Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, June 19, 2012

آیا ښځې ته جايزه ده چې نارينه خياط ته د ګنډلو جامې يوسي ؟


سلام واحترامات : بازهم یک سوال دارم به امید جواب ان :سوال من این است که من یک دختر استم من میخوام که کالی خود را به خیاط مردانه ببرمم ایا از نکاه اسلام این چه حکم دارد
خور

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ښځې ته جايزه نه ده چې د سخت ضرورت پرته نارينه خياط ته د کنډلو د پاره خپلې جامې يوسي ځکه په دې کار کې لاندې فتنې او خطرونه موجود دي .

اول : د بيګانه نامحرم کس سره اختلاط ، د بيګانه سره اختلاط کول په اسلامې شريعت کې منع او حرام دی :
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .
لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (۳۰۰۶ بخاری ).
ژباړه : هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي .

دوهم : د خاوند د کور نه بغير بل ځای د جامو ايستل ، د جامو يا لباس کچه او اندازه ګيري يا خياط ته د اندازې د پاره د خپلو جامو ورکول په لاندې حکم کې شامل دي .
دأبو المليح الهذلي نه روايت دی چه د (حمص) دښار ځنو ښځو بی بی عايشې رضی الله عنها ته د وردګ اجازه وغوښته . عائشه رضی الله عنها ووِيل : کيدای شي تاسې له هغو کسانو څخه وﺉ چې عمومې حمامو ته ننوځي .
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اوريدلی چې فرمايل یې :: «أيما امرأة وضعت ثيابها في غير بيت زوجها فقد هتكت ستر ما بينها وبين الله» (صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه).
هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او خدای جل جلاله تر منځ پرده څيرې کړی ده .
فتاوى المرأة المسلمة” (2/576، 577)
په دې اړه د عربستان د جيد عالم عبدالرحمن البراک څخه پوښتنه شوې ده چې : آيا د ښځې د پاره جايز ده چې خپلې جامې د کنډلو د پاره خياط ته يوسي او په يو مخصوص اتاق کې د هغه د قد او جامو اندازې اخلي همدارنګه د جامو بدلولو د پاره مخصوص اتاق وي ؟
په ځواب کې وايي :
په مسلمان ښځه باندې د خپل عزت او کرامت ساتل فرض دي ، په خاصه ټوګه کله چې له خپل کور څخه ووځي او بيا په خاصه ټوګه چې کله بازار ته لاړه شي ، بازار د انساني او جني شيطانان مرکز دی ، او په خاصه توګه د جامو کنډلو محلات او خياطی د ښځو د پاره د فتنې ځای دی ځکه ددي چلونکي په غالب ګمان امانتداره خلک نه وي نو ددې ويره شته چې (کله په مخصوص اتاق کې ښځه جامې بدلوي ) د مخفي کامرې په وسيله د هغه لوڅ تصويرونه واخستل شي .
نو کمه ښځه چې له الله تعالی څخه ويرېږي د هغې د پاره جايزه نه ده چې په داسې ځای کې خپلې جامې و باسي .
فالواجب على المرأة المسلمة أن تحافظ على كرامتها وعرضها أن يمس بأي سوء ، ولاسيما إذا خرجت من بيتها ، فإن الأسواق والمحلات ميادين ومراتع لشياطين الإنس والجن ، ومحلات الخياطة من أخطر الأماكن على المرأة فتنة ؛ لأن العاملات فيها غير مأمونات في الغالب ، فلا يؤمن أن يقمن بتصوير المرأة كاسية أو عارية ، ولا يخفى أن آلات التصوير قد بلغت مبلغاً خيالياً في الدقة ، بحيث يمكن تصوير من يراد تصويره من غير شعور منه ، وعلى هذا فلا يجوز للمسلمة التي تخاف ربها، وتغار على نفسها أن تخلع ثيابها في هذه المواقع المشبوهة ( شيخ عبدالرحمن البراک ) .
ټولو مسلمانو با وقاره با عفته خوندو ته مو دا پيغام دی چې :
ډير احتياط کوئ ، د خپل عزت او کرامت حفاظت کوئ ځکه ځمکه فساد پر سر اخيستي ده ، بازارونه اکثراً له فاسقو او فاجرو خلکو ډک دی ، داسې کسان شته چې هغوی قصداً د ښځو لوازم خرچوي ، قصداً د ښځو جامې ګنډي چې ددې نه يې مطلب د بيګانه ښځو سره خبرې کول ، هغوی ته کتل … او نورو  باندې خپل ژوند خوشحاله او مست تيرول وي بلکي مطلب يې د خلکو د ضرورت رفع کول نه وي .
مسلمانې خوندې دې خپل کرامت او عزت د خپل سکندرې ديوال او کلک دفاعي سنګر چې اسلامې حجاب او اسلامې آداب دي وساتي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود


  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  37.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  38. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User