سوال :-دپښتنورواج ده چی دخپل منځی دښمنی ختمولولپاره
هغه مقابـل لوری ته چی دمړی پوريي پری باندی وی دغه بل مقابل دهغه مړی په بـدله کی
ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
ځواب :- داداسې نارواعمل اولــــوی ظــلم ده چی پــــه تمــــام جهـان کی يــي ساری نه لیدل کیږی بلکی دجاهلیت په زمانه دمشرکانوپه اعمالوکی چی دښځو متعـــــلق يي ډیــــــرزیات دانـــــسانیت خـــلاف ظلـــمونه کول هم کوم اثرنه لیدل کیږی چونکی داپه اصل کی دحورو انســانانوخرڅـــول دی چـی په شریعت کی ډیر سخت حـرام دی دحوروانسانانودخرڅوونکوســــــره الله تعالی دجهنم وعده کړیده الله تعالیﷻ انســــان بیـــــا مسلمان ډیرغزتمــــند پیـــــداکړیده لکه چی الله تعالیﷻ فرمايي ولقــــــدکرمنابـــــــنی ادم لهذا دهغو درجه له چارپایانو سره بــرابــرول دقران اوحدیث اوعقل سلیـــم خــــــــلاف ده اوبـــل په دی عـمل سره د دغې ښځې ټول عمربرباد شی ددغی ښځی رضایت هم ختـم شی اومــــهريي هــــم له منـــځه ولاړشی اودادخــداي پاک ددی ایـــات خــلاف ده .واحل لکم ما وراء ذالکم ان تبتغواباموالکم الخ یعنی حلال دی تـاسولره ددینه ماسواء چی طلب يي کړی په بدله دمهرکی یعنی الله تعالیﷻ فرمايي چی تاسوله نوروپردیوښځوسره نکاح کولای شی دهغونه ماسواء کوم چی مونږحرام کړیدی خوپه بدله دمهرکی ورسره نکاح کولای شی لهذاداعمـل دقـــران او حــــدیث خــــلاف ده اودخـــپل قریب سره داسې ظلم کول ډیره بې رحمی ده الله تعالیﷻ دی مسلمانان دداسی ناوړه رواجونونه خلاص کـړی
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.