Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 12, 2012

د هغه ډريور حکم څه دی کوم چې دايم په سفر کې وي ؟




محترما سلامونه مې ومنې راته ويلي شي؟جه د ډريور حكم سه دي مسافرشمير كيدي شي . داخوتول عمر فه سفركي تيروي؟
قاري الهاشمي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

د دائمی او ډېر وقت په سفر کښی تیره ونکی کسان لکه وظيفې په مهال او سوارلى وړونكۍ موټرچلونكۍ او کرايي ګاډو ډريوران چې روزانه ځي راځي او یا لس دولس ورځی تیره وې په سفر کی لکه وظيفې په مهال او د شرعي سفر په اندازه مسافه طی کوي ،
كله چه خپل استوګنی ښار چه کوم ځای کی کور وې او وو سیږی او چه کوم ځای ته سفر کوې او هلته څه وقت تیره وې لکه وظيفې په مهال او یا ډرېور دګادې لوډ کیدو په انتظار وې
نو لمونځ به پوره کوې او په تلو را تلو کی به لمونځ مسافرانه كوى .

خلاصه : نو اګر چه ستاسې د اقامت نيت تر پنځلسو ورځو کم دی د وظيفې په مهل لیکن دا دائمی سفر دې نو په تلو را تلو کی به لمونځ مسافرانه كوى . كله چه خپل استوګنی ښار چه کوم ځای کی کور وې او وو سیږی او چه کوم ځای ته سفر کوې او هلته څه وقت تیره وې لکه وظيفې په مهال او یا ډرېور دګادې لوډ کیدو په انتظار وې
نو لمونځ به پوره کوې او په تلو را تلو کی به لمونځ مسافرانه كوى .

د قصر يعنې مسافرانه لمانځه د پاره دوه شرطونه دي :

اول د سفر مسافه : کله چې د سفر موقيعت له خپل اقامت ځای څخه ۷۸ کلو متره لرې وي .
دوهم د سفر موده : کله چې مسافر د سفر نيت له نمې مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي .
کله چې دغه دوه شرطونه مينځ ته راشي مسافر به مسافرانه لمونځ کوي هغه که هر څومره وخت وي .
«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )
همدارنګه د چا چې د سفر نيت له پنځلسو ورځو کم وي او د سفر فاصله موجوده وي هغه که هر څومره وخت تيروي د سفر لمونځ به ادا کوي :
«أو ينوي اقامة نصف شهر بموضع صالح لها فيقصر ان نوي الاقامة في اقل منه أي في نصف شهر».
و في الرد:
«(قوله: في اقل منه) ظاهره و لو ساعة واحدة». (رد المحتار: 1/581 ط)

د کرايي ګاډو دريوران چې روزانه  ځي راځي او د شرعي سفر په اندازه مسافه طی کوي ، دوی به هم مسافرانه یعنې قصر مونځ کوي .

دسوارلى وړونكۍ موټرچلونكۍ چه له خپل استوګن ښار نه ووزى لمونځ به مسافرانه كوى كله چه بيرته خپل ښارته راشى پوره لمونځ به كوى،

 دسفرقصداوپه قصدسره عمل كول چه په شرعى سفرسره ياديږى
 په احكاموكښى تغيرراوړى لكه د روژى خوړل او دڅلورركعته لمو نځ په بدل كښى دوه ركعته لمونځ كول، كه دسفرقصدنه وى چه پر ټوله نړۍ راوګرځى مسافرنه دى، همدارنګه كه دسفرنيت وكړى اوپه سفرئې شروع كړى نه وى هم مسافرنه بلل كيږى، دسفرمسا فه دمقصد ترځاى پورى پروچه لارداوښ په ميانه تګ يا پياده (پلى) ميانه تګ د درو ورځولارده شپه نه حسابيږى ځكه چه شپه د اسراحت دپاره ده، په سفركښى له سهار نه ترماښامه تګ شرط نه دى ځكه چه لمونځ كول،

