Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, July 19, 2011

زیارتونه ، مندرونه

 

زیارتونه ، مندرونه


محمد مدثر اسلامي


حیدراباد ته د راتلو په لومړیو ورځو کې د سړک پر غاړه ځای ځای شنو جنډو ته فکر وړی وم. شنې جنډې -چې د هر یوې پر سینه سپینه سپوږمۍ رسمه وه- کټ مټ د پاکستان بیرغ ته ورته وې. د هند او پاکستان تر منځ شته لانجو ته په پام سره، زه پدې حیران وم چې د پاکستان بیرغونه د هند په کوڅو کې څه غواړي. بیا به مې ګومان کاوه چې د دې ځای مسلمانان به د دیني تړاو له مخې یاد شوي بیرغونه د سړک پر څنډو ځړوي. دا کار تر ډیره راته یوه معمی وه تر دې چې وروسته راته څرګنده شوه چې شنې جنډې د پاکستان بیرغ نه بلکې د زیارتونو نښه ده.

د هر بل ځای په څیر دا فتنه دلته هم ښه پریمانه ده. په ښار کې به له مساجدو د زیارتونو (درګاه) شمیره ډیره وي. د زیارتونو شتون او ډیروالی او په اړه یې د خلکو تر مينځ عام عقاید پر ځای د شرم خبره ده، خو دلته د شنو جنډو لاندې نورې ډیرې کانې کیږي.زيارتونه , مندرونه

که کوم څوک له مخکې د زیارتونو له رنګ او بڼې سره بلد نه وي او که چا د مندر ننداره پخوا نه وي کړې او یا هم دا چې له مندره هغه د عجیبو او غریبو څیرو بتان لیرې کړې نو د زیارت او مندر تر منځ بیلتون به ډیر ګران کار وي. په مندر کې د بتانو او زیارت کې د قبر او یا جنډې له شتون پرته هر هغه کار چې په مندر کې کیږي په زیارت کې هم هماغه کیږي.

په مندر کې د بیلابیلو خدایانو (نر او ښځې) په نامه خیراتونه کیږي، په زیارت کې د بابا یا پیر په نام دیګونه باریږي. د زیارت پر دیوالونو باباګان د زمري یا اس په بڼه رسم شوي وي، په مندر کې خدایان د شادي، پیل، مار او نورو په بڼه جوړ دي. په مندر کې سهار او ماښام د خدایانو تر مخ ناریال ماتیږي، په زیارت کې ناریال پر قبرونو ایښودل کیږي. که د مندر د خدایانو په غاړه رنګارنګ ګلان رازړیږي، د زیارت قبرونه په تازه او وچو ګلانو پوښل شوي وي. تر ټولو بده یې دا چې په مندر کې د خدایانو طواف کیږي او په زیارت کې د قبرونو. زیارت ته هندو هم د حاجت پوره کیدو په تمه ورځي او مسلمان هم. په مندر کې پنډټ خلکو ته دعا کوي او نذر پرې ویشي، په زیارت کې دا کار منجور (متولي) کوي. په زیارت کې یو ببر سرى سړی ستره جارو په لاس ولاړ وي او تر دعا وروسته د هر چا په سینه یو کلک ډب ورکړي بیا سړی ترې تیر شي. په هغه تنګه کوټه کې چې ښځې او نر څومره سره نښتي ولاړ یا ناست وي هم یوه خبره ده



