فیتم بالزوجین  .  ثم المهر واجب  شرعا ابانة  لشرف المحل فلایحتاج  الی ذکر ه لصحة النکاح  الخ
وفي الهندیة  ۱\۳۱۶ للمرأة  ان تهب مالها لزوجها من صداق دخل بها زوجها اولم یدخل   الخ
وفي ردالمحتار ۲\۳۶۱ مطلب  في نکاح  الشغار  وحاصله انه مع ایجاب مهرالمثل لم یبق شغارا حقیقة وان سلم فالنهی علی معنی الکراهة   الخ
وفي الفتاوی الفریدیه  ۴\۴۲۲  ولان نکاح  الشغار منهی عنه مادام  کان شغارا  والامر  ان نکاح  الشغار یلزم فیه  مهر المثل  فینقلب  الی النکاح  الشرعي . 



  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User