 ډوډۍ خوړل اواسرحت كول هم په سفر كښى داخل دى لكه چه په فتاواووكښى وايى كه څوك د ورځى له سره بياترماپښين پورى تګ وكړى داسراحت ځاى ته ورسيږى هلته شپه تيره كړى دوهمه اودريمه ورځ همداشان وكړى نوشرعى مسافردى، په هدايه كښى وايى چه اندازه په فراسخو سره معتبره ده چه په ضعيف روايت يوويشت (٢١) فرسخه اوفتوى پراته لس (١٨) فرسخه ده .
كه څوك د درو ورځولاردموټرپه ذريعه په لس (١٠) ساعته كښى يادالوتكى په ذريعه په يوه ساعت كښى قطع كړى شرعى مسافر دى .
د وچى دلارى تګ د اوبوله لارى سره برابرنه دى ځكه هره لارځان ته تعين دوخت غواړى، داماماعظم اوبوحنيفه (رح) په حكم مسا فربه څلورركعتيزه فرض لمونځ دوه ركعته اداكوى اضافه تردوه ركعته روانه دى كه ئې تردوه ركعته اضافه فرض لمونځ وكړ ګنهګاردى، كه فرض لمونځ څلورركعته داسى وكړى چه وروسته له اولو دوو ركعتوپه قدردالتحيات ناسته وكړى نواول دوه ركعته ئې فرض او آخر دوه ركعته ئې نفل شول مګردغه لمونځكونكۍ ګنهګارشوځكه چه د دوو ركعتوفرضوسلام وځنډی دى، همدارنګه كه وروسته له اولو دوو ركعتوناسته ونه كړى اوڅلورركعته فرض ادا كړى فرض لمونځ ئې باطل شواوپه نفل سره بدل شو، 

مګردامام محمدبن ادريس شافعى (رح) په حكم د مسافر څلورركعته فرض لمونځ عزيمت دى او دوه ركعته ئې رصخت دى، دسهاراوماښام لمونځونه مسافر ندى ځكه كموالى هم پكښى نشته، په سفركښى چه څوك آرام وى دلمانځه سنت دى نه پريږدى كه ئې تلوارووچه موټرورنه تلى يادسفرملګرى ناراضه كـيدل نوسنت دى پريږدى .
څوك چه په نيت دسفرله كوره ووت چه له خپل استوګن ښار يا كلى د آباديونه تيرشى دسفرلمونځ به كوى، ترڅوچه داقامت نيت پنځه لس ورځى يااضافه ترپنځه لس ورځوپه كوم بل ښارياكلى كښى كوى،

 دغه پنځه لس ورځى يا اضافه مذهب دامام اعظم ابو حنيفه (رح) دى اوروايت ئې عبداله بن عباس (رض) اوعبداله بن عمر(رض) كړيدى، دعسكرنيت دقبول وړنه دى بلكه داميرنيت معتبردى همدارنګه د ښځى د اقامت نيت اعتبارنلرى دميړه نيت ئې معتبردى، 

دسفرلمونځ له نيت وروسته پر مسافرلازم دى، كه مسافرنيت له پنځه لس ورځونه كم وكړنولمونځ به پوره نه كوى ځكه چه مسافردى يعنى دڅلور ركعته فرض پرځاى به دوه ركعته كوى همدارنګه كه دمقصد منزل ته ورسيږى اونيت د اوسيدوئې له پنځه لس ورځونه كم ووخوپنځه لس ورځى ئې تيرى كړى بيائې هم داسى نيت ووچه نن ياسبابه ځم اوپه دغه ترتيب كلونه ورباندى تيرشول لمونځ به پوره نه كوى دوه ركعته د سفرلمونځ به كوى ځكه چه مسافردى، 

