Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 19, 2012

چې مونږ ديوګناه په ليدو څومره خفه کيږو


ددعوت اودتبليغ کار

ليک::محمد عمر خيوه وال


زما ګرانو اوعزتمندو لوستونکو دالله دين طرفته خلق رابلل دادهر مسلمان کار دے اوپه هر يو مسلمان الله تعالى ددغه دعوت اودتبليغ کار فرض کړے دے ځکه چې قران پاک کښې الله فرمائى
ترجمه:- اے محمد (ص) ووايه چې داده زمالار چې رابلم الله طرف ته په بصيرت سره زۀ اوچاچې زماتابعدارى کړى هغوى هم اوس هرسړے بايد فکر وکړى چې دنبى (ص)اتباع يوازې عالمانو کړى اوکه ټولو مسلمانانو که صرف عالمان دنبى (ص) تابعداران وى بياخو عام خلق ترينه خلاص دى اوکه ټولو مسلمانانو دنبى عليه السلام اتباع کړے وے خواهغه غريب وى که امير ځوان وى که بوډا په هريو دتبليغ کار فرض شو
قران پاک کښې يوځائې کښې الله فرمائى
ترجمه: اوځئ دالله لاره کښې سپک وى که درانه. دې نه هم معلوميږى چې ددين خدمت نه هيڅوک هم برى نه دى يوځائې کښې دحجة الوداع په موقع نبى عليه السلام فرمائى ترجمه:- ورسوى ماله طرفه اګر که وايت ولى نه وى ) نو دې وجې نه دداسې اياتونو اودحديثونو نه معلوميږى چې دتبليغ کار په هرمسلمان فرض دے البته علم هم په هرعاقل وبالغ مسلمان خواهغه نارينه وى که زنانه دومره فرض دى چې هغه پرې حلال اوحرام وپيژنى اوخپله زندګى دالله دحکمونو اودنبى عليه السلام په طريقو تيرولے شى
خبره مې دتبليغ کوله يوځائې کښې الله فرمائى ( تاسو بهترين امت يئى چې خلقو ته فائدې رسولو دپاره ايستلى شوى يئى تاسودنيک کار حکم کوى اودبدو کارونو نه منع کوى اوپه الله تعالى باندې ايمان لرئ ) دمسلمانانو اشرف الناس اوامت محمديه اشرف الامم کيدل په ګڼو حديثونو کښې په ښکاره ډول راغلى دى په قران شريف کښې په څو ځايه دامضمون په ښکاره اواشارتاً بيان کړے شوے دے په دې ايت شريفه کښې هم دخيرامة خطاب فرمائيلے شوے دے او ورسره ئې ددې وجې طرفته هم اشاره فرمائيلې ده چې تاسو بهترين امة يئى ځکه چې تاسوخلق ښوکارونوته رابلل اوبدوکارونو نه منع کوى ځکه بهترين امة يئى نوګرانو لوستونکو اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ چې ددعوت الى الله دوجې نه الله تعالى دې امت ته بهترين وئيلى دى چې صرف عالمان بهترين دى البته دعالمانو درجې باره کښې خونبى (ص) فرمائى چې دعالم درجه په نورو خلقو داسې ده لکه زما درجه چې په تاسو (په صحابه ؤ) ده بل ځائې کښې ئې دسپوږمۍ اودستورو مثال ورکړے بل ځائې کښې ئې دعالم مرګ دټول عالم مرګ خودلے خوددعوت کار دوجې نه الله ټول امت ته بهترين امة وائى . حضرت مولانا شبيراحمد عثمانى په خپل تفسير کښې دحضرت عمر فاروق (رض) قول نقل کړے دے چې حضرت عمر (رض) فرمائى چې دې ايت کښې د بهترين امت خطاب صرف هغه چادپاره دے څوک چې امر بالمعروف ونهى عن المنکر کوى
