Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, March 31, 2012

كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي

{2}
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ماته یو سوال فیدا شوی که دهغی جوب راکڑی نو خوش به شم
ما یو موٹر فه نغدو ف20000 زره اخستی اوزه یی د6 میاشتو فه نیٹه فه 30000 خرسوم دا گٹه حلاله ده که حرامه وسلام
 عبد البصیر
{1}
سلام خالد منصور صاحب
كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي

 میروېس هډه وال

ځواب : 
په قرض سره په ګران قيمت خرڅول :

 که د  تجار يوشی په نغدو په يوقيمت خرڅوي مګر د قرض په معامله کې يې په ګران قيمت خرڅوي مثلاً يوشی په نغدو په ۱۰۰۰ افغانۍ او په قرض سره په ۱۰۵۰ افغانۍ خرڅوي دابيع دطرفينو په رضامندۍ ،دقرض موده ټاکل  او انصاف په نظر کې نيولو سره (داسې نه چې د اړ کس د بدې ورځې نه ناوړه استفاده وکړي ) رواه ده ځکه چې په قرض سره څه موده تيريږي چه د څه وخت لپاره د تجار سرمايه له تجارتي دوران څخه غورځوي .

(هدايه ج ۳ ص  ۳۱،اسلامې فقه ،زيورجنتي ،فتاوی المحمود ).

و الدليل عليه ما نقله الاستاذ القاضي محمد تقي العثماني حفظه الله في رسالته «‌‌البيع بالتفسيط نقلاً عن المبسوط للسرخسي في الفقه الحنفي‌:
«‌‌أما الائمة الاربعة و جمهور الفقهاء و المحدثين فقد اجازوا البيع المؤجل بأكثرمن سعر النقد بشرط أن يبتٌ العاقدان بأنه بيع مؤجل بأجل معلوم و بثمن متفق عليه عند العقد فأما اذا قال البائع‌: أبيعك نقداً بكذا و نسيئة بكذا و افترقا علي ذلك دون أن يتفقا علي تحديد واحد من السعرين فان مثل هذا البيع لايجوز و لكن اذا عيٌن العاقدان احد الشقين في م

 
دقرض معامله
 
کوم مال چې په قرض سره خرڅيږی دې طريقې ته په اسلامی شريعت کې بيع نسيه وايي دابيع د اخيستونکی سره دآسنتيا په نظر کې نيولو سره جايز ګرځول شوی ده .
دقرض معاملې په اړه ضروري احکام
۱- دقرض په معامله کې د تجار يا خرڅونکی رضامندي شرط ده بغير دهغه له رضامندی نه قرض لګول جايز نه دي .(اسلامې فقه )
 
۲- دقرض موده بايد وټاکل شي چې يوه مياشت يا دوې مياشتي وروسته به پيسې درکوم ،ددی وجې نه چه وروسته پدی کې اختلاف پيدا کيږي .(اسلامې فقه ،شرح التنوير ج ۴ ص ۳۴)
 
۳- په قرض باندې د سودا خرڅولو نه پس تجار ته دا حق نشته چې سودا واپس واخلي . (اسلامې فقه )
 
۴- دقرض دمودې ذياتولو حق د تجار دی . (اسلامې فقه )
 
۵- کله چې ټاکل شوی وخت پوره شي اخيستونکی به ژر تر ژره خپل قرض ادا کوي يا به له تجار څخه مهلت غواړي .(شرح البدايه ج ۳ ص ۳۷ ،اسلامې فقه ) .
 
۶- که تجار ياسوداګر دقيمت د اداکولو لپاره قسط مقرر کړ نو بيا په يوځل دقرض غوښتلو حق نلري .
 
۷- اخيستونکی به په خپل ټاکل شوي وخت تجار ته قرض سپاري اوهغه ته به پريشاني نه جوړوي .
رسول الله ص فرمايي : مَطْلُ الْغَنِیِّ ظُلْمُ ُ  دقدرت خاوند له ټال کول ظلم دي .
همدارنګه رسول الله ص فرمايي  : په ټولو کې ښه سړي هغه ته چې د چا دبقايا (قرض ) په ښه طريقه اداکوي . (اسلامې فقه )
 
۸- که موده پوره شي تجار د غوښتلو حق لري .
اِنَّ لِصَاحِبِ الْحَقِّ مَقَالاً حقدار ته د ويلو حق شته .
که بايع پوه شي چې مشتري مجبور دی نو بيا به د آسانۍ خيال کوي .
حديث شريف َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی.

 دسود پيږندل :
 
سود  په لغت کی ذيادت يا ګټی ته وايی چه په دوه ډوله دی ، د پور سود او د بيعی يا راکړی ورکړی
سود دواړه ډوله حرام سخته هلاکوونکی ګناه ده چه سختی خطرناکی پايلی لری .

: دپور يا قرض سود :
 
دپور سود هغه سود دی چه څوک چاته پيسی پور ورکړی له هغه څخه ذياتی پيسی واخلی يا د مودی په تيريدلو ګټه ورڅخه اخلی .
دبانک سود همدا ډول سود دی چه بانک دقرضدار په مثال وی چه په بانک کی د پيسو جمع کوونکی ته  دمودی يا مهلت له مخی ګټه ورکوی .
يا له بانکونو څخه پور اخيستل هغوی ته په ټاکلی فيصدی کټه ورکول .
داهمغه دجاهليت دوخت سود ته ورته سود دی چه په کفری نړی کی له همغه وخته په ميراث پاتی دی
او اوس په اسلامی امت کی هم د خريدلو په درشل کی دی .
مسلمانان بايد دی ستراقتصادی ناولی  طوفان ته سخت  فکرمن   وی پام کوی ! چه دی ناولی شيطانی  بازار کی ثبت نام ونه کړی .

  آن لاين اسلامې لارښود





  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

1 comment:

  1. یاره افرین شه او په تاسو شه چی سود مو هم رواه کړو دا ستاسو لا کوم مذهب او دین دی چی سود هم رواه کوی او بیا دا هم وایی چی سود ډیره عظیمه ګناه ده ؟؟؟؟؟
    چی دا رواه دی چی یو سړی چاه ته د ټاکلی مودی لپاره قرض ورکړی او بیا یی ترینه د یوڅه زیاتو پیسو په بدل کی واپس واخلی نو بیا سود څه ته وایی چی داسود رواه ګنۍ نوبیا خو ټول بانکی سیسټمونه هم همدغسی دی بیا خو هیڅ سود وجود نلری
    هر څه چی د دین په باره کی وایی نو باید د قرآن کریم او د احادیثو مبارکو په رڼا کی وی نه باید د ځانه فتوه ورکړۍ دځانه فتوه ورکول او یا هم کومه خبره په دین کی وراضافه کول بدعت دی او بدعت ګمراهی ده چی انسان د جهنم لمبو ته ورغورځوی

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User