له بيهقى نه په صحيح سندسره روايت دى چه عبداله بن عمر(رض) په آذر بايجان كښى شپږ مياشتى او انس (رض) په نيشاپوركښى شپږ مياشتى تيرى كړى لمونځونه ئې دوه ركعته مسافرانه كول، 

كه موټرچلونكى كوم بل ښارته باروړى وى او د بيرته راتلودپاره دبارپه لټه كښى وى چه نن يا سبا به بارپيدا شى لدى ښارنه ځم پدغه اميدكښى مياشتى پرتيرى شى لمونځ به دوه ركعته مسافرانه كوى، 

همدارازهغه دسوارلى وړونكۍ موټرچلونكۍ چه له خپل استوګن ښار نه ووزى لمونځ به مسافرانه كوى

 كله چه بيرته خپل ښارته راشى پوره لمونځ به كوى، 
داسلام عسكر چه دغزادپاره دكفروطن ته ننوزى ترڅوچه فتح ئې كړى نه وى په مابين كښې د قرار او فرار وى د اقامت نيت ئې صحيح نه دى،
 مسافرچه په مقيم امام پسى اقتداوكړى اودلمانځه وخت نورهم پاته وى نوپرځان ئې متابعت دامام لازم كړكه په اول دلمانځه كښې شريك شويوى كه په آخركښى لمونځ به پوره څلورركعته كوى، 
د مسافر د قضائى لمونځ اقتدادمقيم امام په قضائى لمونځ پسى روانه ده ځكه چه دمسافرقضائى لمونځ په متابعت دامام څلورركعته نشى كيداى، كه امام مسافر وو او مقتديان مقيم وه امام دى خپل دوه ركعته لمونځ وكړى سلام دى وګرځوى مقيم خلګ دى سلام نه ګرځوى خپل لمونځ دى داسى اداكړى چه په پاته ركعتوكښى دى هيڅ قرائت نه وايى په قدر د الحمد لله دى خاموش ودريږى 
ځكه چه دوى خلف الامام دى، پرامام باندى مستحب ده چه وروسته له سلام نه پرمقتديا نو ږغ وكړى
 (زه مسافريم تاسى خپل لمونځونه پوره كړى) ددى ويناګټه داده چه مقيم خلګ پوه شى چه په پاته لمانځه كښى قرائت ونه وايى،
 په ابوداود او ترمذى كښى ليكلى دى چه رسول الله (ص) چه مكى ته مسافرراغلى وو اودمكى خلګوته ئې لمونځ وركړ وروسته له سلام نه ئې داسى ويناوكړه،
 كله چه مسافرخپل داستوګنى ښارياكلى ته راورسيږى لمونځ به پوره كوى
 كه څه هم د اقامت نيت ئې كړى نه وى 
ځكه چه په خپل ښاركښى داقامت نيت ته حاجت نشته، كه څوك داستو ګنى ښارياكلى بدل كړى يعنى كوم بل ښارياكلى ئې داستوګنى دپاره غوره كړبياپه سفر ولاړى

 اوهغه اول استوګن ځاى ته ورسيدى لمونځ به پوره نه كوى ځكه چه مسافردى،


 
  1. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  2. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  3. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  4. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  5. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  6. ولې ارږمي باسو؟
  7. په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
  8. په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
  9. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  10. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز
  11. په دينو حلقو کي برخوالو ته
  12. په روژه د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
  13. په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
  14. په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې
  15. په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
  16. په روژه په لاندې توګه خواړه وخورئ
  17. په روژه کښې خوب کې احتلام وشي
  18. په روژه کی د استمنا حکم
  19. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  20. په روژه کې قی وهل
  21. په روژه کې له دې خواراکونواو خواړو څخه ډډه وکړﺉ
  22. په روژه کې مسواک
  23. په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
  24. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  25. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  26. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  27. په مسجد کې سوال غوښتل
  28. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  29. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  30. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  31. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  32. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  33. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  34. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  35. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  36. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  37. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  38. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  39. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  40. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  41. کورنۍ، جومات او روژه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User