Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, July 20, 2011

لیدل سترګه نه، بلکې دماغ يې کوي

لیدل سترګه نه، بلکې دماغ يې کوي

د هغو ښوونو له کبله چې موږ يې په ټول ژوند کې ترلاسه کوو داسې فکر کوو چې موږ دا ټوله نړۍ د خپلو سترګو په مرسته وينو. چې بالاخره معمولاً دې پايلې ته رسیږو چې زموږ سترګې نړۍ ته بیرته شوې کړکۍ ده. خو ساينس موږ ته راښيي چې موږ د سترګو په مرسته ليدل نه کوو. په سترګو کې پرتې ميليونونه عصبي حجرو دنده دا ده چې لکه د يو کيبل په څير دماغ ته پيغام وليږي څو د "ليدلو عمليه" پيښه شي. که موږ هغه معلومات تحليل کړو چې په ليسه کې مو زده کړي دي دا به خورا آسانه شي چې د ليدلو حقیقت وپيژنو.هغه رڼا چې له يوه جسمه منعکس کيږي د سترګو له عدسيې څخه تيريږي د سترګې په شاتنۍ برخه کې پر ريټينا يو سرچپه انځور جوړوي. وروسته له دې چې د ريټينا د مخروطی او میله یې حجراتو د يو لړ کیمياوي غبرګونونو څخه تير شي دا تصویر پر برقي سيګنالونو بدليږي. بيا دا سيګنالونه د عصبي سيستم د اړيکو له لارې د دماغ شاتنۍ برخې ته ليږدول کيږي. د دماغ دا برخه دا جریان په يو له معنی ډک، درې – بعدي تصوير بدلوي.د بیلګې په توګه کله چې ته ماشومانو ته ګورې چې په يوه پارک کې لوبې کوي، ته دا ماشومان او پارک په سترګو نه وينې، ځکه د دې نندارې انځور ستا د سترګو په وړاندې نه رامنځته کيږي، بلکې ستا د دماغ په اشتنۍ برخه کې رامنځته کيږي.که څه هم موږ دا موضوع په خورا ساده ډول روښانه کړه خو د فزيولوژي له پلوه باصره يوه پيچلې عمليه لري. پرته له کومې نیمګړتيا څخه رڼا پر برقي سيګنالونو بدليږي او بيا دغه برقي سيګنالونه يوه رنګينه، ځلانده او درې – بعدی نړۍ راښکاره کوي. آر-ايل ګريګوري پخپل کتاب "سترګه او دماغ" کې اعتراف کوي چې د ليدلو يا باصرې فزيولوژي د دې مهم حقيقت پخلی کوي او دا هیښنده جوړښت داسې روښانه کوي:موږ ته په سترګو کې کوچني تت او سرچپه انځورونه راکول کيږي خو موږ په چاپيره فضا کې بيلابیل بشپړ اجسام وينو. پر ريټينا د سيموليشن له نمونې څخه موږ د اجسامو نړۍ درک کوو او دا کار له يوې معجزې څخه کم نه دی.دا ټول حقايق يوې پايلې ته رسیږي. په ټول ژوند کې موږ داسې فکر کوو چې زموږ له دماغه بهر يوه نړۍ شته، خو حقیقت دا دی چې دا نړۍ زموږ د دماغ په منځ کې ده. که څه هم موږ په دې عقيده يو چې زموږ نه بهر يوه نړۍ شته خو دا نړۍ زموږ د دماغ په یوه خورا کوچنۍ نقطه کې ده. د بيلګې په توګه، ديوه شرکت رئيس کیدی شي فکر وکړي چې دی د شرکت د ودانۍ له بهرني شتون سره، په پارک له موټر سره، د ساحل تر څنګ له خپل کور سره، د تفریح بيړۍ، او د خپلو ټولو کارمندانو، قانوني وکيلانو، کورنۍ او خپلو ملګرو سره مستقيم تماس لري. خو، د دې خلکو يوازې هغو انځورونو سره مخامخ کيږي چې دده د کوپړۍ په منځ د دماغ په يوه کوچنۍ برخه کې جوړيږي. دی د مادې د اصليت په اړه چې په بهرنۍ نړۍ يا چاپيريال کې دی هیڅ معلومات نه لري.دی له دې حقيقته نا خبره دی، ان که فرضا دی خبر هم وي نو په دې موضوع به يې د فکر لپاره ځان نه وي په تکليف کړی. کله چې هغه په خورا غرور د خپل قيمتي موټر تر څنګ دريږي او باد د ګرد او خاورو يوه کوچنۍ ذره او يا يو کوچنی جسم د هغه سترګو ته ور باد کړي کیدی شي په چټکۍ سره د خپلې سترګې په مښلو پيل وکړي، سترګې خلاصې کړي او و به ګوري چې: هغه څه چې ده مادي شيان ګڼل د مښلو له کبله سرچپه حرکت کوي او يا يوه څنګ ته روان دي. کيدی شي په دې وخت کې دی درک کړي چې هغه مادي شيان چې دی يې په چاپيريال کې ويني ثابت نه دي.دا ټول ښيي چې هر سړی پخپل ټول ژوند کې هر څه پخپل دماغ کې ويني او هغه ټاکلي مادي جسم ته نشي رسيدلی چې فکر کوي د دوی له خوا تجربه کيږي. هغه انځورونه چې موږ وينو زموږ په دماغ کې د هغو اجسامو کاپي دي چې له موږه بهر موجود دي. موږ د دې اجسامو د اصليت په اړه هيڅ معلومات نه لرو.که څه هم د ارواپوهنې جرمن پروفيسر هويمر فون ډيټفورت يو مټرياليست دی خو د یو ساينسي حقيقت په توګه دا خبره په لاندې ډول مني:فرق نه کوي چې که موږ دا بحث په هر ډول مطرح کړو په پايله کې یې تغير نه راځي. هغه څه چې زموږ په وړاندې د يوه بشپړ انځور په توګه ښکاري او هغه څه چې زموږ سترګې ويني د نړۍ اصليت نه دی. دا يوازې د نړۍ انځورونه، هغې ته ورته والی او يوه طرحه ده چې د نړۍ له اصليت سره د هغوی اړيکه د بحث لپاره پرانستې ايښې ده.د بيلګې په توګه، که چيرې ته هغې خونې ته يو نظر واچوې چې په کې ناست يې، دا خونه چې ته يې وينې ستا له دماغه بهر نه ده بلکې د هغې خونې يوه کاپي ده چې ستا په ذهن کې موجوده ده. ته هيڅکله نشې کولی د خپلو پينځو ګونو حواسو په مرسته د دې خونې اصليت ته ځان ورسوې
 
د هارون یحیی نه په مننه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User