Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, June 8, 2012

که د نجلی د پېغلتوب يا بکارت پرده نه وي د شريعت حکم څه دی ؟




سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زمادی میرمنی هغه دپیغلتوب پرده چی دانجلی پیغلتوب پری ثابت وی هغه موجوده نه وه نواوس هغه دیر په تشویش کی دی نوستاسو محترمونه موهیله دادی چی اسلام په دی باره کی سه وائ
ستاسو دجواب په هیله
په درناوی سباوون کابل افغانستان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ميړه اهل ته د ناوکۍ بی بی د بکارت د پردې د وينو ښکاره کول :
په ځنو مناطقو کې دا رواج دی چې د ښځې د بکارت د پردې وينې د خاوند کورنی ته ښودل کيږي چې د هغې ښځې په عفت باندي ګواهي ورکوي دا ډير بد او قبيح رواج دی خاوند ته جايزه نه ده چې په دې مسئله کې نه فعلاً نه قولاً د هغې سره موافق شي او هغې ته اجازې ورکړي ځکه دا يو نارواه او قبيح عمل دی چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري د دغه ناوړه عمل قبيح اسباب په لاندې ډول دي :
۱- دا د ميړه او ښځې تر مينځ اسرار دي چې د هغه چا ته ښودل او بيانول  جايز نه دي .
۲- دغه د بکارت وينې د عفت او شرف خاصه علامه نه شي کيدای ، ځکه کيدای شي د بکارت پردې د نورو عواملو په وسيله سقوط کړی وي .
۳- که خدای مه کړه ښځه بکره نه وي نو خاوند د هغه په ستر باندې مأمور دی ، هغه به په عالم کې نه سپکوي او د هغه د ستر حفاظت به کوي .
۴- د دغه قبيح عمل بل ناوړه سبب دا دی چې خاوند د لومړی شپې څخه همدغه پردې ته متوجه وي ، ممکن په لومړي شپه و نه لويږي ، يا له خونرېزی سره ولويږي ، يا په شپه کې وي چې ور باندې پوه نشي نو بيا دا عمل د ښځې عيب ګڼل کيږي او د زوجينو تر مينځ د علاقي د خرابوالي سبب ګرځي .
۵- ددي ناوړه عمل بل قبيح سبب دا دی چې په ښځه باندې د فحاشت او زنا بهتان لګول کيږي او دوی همدا د بکارت پرده دليل ګڼي مګر د دغه پردې د سقوط عوامل ډير نور کيدای شي .
۶- د ميړه او ښځې تر مينځ جماع کول يو زار دی دا زار به هيچا ته نه اعلانوي .
موقع الاسلام سوال جواب – شيخ محمد صالح المنجد
دوهم : دا چې د بکارت پرده يوه نازکه پرده ده فقهاء کرامو ذکر کړی دي چې هغه په کېسه کولو ، ګوته وهلو ، شديد او سخت حيض ، وزمين کار ، د پيغلتوب زيات عمر او نورو سره هم لويږي – المبسوط (5/8) ، كشاف القناع (5/47) ، الفتاوى الكبرى (3/88).
نو د کومې ښځې چې د بکارت پرده نه وي په هغه د فحاشت  ګمان کول صحي نه دي کچيرې د کومې ښځې د بکارت پرده نه وي خاوند به په هغه باندې ښه ګمان کوي ځکه د بکارت د پردې غورځيدل بغير له فحاشت څخه نور اسباب او عوامل هم لري .
دا د شيطان وسواس او دسيسې دي چې غواړي د ميړه او ښځې تر مينځ اختلافات را مينځته کړي ، غواړي د ميړه او ښځې يو له بل څخه نفرق را مينځته کړي .
د مسلم شريف په يوه حديث کې راغلي دي چې : ابليس د ابو پر سر خپل تخت ږدي بيا خپل عکسر يوې او بلې خوا ته ليږي او بيا د خپلو عسکرو څخه راپور غواړي چې څه مو وکړل ، نو يو يې وايي ما داسې او هغسې وکړل هغه ته وايي څه سم کار مو نه دی کړی ، بل وايي ما تر هغه پورې پرې نه ښودل مګر سره جلا مې کړل يعنې د ښځې او ميړه تر مينځ مې تفرقه واچوله نو هغه ته وايي هو تا ښه فعالیت کړی دی ( المسلم  5023) .
نو خاوند ته په کار ده چې د بکارت د پردې د نه موجوديت له کبله له خپلې بې بې څخه مخ وانړوي او په هغه باندې بهتان و نه لګوي ځکه د هغه د سقوط نور عوامل هم شته ، د هغه د عفت مکمل دفتر يوازې له الله سبحانه و تعالی سره موجود وي او بس .
پام کوئ چې د شيطان په لمسون د دغه قبيح ، بې ثبوته او خيالي شيطاني تګليارې په وسيله خپل ژوند برباد نه کړئ !
و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود



  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User