Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, July 20, 2011

په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟



په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟

شرعي روژه له سهاره تر ماښامه له غذا او تغذيه کوونکو موادو او جنسي اړيکو څخه د رمضان په مياشت کې ډډه کول دي، خو په معاصرو دواګانو او درملنو کې بيا دوه حالته دي، په ځينو يې روژه ماتېږي او په ځينو نه ماتېږي….

ليكنه: الدکتور حسان شمسي باشا

ژباړه:خلیل الرحمن حنیف*

شرعي روژه د سهار له ختو بیا د لمر تر لویدو پورې د خوراک، څښاک او جنسي اړیکو څخه ځان ساتل دي:
( فالآن باشروهن وابتغوا ماکتب الله لکم، وکلوا واشربوا حتی یتبین لکم الخیط الأبیض من الخیط الأسود من اللفجر ثم أتم الصیام الی اللیل) البقرة ۱۸۷
(نو اوس جماع کوئ د خپلو میرمنو سره (د روژې په شپو کې) او له الله جل جلاله څخه هغه وغواړئ چې درته لیکل شوي، او خورئ! څښئ! تاسې تر هغه پورې چې ښکاره شي تاسې ته تار سپین (څرګند) له تاره توره، (چې سپین تار عبارت دی) له سبا ځینې) بیا پوره کړئ خپله روژه تر شپې ( ماښامه) پورې).
د امت اجماع ده چې خوراک او څښاک د روژې په ورځ نشته، او په ترسره کولو سره یې روژه فاسدیږي، اوس راځو د دواء استعمال ته، ځینې داسې دواوې شته چې رنځوران یې استعمالوي خو نه په خوراک او نه هم په څښاک کې څه ګټه رسولی شي، ګورو چې فقهاء د دواء دارنګه استعمال ته څه حکم ورکوي.

د سترګو قطره:

احناف او شوافع وايي چې د سترګو قطره روژه نه ماتوي، اګر که خوند یې په حلق کې څرګند شي، خو مالکیان او حنبلیان وايي چې د سترګو تورول که خوند یې په ستوني کې ښکاره شي روژه فاسدوي.
سترګې د اوښکو یوه لاره پوزې ته لري چې له پوزې بیا د ستوني سره نیښتۍ، نو ځکه کله نا کله د سترګو دواء پوزې ته کوزیږي، او له هغه ځایه ستوني ته رسیږي، ګورو چې سترګه په یوه وخت کې د یوه څاڅکي د ځایولو وړتیا لري، د همدې لپاره ډاکټران یوازې د یوه څاڅکي یا دوو څاڅکو مثلا په شپږو ساعتو کې مریض ته توصیه کوي، نو که چیرې دغه یو څاڅکۍ ستوني ته رسیږي نو ډیره کمه اندازه به رسیږي، ځکه یو څه خو په سترګه کې پاتې کیږي، یو څه په پوزه کې پاتې کیږي، نو ستوني که رسیږي نو ډیر کم به وي، چې که موږ یې د اوبو سره پرتله کړو نو وینو چې د مضمضې په صورت کې دومره اوبه خوامخا حلق ته رسیږي، چې فقهاوو د خولې منځل په روژه کې جایز بللي اګر که د یخوالي لپاره هم وي، همدارنګه مسواک وهل په روژه کې سنت کار دی، چې ځانګړی خوند لري د لاړو سره ګډیږي، او هرومرو حلق ته داخلیږي، چې مسواک وهل هیڅ یوه له فقهاوو په روژه کې حرام نه دي بللي. بخاري له عمر بن ربیعة رضی الله عنه څخه روایت کړی چې وايي( ما نبي کریم صلی الله علیه وسلم ولیده چې په روژه کې یې دومره مسواک وهلو چې نه ګومان يې نه كيده).

د پوزې قطرې

په ریښتینې توګه د پوزې له قطرو څخه خوراک او څښاک مراد نه دی، چې نه ورڅخه غذا مطلب ده او نه هم تقویه، بلکې یوازې د پوزې د علاج لپاره استعمالیږي، نو ځکه یې حکم د سترګې له قطرې سره یو شان دی.
خو د دې سره سره انسان باید ډیر کوښښ دا وکړي چې حلق ته یې څه ونه رسیږي.

د غوږ قطرې

د غوږو قطرې په روژه کې د ټولو فقهاوو په نظر مباح کار دی، په هغه صورت کې چې د غوږ پرده روغه وي او سورۍ شوې نه وي، چې په دې حالت کې هیڅ قطره د غوږ د ننه نه ځي تر څو قطره حلق ته ورسیږي، خو که چیرې د غوږ د پردې د سوری کیدو په صورت کې حلق ته څه ناڅه دواء ورسیږي نو د هغې اندازې به هم ډیره کمه وي.

سپرې چې له پوزې کشول کیږي

په اړه یې ځینو معاصرو فقهاوو د مباح والي ویلي خو د اسلامي فقې ټولنې لا تر اوسه په دې اړه د کومې فتوا یادونه نه ده کړې.