په يوحديث کښې دنبى عليه السلام ارشاد مبارک دے هرڅوک چې له تاسونه ناروا کارووينى که طاقت ئې وى په لاس دې منع کړى که دومره ئې وس نه وى نوپه ژبه دې هغه پوهه کړى چې داناروادى دامه کوه اوکه په ژبه ئې هم وس نه رسيږى نوپه زړۀ کښې دې بدوګڼى اودادايمان اخرى درجه ده
حضرت عائشه (رض) فرمائى چې نبى اکرم يوځلې کورته تشريف راوړو ومائې په مخ مبارک باندې يوخاص اثر وليدو محسوسه مې کړه چې څه خاص خبره پيښه شوې ده نبى عليه السلام چاسره څه خبره اتره ونه فرمائيله او اودس ئې وکړو جومات ته ئې تشريف يوړو زۀ دکوټګۍ ديوال سره پيوسته اوريدلو دپاره ودريدمه چې څه ارشاد فرمائى نبى عليه السلام په منبر تشريف فرماشو اوحمد وثنا نه پس ئې وفرمائيل اے خلقو دالله تعالى ارشاد دے چې تاسودنيک کارونو حکم کوئ اوبدو کارونو نه منع کوئ هسې نه چې هغه وخت راشى چې تاسو به دعاکوئ اوهغه به نه قبليږى اوتاسو به سوال کوئ اوسوال به مونه پوره کيږى تاسو به دخپلو دښمنانو خلاف مانه مدد غواړى اوزۀ به ستاسو مدد نه کوم داپاکې مبارکې خبرې نبى عليه السلام ارشاد وفرمائيلى او دمنبر نه ښکته راکوز شو . دې مضمون ته دې هغه حضرات په خصوصيت سره توجه وفرمائى چې ددښمن مقابلې دپاره په دينى کارونوکښې چشم پوشى اواسانتياباندې زور راوړى حال دا چې دمسلمانانو اعانت او امداد هم ددين په پوخ والى کښې پټ پروت دے
حضرت ابودرداء رض يو دلوئې مرتبې صحابى دے هغه فرمائى چې تاسو امر بالمعروف اونهى عن المنکر کوئى ګنى الله تعالى به په تاسو داسې ظالم بادشاه مقرر کړى چې ستاسو دمشرانو به عزت نه کوى اوستاسو په کشرانو به شفقت نه کوى په هغه وخت کښې به ستاسو غوره اوبزرګان خلق دعاګانې کوى نو قبليږى به نه تاسوبه مدد غواړى اومدد به درسره نه شى کولى بخښنه به غواړئ بخښنه به درته نشى کولے په خپله دالله تعالى ارشاددے
ترجمه:- اے ايمان والو که چرې تاسو دالله ددين مدد وکړئ الله به ستاسو مدد وکړى ( ددښمنانو په مقابله کښې به ) ستاسو قدمونه محکم کړى ( سورة محمد رکوع ١)
بل ځائې کښې الله تعالى فرمائى که چرې الله تعالى ستاسو مدد وکړى نو هيڅوک په تاسو غالب نه شى راتلے اوکه چرې هغه ستاسو مدد ونه کړى نوبيابل څوک دى چې ستاسو مدد کولے شى اوصرف په الله باندې مومنانو ته اعتماد ساتل پکاردى . په درمنثور کښې په روايت دترمذى وغيره دحضرت خزيفه نه نقل شوے دے چې نبى عليه السلام قسم وخوړ داارشاد ئې وفرمائيلو چې تاسوخلق امر بالمعروف ونهى عن المنکر کوى ګنى الله به خپل عذاب په تاسو باندې مقرر کړى بياکه تاسو دعا ګانې هم غواړى نو قبليږى به نۀ
دالله دين طرفته خلق رابلل دادهر مسلمان کار دے اوپه هر يو مسلمان الله تعالى ددغه دعوت اودتبليغ کار فرض کړے دے ځکه چې قران پاک کښې الله فرمائى . ترجمه:- اے محمد (ص) ووايه چې داده زمالار چې رابلم الله طرف ته په بصيرت سره زۀ اوچاچې زماتابعدارى کړى هغوى هم اوس هرسړے بايد فکر وکړى چې دنبى (ص)اتباع يوازې عالمانو کړى اوکه ټولو مسلمانانو که صرف عالمان دنبى (ص) تابعداران وى بياخو عام خلق ترينه خلاص دى اوکه ټولو مسلمانانو دنبى عليه السلام اتباع کړے وے خواهغه غريب وى که امير ځوان وى که بوډا په هريو دتبليغ کار فرض شو . قران پاک کښې يوځائې کښې الله فرمائى
