د مذاهب اربعه اتباع واجبه ده
مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده ، هره مسئله يې
د قرآن او ستنو د نصوصو په رڼا کې څيړل شوی ده چې د وجوب اتباع دلائل په
لاندې ډول دی
۱- په څلورو مذاهبو د امت اتفاق دی او د امت د اجماع اتباع واجبه ده .
۲- الله جل جلا له حکم کړی دی چې د شرعي مسائلو د نه پوهيدو په صورت د دين د پوهانو په لارښونه عمل وکړئ .
فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .
همدارنګه فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (النسآء ۵۹ ) .
اولی الامر څخه مراد د شرعيت لارښودونکي فقهاء او علماء او
همدارنګه د عدل قائمونکي د اسلامې نظام امراء دي ( فتح القدير ، ابن کثير )
.
د اولی الامر د امر منل او اطاعت په معروف باندې مقيد دی إنما الطاعة بالمعروف .. الحديث او يا امر بالمعروف او نهی عن المنکر باندې مشتمل وي .
د مذاهبو امامانو چې په تقوی او علم يې د ټول امت اتفاق دی
ټول مسائل يې د قرآن او سنتو د نصوصو په رڼا کې په ډير احتياط او د زياتو
څيړنو وروسته ترتيب کړی دي ، امت ته یې د قرآن او سنتو د اتباع حکم کړی دی
او ورستی وصيت يې دا کړی دی که مو چيرې په دغه شرعي مسائلو کې کومه مسئله د
قران او سنتو خلاف و مونده هغه پرېږدئ په قرآن او سنتو منګولې و نښلوی .
دلته په دې باره کې د امام ابوحنيفه اقوالو را اخلو:
أولاً – أبو حنيفة رحمه الله :
فأولهم الإمام أبو حنيفة
النعمان بن ثابت رحمه الله وقد روي عنه أصحابه أقوالا شتى وعبارات متنوعة
كلها تؤدي إلى شيء واحد وهو وجوب الأخذ بالحديث وترك تقليد آراء الأئمة
المخالفة لها :
1 – ( إذا صح الحديث فهو مذهبي ) . ( ابن عابدين في ” الحاشية ” 1/63 )
2 – ( لا يحل لأحد أن يأخذ بقولنا ما لم يعلم من أين أخذناه ) . ( ابن عابدين في ” حاشيته على البحر الرائق ” 6/293 ) .
وفي رواية : ( حرام على من لم يعرف دليلي أن يفتي بكلامي ) .
زاد في رواية : ( فإننا بشر نقول القول اليوم ونرجع عنه غدا ) .
وفي أخرى : ( ويحك يا يعقوب ( هو أبو يوسف )
لا تكتب كل ما تسمع مني فإني قد أرى الرأي اليوم وأتركه غدا وأرى الرأي
غدا وأتركه بعد غد ) .
3 – ( إذا قلت قولا يخالف كتاب الله تعالى وخبر الرسول صلى الله عليه وسلم فاتركوا قولي ) . ( الفلاني في الإيقاظ ص 50 ) .
همدارنګه دريو نورو امامانو همداسې وصيتونه کړي دي .
دا د امام ابوحنيفه رحمه الله وصيتونه وو چې د مذاهبو اتباع اصلاً د کتاب الله او سنتو اتباع دی.
د مذاهبو څنګه اتباع کول پکار دي :
فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د
امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ،
بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله
درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د
مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).
په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو
تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن
او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی .
لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی
چې ګنې خلک دې د الله او دهغه د رسول د اطاعت پر ځای د دغه بزرګانو
اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دا دی چې د الله جل جلا له او رسول الله صلی
الله عليه وسلم د حکمونو کومه تشريح چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو
حنيفه (رح) حضرت امام شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام
احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفي ابوالمختار )
.)
همدارنګه په دې اړه اللجنة الدائمة ليکي :
اولا : المذاهب الأربعة منسوبة
إلى الأئمة الأربعة الإمام أبي حنيفة والإمام مالك والإمام الشافعي
والإمام أحمد ، فمذهب الحنفية منسوب إلى أبي حنيفة وهكذا بقية المذاهب.
ثانيا : هؤلاء الأئمة أخذوا
الفقه من الكتاب والسنة وهم مجتهدون في ذلك ، والمجتهد إما مصيب فله أجران ،
أجر اجتهاده وأجر إصابته ، وإما مخطئ فيؤجر على اجتهاده ويعذر في خطئه.
ثالثا : القادر على الاستنباط
من الكتاب والسنة يأخذ منهما كما أخذ من قبله ولا يسوغ له التقليد فيما
يعتقد الحق بخلافه ، بل يأخذ بما يعتقد أنه حق ، ويجوز له التقليد فيما عجز
عنه واحتاج إليه.