دا په داسې حال کې ده چې اسلام د دې ټولو یادو شوو کارونو، نه یوازې اجازه نه کوي بلکې په کلکه ترې منع شوې. رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبرونو د زیارت اجازه یوازې د دې لپاره کړې څو زیارت کوونکي ته قیامت یاد شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه اصحابو ته په خطاب کې وايي: {لا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا , وَلا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا} حديث رقم : 7226 في صحيح الجامع
له خپلو کورنو نه هدیرې مه جوړوﺉ (یعنې په کور کې دالله ذکر او عبادت وکړﺉ) او زما له قبر نه زیارت مه جوړوﺉ .
همدارنګه شاه ولي الله الدهلوي دشرک نهه ډوله بیانوي :
۱-  الشرك في السجود .
۲- الشرك في الاستعانة . همدا راز اکثره خلق له مړیو دمدد او کمک غوښتنه کوی چه داهم شرک دی .
۳- الشرك في النذر .
۴- الشرك في التسمية .
۵- الشرك في الطاعة في التحريم والتحليل .
۶- الشرك في الذبح .
۷- تسيب السوائب والبحائر .
۸-  الشرك في الحلف .
۹- الشرك في الحج لغير الله ، یعنې دا چې حج یوازې دالله جل جلاله لپاره روا دې او له هغه نه پرته که څوک قبرونو او زیارتونو ته له سنت طرېقې پرته ورځي ددې معنی داده چې له الله نه پرته بل چاته حج کوي .
كتاب حجة الله البالغة 1/543

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قبره د عبادت ځای نه شي جوړیدای نو دا خلک د کوم منطق له مخې د نورو پیرانو طوافونه کوي؟

پاتې شوه د دعا خبره، الله جل جلاله په ښکاره ویلي چې الله جل جلاله انسان ته د غاړې تر رګه نږدې دی. مطلب هر ځای او هر وخت چې بنده ترې وغواړي اوري یې او ځوابوي یې.

{وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ} سورة ق 16 آيت

پدې توګه د قبرونو زیارت په ځای ښه کار دی؛ ځکه په انسان ته مرګ او قبر ورپه یادیږي ، خو د زیارتونو په اړه شته باورونه ټول خرافات دي او په اسلام کې ورته هیڅ ځای نشته


منبع اصلاح انلاين


  1.  
  2.  
  3. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  4. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  5. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  6. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  7. د نوروز لمانــځل حـرام دي
  8. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  9. د نړۍ کوم ولسمشر څومره معاش اخلي
  10. د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟
  11. د هغو علماء کرامو لپاره چې دغه کتابونه نه لری او يا د اخيستلو وس نلری وړاندی کوو
  12. د هوايي آنتونو تجارت ،کسب او آمد يې ټول حرام دی
  13. د هډاوال ويب ړومبنی کلیزی په منا سبت
  14. د واده لومړۍ شپه
  15. د وتر واجب لمونځ د ادا کولو طريقه
  16. د وروڼو په موجوديت كې مور نكاح نه شى تړلاى
  17. د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
  18. د يتيمانو حقوق
  19. د يس د مبارکې سورة ژباړه او لنډ تفسير
  20. د يو کم سل کسانو د يوه قاتل د توبې کېسه
  21. د يوه اعرابي پوښتنې
  22. د يوه مار په وجود د خداى (ج) او رسول الله (ص) سپيڅلي نومونه څرګند شول
  23. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  24. د پاکستان د مختلفو ښارونو د علماء کرامو او مشائخ عظامو تقريظونه
  25. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  26. د پلاستيکي يا د ښايست د پاره عملياتو حکم څه دی ؟
  27. د په دارځړول شويوکسانود ژوند وروستۍ جملې
  28. د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
  29. د چاغوالي او د بدن د سلامتيا لپاره د پام وړ ټکي
  30. د چینایې موبایلونو کوډونه
  31. د ژبې وړیا آنلاین ژباړن
  32. د ژوند د جوړې ټاکنه. کوم معيارونه
  33. د ژوند دردونکي
  34. د ښځو د تراويح لمونځ (قرضاوي)
  35. د ښځې او خاوند { زوجينو } حقوق
  36. د ښځې او خاوند تر منځ د خوشحالۍ راز
  37. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  38. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  39. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  40. د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
  41. د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ
  42. د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول
  43. د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟
  44. د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User