ترجمه: اوځئ دالله لاره کښې سپک وى که درانه. دې نه هم معلوميږى چې ددين خدمت نه هيڅوک هم برى نه دى يوځائې کښې دحجة الوداع په موقع نبى عليه السلام فرمائى ترجمه:- ورسوى ماله طرفه اګر که وايت ولى نه وى ) نو دې وجې نه دداسې اياتونو اودحديثونو نه معلوميږى چې دتبليغ کار په هرمسلمان فرض دے البته علم هم په هرعاقل وبالغ مسلمان خواهغه نارينه وى که زنانه دومره فرض دى چې هغه پرې حلال اوحرام وپيژنى اوخپله زندګى دالله دحکمونو اودنبى عليه السلام په طريقو تيرولے شى . خبره مې دتبليغ کوله يوځائې کښې الله فرمائى ( تاسو بهترين امت يئى چې خلقو ته فائدې رسولو دپاره ايستلى شوى يئى تاسودنيک کار حکم کوى اودبدو کارونو نه منع کوى اوپه الله تعالى باندې ايمان لرئ ) دمسلمانانو اشرف الناس اوامت محمديه اشرف الامم کيدل په ګڼو حديثونو کښې په ښکاره ډول راغلى دى په قران شريف کښې په څو ځايه دامضمون په ښکاره اواشارتاً بيان کړے شوے دے په دې ايت شريفه کښې هم دخيرامة خطاب فرمائيلے شوے دے او ورسره ئې ددې وجې طرفته هم اشاره فرمائيلې ده چې تاسو بهترين امة يئى ځکه چې تاسوخلق ښوکارونوته رابلل اوبدوکارونو نه منع کوى ځکه بهترين امة يئى نوګرانو لوستونکو اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ چې ددعوت الى الله دوجې نه الله تعالى دې امت ته بهترين وئيلى دى چې صرف عالمان بهترين دى البته دعالمانو درجې باره کښې خونبى (ص) فرمائى چې دعالم درجه په نورو خلقو داسې ده لکه زما درجه چې په تاسو (په صحابه ؤ) ده بل ځائې کښې ئې دسپوږمۍ اودستورو مثال ورکړے بل ځائې کښې ئې دعالم مرګ دټول عالم مرګ خودلے خوددعوت کار دوجې نه الله ټول امت ته بهترين امة وائى
حضرت مولانا شبيراحمد عثمانى په خپل تفسير کښې دحضرت عمر فاروق (رض) قول نقل کړے دے چې حضرت عمر (رض) فرمائى چې دې ايت کښې د بهترين امت خطاب صرف هغه چادپاره دے څوک چې امر بالمعروف ونهى عن المنکر کوى . په يوحديث کښې دنبى عليه السلام ارشاد مبارک دے هرڅوک چې له تاسونه ناروا کارووينى که طاقت ئې وى په لاس دې منع کړى که دومره ئې وس نه وى نوپه ژبه دې هغه پوهه کړى چې داناروادى دامه کوه اوکه په ژبه ئې هم وس نه رسيږى نوپه زړۀ کښې دې بدوګڼى اودادايمان اخرى درجه ده