په غوښه او يا پوست كې ستنه لګول( پيچكاري)

فقهاوو اتفاق کړی چې نه غوښینه او نه هم پوستینه پیچکارۍ روژه فاسدوي.

د رګ پیچکارۍ

علماوو دا رنګه پیچکارۍ په دوو برخو ویشلې، لمړۍ دا چې دا رنګه پیچکارۍ د علاج لپاره وي علماء وایي چې دا پیچکارۍ مباح کار دی روژه نه فاسدوي، بل هغه پیچکارۍ دې چې د تغذیې لپاره استعمالیږي، ګلوکوز او نور مقوي مواد د رګ له لاره وجود ته داخلوي، نو دا پیچکارۍ روژه ماتوي ځکه کیدای شي چې د لوږې یا تندې مخه ونیسي.

د ملهم استعمال او د پوستکي غوړول.

ښکاره ده چې ملهم او نور د پوست د غوړولو مواد د پوست له لارې وجود ته جذبیږي، خو دا چې د هضمي جهاز سره هیڅ تړاو نلري، او د لوږې او تندې په کچه کې څه تاثیر نلري نو ځکه یې استعمال مباح کار دی.

د اسلامي فقهې د ټولنې فتوا

اسلامي فقهي ټولنې په خپله لسمه ناسته کې چې د ۱۴۱۸ د  صفر د میاشتې له ۲۳ نه ۲۸ پورې یې دوام درلود لاندې پریکړې د فتوا په حیث فیصله کړې.
لومړی:

هغه څيزونه چې روژه نه  ماتوي

۱- د سترګو قطرې (څاڅکې)، د غوږونو قطرې، د غوږونو مینځونکي مواد، د پوزې سپرې ګانې هغه وخت چې حلق ته رسیدونکي آثار یې تیر نشي.
۲- هغه ګولۍ چې د ژبې لاندې ایښودل کیږي تر څو د سینې یا د خولې د مرضونو علاج پرې وشي، خو شرط دا دی چې اوبه یې له حلقه تیرې نشي.
۳- وجود ته د ځینو وسایلو یا ګوتو داخلول د طبي کتنو لپاره.
۴-  د رحم کتل د ځینو وسایلو په واسطه
۵- د مثانې د منځلو په منظور د آلاتو داخلول د نارینه وو یا ښځینه وو له شرم ځایونو څخه
۶- د غاښ اوښکل، برمه کول، پاکول په مسواک یا برس سره، هغه وخت چې ترې زبیښونکې اوبه یې له حلقه تیرې نشي.
۷- د خولې مينځل، د دواء یا اوبو غرغره کول، تر څو په ترڅ کې یې د خولې د مرضونو علاج وشي، خو چې اوبه یې له حلقه تیرې نشي.
۸- د درملنې پیچکارۍ که هغه د غوښې وي یا پوست او یا هم د رګ، خو په دې شرط چې په تغذیه کې تاثیر ونلري.
۹- د آکسیجن ګاز استعمالول د ضرورت په وخت کې
۱۰- د تخدیر ګازونه خو په دې شرط چې مریض ته تغذیه ورنکړي
۱۱- د وجود غوړول د پوست درملنه په ملهم، غوړو او نورو کمیاوي موادو
۱۲- د رګونو له لارې د طبي وسایلو داخلول ترڅو د زړه یا نورو جسمي اعضاوو مریضۍ كنټرول شي.
۱۳- تلویزیوني معاینات د بدن له بيرون څخه.
۱۴- د جګر معاینه، د غوښې خوڅول(biopsy) تر څو معاینات ترسره شي، خو دا کړنه باید وجود ته دواء یا نور مواد د خولې له لارې داخل نکړي.
۱۵- د معدې معاینه خو چې دواء د خولې له لارې د وسایلو سره معدې ته داخله نشي.
۱۶- دماغ ته د هرې وسيلې یا دواء داخلول.
۱۷- پرته له قصده قی کول.

دوهم :

مسلمان ډاکټر باید مریض ته توصیه وکړي تر څو علاج تر روژه ماتي وځنډوي که چیرې مریض ته ضرر نه وي

درېیم:

د لاندې مسایلو په اړه تر اوسه آخري پریکړه نه ده شوې
۱- د سینې بخاري مواد، سپرې او استنشاق
۲- وینه ایستل یا داغ لګول
۳- وینه اخیستل د معاینې لپاره، د وینې انتقال له یوه کسه او بیا بل ته یې پیچکاري کول
۴- د جراحي عملیاتو ترسره کول په داسې حالت کې چې په ټولیزه توګه مریض بې هوښه شي کله چې له شپې په روژه پاتې وي.
۵-  د شا لخوا د پیچکارۍ، ګوتې او نورو موادو داخلول د طبي کتنو لپاره.



منبع اصلاح انلاين


  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  37.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  38. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User