Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, March 25, 2012

د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟



علماء او مؤرخين د حضرت علی رضی الله عنه  د قبر په ځای کې اختلاف نظر لري چې مشهور اقوال په لاندې ډول دي :

۱- داچې حضرت علی رضی الله عنه  د عراق د کوفې په قصر الاماره کې دفن شوی دی ، چې دا قول د محمد بن سعيد په تاريخ بغداد ” ( 1 / 136 )  او قول د ابن خلکان په کتاب د وفيات الأعيان کې او همدارنګه ابن تيمية فی مجموع الفتاوى ” ( 27 / 446 ) ذکر کړی دی .

۲- بل قول د عبدالله العجلي چې خطيب البغدادي ورڅخه نقل کړی دی ، هغه دا چې حضرت علی رضی الله عنه  د کوفي په نا معلوم ځای کې دفن شوی دی (تاريخ البغداد ۱/۱۳۶ ) .

۳- بل قول د حافظ ابن نعيم دی ، هغه دا چې لومړی په کوفه کې دفن ؤ وروسته د هغه زوی حسن مدينې ته نقل کړ (تاريخ بغداد ۱/۱۳۷ ) .

۴- بل قول د ابراهيم الحربي دی چې ابن ابی يعلی ورڅخه نقل کړی دی ، هغه دا چې په حقيقت کې د حضرت علی رضی الله عنه  د قبر ځای نه دی معلوم (طبقات الحنابله ۱/۹۲ ) .

په پورته اقوالو کې صحي قول دا دی چې هغه په کوفه قصر الاماره کې دفن شوی دی دا چې په کومه حصه او څنګه دفن شوی دی څه معلومات نشته ځکه چې هغه وخت دا ويره موجوده وه چې خوارج د هغه څه توهين و نه کړي .

او دا چې حضرت علی رضی الله عنه  د ايران د مشهد په نجف کې دفن شوی يا د افغانستان په مرازشريف کې دفن شوی دا د رافضان باطلې ادعاوي دي هيڅ حقيقت نه لري اول دا چې څنګه دوه قبرونه لري ، نجف او مزار او دوهم دا چې دا ادعا هيڅ کوم معتبر عالم او مؤرخ نه ده نقل کړی .

او دا د رافضانو د باطلو خرافات څخه دي چې هغوی غواړي په اسلامې امت کې د شرک او بدعت اډې جوړې کړي .

نور تفصيل دلته وګورئ . الخلاف في مكان قبر علي بن أبي طالب وهل هو في ” أفغانستان ” ؟!.

آن لاين اسلامې لارښود

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User