رابعا : من لا قدرة له على
الاستنباط يجوز له أن يقلد من تطمئن نفسه إلى تقليده ، وإذا حصل في نفسه
عدم الاطمئنان سأل حتى يحصل عنده اطمئنان .
خامسا : يتبين مما تقدم أنه لا
تتبع أقوالهم على كل الأحوال والأزمان ؛ لأنهم قد يخطئون ، بل يتبع الحق
من أقوالهم الذي قام عليه الدليل ).
فتاوى اللجنة 5/28 .
ولا يجب على أحد اتباع مذهب
بعينه من هذه المذاهب ، بل عليه أن يجتهد في معرفة الحق إن أمكنه ، أو
يستعين في ذلك بالله ثم بالثروة العلمية التي خلفها السابقون من علماء
المسلمين لمن بعدهم ، ويسروا لهم بها طريق فهم النصوص وتطبيقها . ومن لم
يمكنه استنباط الأحكام من النصوص ونحوها لأمر عاقه عن ذلك سأل أهل العلم
الموثوق بهم عما يحتاجه من أحكام الشريعة لقوله تعالى ” فاسألوا أهل الذكر
إن كنتم لا تعلمون ” وعليه أن يتحرى في سؤاله من يثق به من المشهورين
بالعلم والفضل والتقوى والصلاح )
فتاوى اللجنة الدائمة 5/56 .
او تر ټولو مهمه دا چې آيا د اوس زماني خلک به په تقوای او
ديندارۍ کې مخکې وو که د ۸۰ هجرې زمانې خلک د هغوی څيړنې او تحقيقات به د
اطمان وړ وو چې د صحابه کرامو او تابعيونو سره يې ديدن شوی وو او که د اوس
زماني ؟
امام ابوحنيفه رحمه الله په ۸۰ هجرې سنه کې زږيدلی دی ، د
څلورو امامانو مشر او د اسلامې امت اولين مجتهد بلل کيږي ، حنفي مذهب
يوازنی مذهب دی چې په دور عثماني کې يې په ټول اسلامې امت ۶۰۰ کاله حکم کړی
دی .
اللجنة الدائمة (عربستان ) په اړه ليکي :
ومذهب الإمام أبي حنيفة رحمه الله قد يكون أكثر المذاهب
انتشاراً بين المسلمين ، ولعل من أسباب ذلك تبني الخلفاء العثمانيين لهذا
المذهب ، وقد حكموا البلاد الإسلامية أكثر من ستة قرون ، ولا يعني ذلك أن
مذهب أبي حنيفة رحمه الله هو أصح المذاهب أو أن كل ما فيه من اجتهادات فهو
صواب . فتاوى اللجنة الدائمة 5/56 .
و الله اعلم
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. ډیره شکریه ښاغلی هده وال صاحب چی زمونږ پوښتونو ته د قرآن او سنت په رڼا کی ځوابونه ورکوی.الله ج دی نور هم بریالی لره .زما یو پوښتنه ده هغه دا چی یو قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی په کورس کی البته کومه پرده هم نه وی په منځ کی؟
ReplyDeleteډیر ښکلی مطلب مو لیکل د څلو ر مداهبو باره کی، دومره باید ووایو چه یو مذهب خاص کول او دهغه تقلید کول درسته خبره نده بلکه زمونږ معیار باید قران او حدیث اوس دمذهب خبره چه قران او حدیث ته نږدی وه باید و یی منو مونږ سره باید مذهب مطرح نه وی بلکه قران او حدیث په رڼا کی باید دمسلی اصلی حقیقت ته ځان ورسو، که پدی لار کی هر مذهب مونږ سره همکاری کوی نو مونږ تری باید استفاده وکړو، خو اوس خلک مذهب په داسی متعصبانه ډول تقلید کوی چه نورو ته مختلف نومونه او القاب ورکوی، او ان تر دی پوری په مستندو کتابونو کی داسی لیکل شوی اګر چه لدی حدیث نه دامسله داسی معلومیږی خو چونکه زمونږ مذهب سره توافق نه لری نو مونږ یی پریګدو، او بل داچه به اکثر مذهبی فقهی کتابونو کی داسی مسلی شته چه هغه صراحتا دحدیث سره سمون نه خوری خو هغه باندی بیا عمل کیږی او ددرس به وخت کی دانه ویل کیږی چه دامسله درسته نه ده.
ReplyDeleteEnter your comment...ډیرښکلی اډه وال صاحب الله مو ترډیره پوری ژوندی لره الله دی نور هم توفیق درکي
ReplyDelete