Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, April 1, 2012

د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!


د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!

لیکنه: اکرام الدين کامل

د ملتونو او ولسونو تشخص او هویت د دوی په کلتور پورې نغښتى دی. کلتور یا فرهنګ د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د یو ملت د افرادو تر منځ وده او تکامل کوي. د کلتور جوړول د یوې ورځې، اونۍ، میاشتې او کال خبره نه ده، بلکې دا په طبیعي ډول د سیمې د اقليم په پام کې نيولو سره وده کوي. اقليم تر ډیره بريده د کلتور پر مادي اړخ اغیز شيندي. د کلتور مادي اړخ عبارت دی له خوراک، پوښاک او د اوسيدو ځای څخه، چې ددغو درېواړو په تشکيل کې اقليم ځانګړی رول لري. د کلتور معنوی اړخ د مړي ژوندي، راشه درشې، روغبړ، د غندنې او لمانځنې ورځې او داسې نورو څخه عبارت دي.
د اسلام د مبارک دين او فرهنګ تر منځ اړيکه هم له پخوا راهیسې د علمي کړیو د بحث موضوع پاتې شوی ده. په عمومي ډول ویلی شو، چې اسلام تر هغې له کلتور سره موافق دی چې له اسلام سره څرګند ټکر ونه لري. د اسلام مبارک دين له راتګ وروسته د اسلامي ثقافت (کلتور) اصطلاح هم منځ ته راغلی ده. اسلام، مسلمانانو ته ددوی د قومي کلتور تر څنګ اسلامي کلتور هم ډالۍ کړی دی. نن د مسلمانانو په کړو وړو کې د اسلامي کلتور نښې نښانې له ورایه څرګندې دي. دبېلګې په ډول د معنوي کلتور په برخه کې، «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته»، «جزاکم الله خیرا»، «ماشاء الله»، «انشاء الله»، یا یو شمیر داسې اسلامي الفاظ چې زموږ خپلې ژبې ته اوښتي دي، لکه، «خدای دې وبخښه»،«جنتي شی»، «الله دې مل شه» او داسې نور....
په اسلامي نړۍ کې یو شمیر لیبرال ډوله یا سیکولر کړیو تل هڅه کړې چې دغه لوړ اسلامي کلتور څنډې ته کړي. د سیاستپوهنې یوه استاذ به ویل: «ماته تل زما لیبرال همکاران وايي، چې ته ډیر ماډرن ګرځې [ږيره نه لرې، پتلون اغوندې] بیا هم په خبرو کې، جزاک الله، ماشاء الله...الفاظ ډیر کاروې؟». نن سبا د رسنیو له عامېدو سره دې مسئلې لا جدیت خپل کړی دی. په تېره په راډیوګانو کې د « السلام علیکم...» ویل بيخي نشته ده او پښتانه خبریالان پر «سلامونه» یا « سلامونه او نېکې هيلې» او فارسي ژبي بیا پر« سلام» بسنه کوي. د بي بي سي له کوم پښتون خبریاله چا پوښتنه کړې وه چې ولې خبرونه په "بسم الله.." نه پیلوي؟ خبریال په ځواب کې ویلي و، چې "وخت لږ دی!". زما ګيله یا غوښتنه د بي بي سي والو څخه نه ده، چې سلام دې بشپړ یا لږ تر لږ عربي وايي. فیسبوکي ځوانان باید دې مسئلې ته جدي شي یا هغه ښاغلي چې په راډیوګانو او تلویزنونو کې مېلمانه وي؛ که دوی بشپړ سلام ووايي څوک پرې نيوکه نه کوي او نه کولای شي.
بده یې لا دا چې ځيني فیسبوکي دوستان بیا د خبرو په پیل پر «هیلو» یا « های» سره کوي. دوی شاید داسې وانګېري، چې په انګریزۍ کې سلام نشته، ولې سلام عربي لفظ دی چې په هره ژبه کې کارول کیږي. سربېره پر سلام نور د اسلامي کلتور اړوند جملې که په عربي ژبې سره وویل شي، نو له یوې خوا به مو اسلامي کلتور ساتلی وي او له بلې خوا به مو د الله په نزد اجر ترلاسه کړی وي.


)السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته (ویل دیرش نیکۍ اجر لري:
مخکې يادونه وشوه چې سلام اجتماعي، اخلاقي او داسې نورې ډیری فایدی لري، خو له دې سره سره خورا زیات ثواب او اجر هم لري. د سلام لپاره په احادیثو کې ځانګړي توري ټاکل شوي دي چې عبارت دي له:
) السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته).
حدیث شریف کې راځي چې یوه ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته یو کس راغی او (السلام علیکم) یې وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې لس نیکۍ یې شوې، بیا بل کس راغی او (السلام علیکم ورحمة الله) یې وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې شل نیکۍ یې شوې، بیا درېیم کس راغی او پوره سلام یې واچوه یعنې (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) یې په همدې ډول ووايه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دیرش نیکۍ یې شوې.
له حدیثه څرګندیږي چې اجر و ثواب د هغه چا دی چې په دغه توریو سلام واچوي او هم په دغو کلمو ځواب شي، نه سلام، سلامونه او سلامونه او نیکی هيلې مې ومنئ، دا نه سلام دی او نه څه معنی لري او نه هم په کې اجروثواب شته ؛ که ځينې داسې استدلال کوي، چې د دوى هڅه دا ده چې هر څه را پښتو کړي، دا نه ممکنه ده او نه هم مفيده. په دغه وړ مسايلو تر دې دمه د پښتو ژبې ډېر نوميالي اديبان او ليکولان نه دي سره سلا شوي.
همدارنګه ځيني د سلام پر ځای  د «های» او «هیلو» کلمې استعمالوي او ښايي په دې ځان ماډرن وښيي؛ نن دا يوه عامه ستونزه ده، د کلتوري نړيوالتوب د بهير اغېزې دي چې اسلامي نړۍ نن ورسره لاس و ګرېوان ده. دا بايد په پام کې ونيسو چې د دغه ډول کلمو په ویلو د کفارو سره مشابهت راځي او د کفارو سره  د مشابهت څخه  په احادیثو کې کلکه منعه شوې، حدیث شريف کې راځي: «من تشبه بقوم فهو منه» یعنی څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي نو دا له هغه قومه ګرځي. یو بل مشکل چې موږ ورسره مخ یو هغه په خلکو کې د  زغم کمى دى؛ یوه ورځ په فیسبوک کې یو ملګري راته وویل، «های» ما ورته وليکل: «السلام علیکم» هغه راته يې ويل، «څنګه یې؟» ما بیا ورته سلام وليکل هغه لکه چې ضد اخيستی وي راته یې وليکل «څه نوې زړی دي؟ نه ښکارې؟« په دغه وخت کې ماته دا حديث را یاد شو چې «من بدأ بالکلام قبل السلام فلاتجيبوه « یعنی څوک چې له سلامه مخکې په خبرو شروع وکړي نومه یې ځوابوئ، نو ما هم  د چیټ کړکۍ بنده کړه او هيڅ ځواب مې ورنه کړ وروسته یې راته داسې ستغې سپوری ليکلې وې چې زه یې په لوستلو شرمېدم. يو بل ځل همداسې يو فيسبوکي يار له مکې مکرمې غږ وکړ:
سلامونه!
-وعليکم السلام و ...
دې يار پښتو ګروپ کې د ګډون بلنه راکړه، ما ترې معذرت وغوښت، ما وې وخت نه لرم، وې نور دې وخت نه نيسم. له موقع په استفاده مې ورته وويل، يوه هيله لرم، وې څه دي؟ ما وې که د سلامونو پر ځای "السلام عليکم و ..." يا لږ تر لږه "السلام عليکم" ووايې بهتره به وي. دا په اصطلاح پښتونپال يار ډېر راوپارېد، وې "اوس مې تکفيروې!" ما ورته وويل، تکفير کړى مې نه يې، درته مې وويل، "بهتره به وي" او که بهتر کار څوک و نه کړي، کافر کېږي خو نه او ګناه ګار به هم نه شي. عجيبه دا ده چې تل اسلامپال پر تېزۍ او توندۍ تورن کېږي، خو چې د ليبرالو او ملتپالو تېزي انسان وګوري، پر اسلامپالو شکر وباسي!
په پای کې د سلام ځيني مهمې فایدی ذکر کوم اوله ټولو په تېره له هغو اسلامپالو وروڼو چې په تېروتنې سره د اصيل سلام پر ځاى نور الفاظ کاروي، پر سلام خپله خوله روږدي کړي او هميشه د ملګري اشنا یا نااشنا سره د مخامخېدو پر مهال یې ووايي،  حديث شریف کې راځي چې سلام د خلکوتر منځ مينه او محبت زیاتوي، او ورسره یې دا هم ویلي دي چې سلام په هر چا اچوه، پېژنې یې او که نه.
د سلام اچولو ځيني فایدی  :
۱ - په سلام اچولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د آدم علیه السلام سنت ژوندي کيږي؛
۲ - سلام د اسلام له مهمو علامو څخه دی، یعنې د مسلمان پيژندګلوي په سلام سره کيږي؛
۳ - سلام د یو مسلمان په بل مسلمان حق دی او په  اچولو سره هغه حق اداء کيږي؛
۴- سلام اچول صدقه ده؛
۵ -د سلام په اچولو سره اجر او ثواب حاصليږي.






  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  •  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User