Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, March 15, 2012

که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…



دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه نيسي نو اّيا دا روا دی؟

ځواب :

الحمد لله والصلاة على رسول الله وعلى اّله واصحابه وعلى من والاه وبعد:

امام بخاري او امام مسلم په خپلو  صحيحو كتابونو كې له حضرت عايشې رضى الله عنها څخه روايت نقل كړى دى چې هغه فرمايي: : كانت احْدَانَا اذا كانت حَائِضًا فَاَرَادَ رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم انْ يُبَاشِرَهَا اَمَرَهَا اَنْ تَتَّزِرَ في فَوْرِ حَيْضَتِهَا ثُمَّ يُبَاشِرُهَا قالت: وَاَيُّكُمْ يَمْلِكُ اِرْبَهُ كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يَمْلِكُ ارْبَهُ”.

ژباړه: ((له مونږ ( بيبيانو ) نه به  چې كومه يوه دحيض په حالت كې وه او رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورسره ديوځاى كيدو اراده وكړه نو امر به يې ورته وكړ چې پرتوګ وتړي بيا به يې ورسره دجامو لپاسه يو ځاى كيده)) او بيا يې وويل (( تاسې كوم يوله هغه مبارك نه زيات په ځان كنترول لرونكي ياستئ )).

حافظ ابن رجب په خپل كتاب فتح الباري كې ددغه حديث په شرح كې ليكلي دي (( معنا داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم چې په ټولو خلكو كې  په خپل ځان پوره كنترول درلود او هغه ويره ترې نه كيده كومه چې له بل چانه كيداى شي چې هسې نه له كنترول نه ووځي (( او دخول وشي )) نو بيا يې هم  دپرتوګ لپاسه له ښځې سره جنسي تعامل كاوه ترڅو دهغه خلكو لپاره چې دده په څير معصوم نه دي قانون شي نو په دې اساس علماء  دپرتوګ لپاسه ساتيري او نزديوالي پلوي دي چې په مالكي مذهب كې ورته سدذرايع ويلى شي  .

نو په دې اساس پخوانيو علماوو لكه ثوري, احمد , اسحاق ,په احنافو كې  امام محمد او امام طحاوي د حيض او نفاس په حال کې دپرتوګ لپاسه يوځاى كيدلو سره موافقه ښودلې ده خو په دې شرط چې دخول صورت ونه نيسي, امام نووي هم ددې نظر پلوي دى او هغه حديث دليل نيسي چې  وايي ( اصنعوا كل شئ الاالجماع) له خپلې ښځې سره دحيض پرمهال له جماع (جنسي اړيكو نيولو او دخول ) پرته هرڅه وكړئ.

په يو بل روايت كې ابوداوود له حضرت عكرمه نه روايت كوي چې هغه دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له بيبيانو نه اوريدلي دي چې دحيض پر مهال به رسول الله  صلى الله عليه وسلم دهغو نه په داسې بڼه استفاده كوله چې فرج به يې په يوه ټوټه پټ ساته څو دخول ونه شي , نو له همدې امله امام طحاوي له پرتوګ پرته هم چې دخول نه وي استفاده جايزه ګڼلې ده خو امام نووي فرمايي چې كه په ځان ډاډه وو چې دخول نه ترې كيږي نو بيا رواده او كه نه نو نه ده روا.

نو داچې له پرتوګ پرته دښځې  دنامه او زنګنونو له منځ نه استفاده كيداى شي نو ځينې علماء لكه امام احمد, ثوري, عكرمه,عطاء , شعبي , اسحاق اونورو په دې شرط جواز وركړى دى چې فرج (دښځې ) تناسلي اّله پټه وي او هلته دسړي تناسلي اّله داخله نه شي ,خوامام ابو حنيفه,امام شافعي او امام مالك هغه مباح نه ګڼي او هغه حديث دليل نيسي چې  رسول الله  صلى الله عليه وسلم به بيبيانو ته دپرتوګ تړلو امر كاوه او وروسته به يې ترې استفاده كوله.

نتيجه داشوه چې له ښځې نه دحيض پرمهال داسې جنسي استفاده كول چې دهغې نه دروغتيا او صحت پرمهال كيږي او دخول صورت نيسي حرامه ده او په شرعي لحاظ ستره ګناه او په روغتيايي لحاظ دسترو ناروغيو لامل ګرځي اما له دخول پرته بيا هرډول ساتيرى روادى  ان كه مني هم لاړشي.

سرچينه : اصلاح انلاين

Islamway.com، خالد عبد المنعم الرفاعى




  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

3 comments:

  1. همایون سعادت خیل3/15/2012 10:31:00 AM

    درنو دوستانو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    دا دیر په زره پوری معلومات دی باید خلک له داسی مسلو نه باخبر واوسی مننه دتاسی نه چی داسی شایسته معلومات مو خپاره کری دی

    ReplyDelete
  2. مولوی صاحب ډیره زیاته مننه چی دغسی مضامین راژباړی اوخپروی یی زمونژاوتاسوپه دی جامعه کی ډیری داسی کسان شته چی دحیض په حالت کی هم جماع کوی چی داډیره لویه ګناه ده داځکه چی دوی په دی هکله معلومات نلری اویاګناه ورته نه معلومیژی اوله بی پروایی څخه کاراخلی ،په داسی مسایلوکی شرم په کارندی ځکه دادعلماوو مسولیت دی چی ټولوخلکوته یی ورسوی که ټول خلک یی پټ وساتی نو هیڅوک به هم خبر نشی تاسووګوری چی کوم خلک له دی لاری خبرشول هغوی به یی په سلهاوو نوروته ورسوی. بیاهم ډیره زیاته مننه

    ReplyDelete
  3. هيله ده چي دغه پورتنی تصوير چي د کومي ښځي د پښي او قدم عکس دی او د نامحرمو زنانه وو زينت څرګندوي حذف کړۍ، دليل ته يي ضرورت نه وينم خپله پوه ياست، مننه

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User