Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, March 31, 2012

د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟



اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
محترم مفتي صاحب پاک څښتن د دژوند په ټولو امورو کې کامياب او موفق لره ستاسې ټولي باارزښته علمي او گټورې ليکني مونږ ته په زړه پورې دي او ډير څه مو له تاسې محترم څخه زده کړه لوى خداي دي درته اجر عظيم درکړي .
محترم مفتي صاحب زه يوه ډيره مهمه پښتنه لرم هېله ده چې تفصيلي ځواب يې راکړي تر څو زه له دغه مشکل څخه خلاص شم او غاړه مې بنده نشي.
محترما پښتنه پدي ډول ده چې زه دلته په بريتانيا انگلستان کې ژوند کوم دلته ماسره په پوهنتون (يونورسټي) کې په يو صنف کې يوه غير مسلمه جلۍ (پېغله) ده هغه ما سره ډيره زياته مېنه کوي او هر وخت ماته وايي چې که ته له ماسره واده کوي نو زه ديته تياره يم چې مسلمانه شم مگر زه په افغانستان کې کوژده شوي يم يعني په افغانستان يوه جلي ( پيغله ) زما په نوم ده او کوژده مې ورسره شويده نو اوس زه حيران يم که چرته زه لدي سره واده وکړم نو په افغانستان کې راته مشکل جوړيږي او که لدي سره واده نه کوم داسي نه چې غاړه مې بنده نشي هغه ځکه چې ددې غير مسلمي پيغلي داشرط دي چې زه ورسره واده وکړم نو هغه مسلمانيږي او که ويي نه کړم نو وايي چې نه مسلمانيږم اوس زه په دوو کې حيران يم چې څه وکړم او کومه لار خپله کړم د اسلام په چوکاټ کې راته يوه لار وښايي تر څو غاړه مې هم بنده نشي او مشکل مې هم حل شي مهمه خبره داده چې دغه غير مسلمه پيغله ديته حاضره نده چې مسلمانه شي او بيا کوم بل مسلمان هلک سره واده وکړي د هغي د مسلمانيدو يواځي شرط دادي چې زه ورسره واده وکړم .
خداى شته استخاره مې هم وکړه خو بيا هم په دوو کې حېران يم د مهرباني لمخي راته يوه داسي لار وښايي چې د دواړو جهانونو کاميابي مو پکې وي او که چرته زه له دي غير مسلمي پيغلي سره واده ونکړم نو ايا زما غاړه خو به بنديږي نه او خداي خو به ما په دغه کارسره ملامته کوي نه .
ډير مننه ستاسې د ارزښتناک ځواب په تمه
ستاسې کشر ورور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې په اسلامې شريعت کې د نامحرمو ښځو سره اختلاط ، ملګري کول ، ارتباط او مينه کول حرام دي .

الله جل جلا له  مؤمنانو ته حکم کړی چې : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

ځکه چې : إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً – يقناً چې (زنا) فاحش عمل او بده لاره ده .

او زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده .

 وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

نو ځکه د زنا د اسبابو څخه ځان وساتئ چې زنا ډير ناوړه او سپک عمل دی .

د نامشروع ارتباطاتو آخري پايله مجازي عشق او يا زنا ده او د نامشروع ارتباطاتو د وجې د نکاح ثمره هم خراب وي ځکه چې د هغه حواس او خيالات بې واکه او بې کنترول وي ، کيدای شي بله ورځ په خپلو شيطاني او بې واکه خيالاتو کې بل کس په نظر ښه ورغلی وي او بيا به د عشق د مرض او درد څه ثمره نه وي . نو مسلمان بايد له داسې ارتباطاتو ځان کلک وساتي .

دوهم : د کافرې ښځې سره تر هغه پوري نکاح کول جواز نه لري تر څو ايمان را نه وړي ، داسې کول جايز نه دي چې نکاح به ور سره وکړم او بيا به په کراره کراره دعوت ور کوم ، بلکي نکاح کول هغه وخت جايز دي چې هغې د اسلام ښکاره اعلان کړی وي .

قوله تعالی : وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ – يعني : او تاسې مشرکې ښځې تر هغه پورې په نکاح مه اخلئ تر څو ايمان راوړي .

دریم : ستا د پاره مسلمانه افغانه که څه هم په فيشن کې به د ارپا له نجونو کمه وي خو په ديندارۍ ، حيا او غيرت کې به تر هغې ډيره غوره وي بهتره ده ځکه چې قرآنکريم يې داسې فيصله کړې ده .

وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ – ترجمه : يقيناً مؤمنه وينځه (له آزادې ) مشرکې نه غوره ده که څه هم هغه تاسې ته ښه ښکاره شي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود






  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User