Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 12, 2012

دلاټری ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام


دقمار تعريف :
هر هغه معامله که په بازۍ لګولو، شرط لګولو يا دبخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او ميسر وائی .
 
داسلام مقدس دين چه سراسر دعدل اوانصاف دين دی ، داقتصادي  نظام لپاره هم دخاص حدودو عدل او انصاف  ديوه  خاص نظام درلودنکی دی  .
اسلام داسې ظلم کله رواه کنړي شي  چه په هغی کې يو کس دغربت له پاسه نور هم غريب پاتی شي  اوبل کس بغير له کوم عمل اوخواری کښلو نه قارونی خزانه تر لاسه کړي  اويا دغريبانو اوفقيرانو دجيبونو نه رقم جمع کړ شي  اويوکس بغير له شرعی وجی نه په اتفاقی ډول دهغه مالک جوړ شي .
 
دقمار حرمت :
قوله تعالی :   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90سورة المائدة).
ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دې  څخه لپاره ددی چه نجات ومومی ء .
قمار سخت ناره عمل دی چه په قرآنکريم په سختو ټکو حرام شوی دي .
اول : دې څيزونو ته رجس (ګنده ګی ) وفرمائل شو چه ددی نه بايد هر سالم عقل خپله اجتناب وکړی .
دوهم : داچه داد شيطان کار وګرځول شو.
دريم داچه دشرابو او جواری حرمت دبت پرستی سره جمع کړشو .
 
 دجاهليت په زمانه دخلکوتر منځ  د قيمار کاربار ډیر ذيات ؤ ، خلک  ددی عمل دومره عاشقان وو چه ډير کرته به يې  خپل بال بچ او خپلی ښځی هم پری داؤ کولی ،
چه داسلام مقدس دين پر يوه ځل ټول د قيماربازی ډولونه حرام اعلان کړل .
پدی قسم معاملو کط  بيع مزابنه ،محاقله ،ملامسه ،منابذه او حصاده او نور صورتونه موجود وو ، چه د احاديثو په کتابونو کې ذکر شوي دي  .
 
خو اوس زمان دقمار څه ډولونه له پخوا پاتی دی ځني نور اوس په نويو شکلونو را پيدا شوي دی لکه :
لاټری ، بخت حساب او په سربسته ډبليو کې جايزی  چه په يوه ډبی کې هيڅ يا کم شی وي اوپه بل ډبي کې جايزه وي او داسې نور دی .
دلاټری ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام خو دخلکو هدف نه وي بلکې هدف يې د جايزی وتل وي .
پدی کې ګټه او توان نامعلوم وي ، د ډيروخلکو پيسی جمع کيږی او هغه د بخت او اتفاق په ډول بغير له کوم عمل او خواري يو کس ته حواله کيږی چه همدا قمار دي .
د قمار ټول نوی ډولونه مولانا مفتی محمد شفيع صاحب په خپل کتاب جواهر الفقه  کې په پوره وضاحت سره جلاجلا بيان کړی دی  او همدارنګه د هند د ندوة العلماء دارالعلوم فاضل مولانا مجيب الله ندوی په خپل کتاب اسلامی فقه کې ښه وضاحت ورکړي دي د نور وضاحت لپاره يې هلته وګوری .
زمونږ ليکنه خو لنډه وي او په چټکه ټوکه دخلکو خبرول دي .
 
پخوانی ډولونه يې د بازی لګولو او شرط لګولو لکه د آسونو لوبه ،کوتربازی اونوری لوبی چه شرط پکې وی .
کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ )
يعنی هر هغه څيز چه په قمار کې داخل وي – هغه د ميسر په حکم کې داخل دي چه دماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو پيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواری ده .
او حضرت راشد بن سعد اوحمزه بن حبيب قول هم همدغه دی چه ماشومان که په غوزانو ،هګو سره ګټلو پيللو او جنګولو لوبی کوي دا هم په قمار کې شامل دی (جواهر الفقه ) .
 
 
پانګوالو او سوداګرو ته پيغام :
ښاغليو پانګوالو اوسوداګرو !
چاچه په رښتنی ټوګه افغان کړيدلی ولس ته دتجارت په برخه کې خدمت کړی متعال خدای ج په ژوند ،مال ،اولاد اواعمالو کې برکت واچوي اوخدای ج يې دې په دارينو کې سرلوړی لری .
 
دبانکونو جوړيدل خو واقعاً چه دخلکو لپاره ذيات سهولت دي هغه هم پداسې ملک کې چه هلته امنيت نه وي ،خوچه د اسلام اقتصادی نظام مطابق وي .
نن زمونږ په هيواد کې بانکونه جوړ شوي خو ځنی يې په ناولې شيطانی بازار لړلی دی .
ددغه بانکونو پانګوالو څخه په ډيره مهربانی زمونږ هيله داده چه خپل بانکونه دې د اسلام په اقتصادی نظام برابر کړی  ترڅو کټه يې نوره هم ذياته شی او دخلکو په زړونو کې ځای هم پيدا کړی .
 
اوهغه ښاغلی سوداګر چه په جايزه سره خپل جنس خرڅوی لدی جايزي تير شئ ، ځکه که جنس مو ښه کيفيت ولری نو بې جايزی هم خرڅيږی ولی که خراب وي خو لومړی ځل به يې په جايزه وپلوری دوهم ځل به يې بيا په څه شی خرڅوې  ؟
لدی نامناسب عمل څخه تير شئ .
 
ځکه داسې عمل په يوه اسلامی ټولنه  کې ډير نامناسب دي بايد دولس دلويو قربانيو درناوي وکړئ   اولږ زمونږ د ولس دربدره ګونډو او سپيرو يتيمانو ته وګوری چه دا د څه لپاره ؤ ؟
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User