حضرت عائشه (رض) فرمائى چې نبى اکرم يوځلې کورته تشريف راوړو ومائې په مخ مبارک باندې يوخاص اثر وليدو محسوسه مې کړه چې څه خاص خبره پيښه شوې ده نبى عليه السلام چاسره څه خبره اتره ونه فرمائيله او اودس ئې وکړو جومات ته ئې تشريف يوړو زۀ دکوټګۍ ديوال سره پيوسته اوريدلو دپاره ودريدمه چې څه ارشاد فرمائى نبى عليه السلام په منبر تشريف فرماشو اوحمد وثنا نه پس ئې وفرمائيل اے خلقو دالله تعالى ارشاد دے چې تاسودنيک کارونو حکم کوئ اوبدو کارونو نه منع کوئ هسې نه چې هغه وخت راشى چې تاسو به دعاکوئ اوهغه به نه قبليږى اوتاسو به سوال کوئ اوسوال به مونه پوره کيږى تاسو به دخپلو دښمنانو خلاف مانه مدد غواړى اوزۀ به ستاسو مدد نه کوم داپاکې مبارکې خبرې نبى عليه السلام ارشاد وفرمائيلى او دمنبر نه ښکته راکوز شو . دې مضمون ته دې هغه حضرات په خصوصيت سره توجه وفرمائى چې ددښمن مقابلې دپاره په دينى کارونوکښې چشم پوشى اواسانتياباندې زور راوړى حال دا چې دمسلمانانو اعانت او امداد هم ددين په پوخ والى کښې پټ پروت دے
حضرت ابودرداء رض يو دلوئې مرتبې صحابى دے هغه فرمائى چې تاسو امر بالمعروف اونهى عن المنکر کوئى ګنى الله تعالى به په تاسو داسې ظالم بادشاه مقرر کړى چې ستاسو دمشرانو به عزت نه کوى اوستاسو په کشرانو به شفقت نه کوى په هغه وخت کښې به ستاسو غوره اوبزرګان خلق دعاګانې کوى نو قبليږى به نه تاسوبه مدد غواړى اومدد به درسره نه شى کولى بخښنه به غواړئ بخښنه به درته نشى کولے په خپله دالله تعالى ارشاددے
ترجمه:- اے ايمان والو که چرې تاسو دالله ددين مدد وکړئ الله به ستاسو مدد وکړى ( ددښمنانو په مقابله کښې به ) ستاسو قدمونه محکم کړى ( سورة محمد رکوع ١) .
جريربن عبدالله رض دنبى عليه السلام ارشاد نقل کوى چې په يو قوم ياډله کښې څوک سړے دڅۀ ګناه عمل کوى او هغه ډله اوقوم سره له قدرته هغه سړے دهغې ګناه نه نه منع کوى نوهغوى ته د مرګ نه مخکښې په دنياکښې الله تعالى عذاب وررسوى (ابو داود) داودالله تعالى ارشادات اودنبى عليه السلام احاديث اوس مونږ اوتاسوته پکاردى چې لږ غور وکړو چې مونږ ديوګناه په ليدو څومره خفه کيږو ياتراوسه موڅوک کومې ګناه نه منع کړى يانه اوچاته مونيکه خبره کړې يانه ياڅوک چې ددعوت کارکوى اودالله ددين طرفته خلق رابلى هغه خلقو پسې مونږ بد ډير وئيلى که ښه په خپله خومونه دتبليغ کار ته نيت شته اونه تيار يو خو څوک چې دافريضه اداکوى چې هغوى ته په کوم نظر ګورو دوستانو راځئ چې په تيرو ګناهونو توبه وکړو اودې نه پس دالله په لاره کښې اوځو خپله هم دين زده کړو اونورو خلق هم دين ته راوغواړو خپله هم يقين په الله باندې جوړکړو اونورو خلقو ته هم دالله لوئى بيان کړو ځکه چې زمونږ يقينونه ډير ګډوډ دى که داسې ګډوډ يقين سره دنيانه لاړونو داسې نه وى چې لوئې تاوان سره مخ شو اوديقين اوايمان جوړولو بهترينه لاره دتبليغ لاره ده په اخره کښې هريولوستونکى ته داعرض دے چې هغه دې کم از کم درې ورځې دالله لاره کښې ولګوى اودتبليغ کار نه ځان خبر کړى چې دکولو کار دے که نه الله تعالى دې ټول مسلمانان دتبليغ اودجهاد کار لپاره قبول کړى 

امين ثم امين 


 

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User