Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 20, 2012

سوال :-یوله رواجونودپښتنوڅخه دارواج هم ده پسونه دننواتې په نامــه ورولې



سوال :-یوله رواجونودپښتنوڅخه دارواج هم ده چی دخپل منځې دښــمنی اوخفګان ختمولولپاره هغه مقابل خفه لوری ته چی دغه لوری پری ملامت شوي وی پسونه دننواتې په نامــه ورولې تــــرڅوهغه خوشحاله شې بیاهغه خلګ دغه پسه حـلالوی اوپــخوی يي اوپدی روغه جوړه کی موجودخلګ يي خوری په شریعت کی د پښتنو ددی عمل حکم څه ده ؟ 

ځواب
:- کـــه دمفـــسیرینــواوفقهاووعبارت مخته کیږدواوغورپری وکړو نورامعلومیږی چی داعمل ناجائزاودغه غوښې حرامې دی تفسـیــرکابلی دالله تعالی ﷻ ددی قول لاندی لیکی ومااهل به لغیرالله مطلب داچی دالله تعالی ﷻ دنامه نه ماسواء دکوم بـــت یاجـن یا مرشدپه نامه يي وټاکې دهغه دتقرب اورضاغوښتنی په نیت يي ذبح حـــلال کړی دهغه دخوښـــی په نیت دهغه ځناورساه ایستل مطلب وی ددی ټولودغوښوخوړل حرام دی ولو که دحلالیدوپه وخت کی دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی هـــمدارنګه تفسیر معارف القران لیکې کوم یوځـــناورچی دغیرالله دنزدیکت اورضــا
حاصلولولپاره حلال شی یعنی دهغه دوینی تویولوغرض داوی چی داغیر خوشحاله شی اودذبحی حـــلالیدوپروخـــت دالله ﷻ نوم پری واخستل شی لکه چی ډیـــرناخـــبره مسمانان دبزرګانـــواوپیرانوپـــه نامه دهـــغوی درضا حاصلولولپاه ځناورذبح کوی اودالله تعالی ﷻ نوم پری اخـــلی داشــکل هم په اتفاق دعلمأووسره حرام ده اوذبح (حــــــلال)شــوی شی مردارده . همدارنګه نفسیربیـــضاوی اوتفـــسیرقرطـــبی هــم ددی ایات لاندی داسی نفســـیرکړی دتفــــاسیـــرودعبـــاراتومطلب داشوچی کوم ځناوردچادرضـا غوښتنی اوخوشحالی دپاره حلال شی دهغی غوښی خوړل حرام دی اګرکه دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی اودرمـختارپه کتاب ذبائح کی پــه دی هکله داسی لیکې
ذبح لقدوم الامیرونحوه کواحـــدمن العظمایحرم لانه اهل به لغیرالله ولوذکراسم الله درمــختار کتاب ذبــائح - کوم ځناور چی ذبـــح حـــلال شــی دامیردراتګ په خاطــــــریادنورو لوړرتبه خـــلګولـــــپاره حرامیږی ولوکه دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی ځکه چی په دی ذبح دغیردنامواوزشوی درمخـتارله دی عباراتونه ورسته ددغه ځناور او دهغه ځناورچی دمیلمستیاپه خاطــرحلال شوی وی فرق بیان کړیده چـــــی دمیلمستاپه پسه کی دغوښو خوړل مـــطلب وی اوپه همدی نیت حلالیږی نوغوښې خوړل يي جائزدی اوپه دغه ذکر شوی صورت کــی د غوښوخوړل مطلـــب نه وی بلـــکی ذبحه حـــلالیدل مطلب وی چی هغه خوشحاله شی نو ځکه دااهـــل به لغـــیرالله شونومــردارده او غـــوښی يــي حـرامی دی انتهی همدارنګه دننواتې په پسه کی هم حلالــیدل اوخوشحالیدل مـــطلب وی او خوړل دغوښو طبعاپکښی راځې بالاخره د مذکروعباراتوپه رڼاکی ویـلای شوچی دپښتنوداعمل ناجائزاودی ننواتی دپسه غوښی حرامی دی . 



زامنوچې دپلار اواکا { تره } سره په ګډه کار کړی وي اوس په تقسیم کې برخه لري اوکنه ؟
د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟
د ښځې د پاره د پتلون اغوستل جايز دي ؟
پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
چې مونږ ديوګناه په ليدو څومره خفه کيږو
ددې عظيم جرم د ګناه څخه د خلاصون لاره
د توبی د قبوليت دری شرطونه دی : د توبې فضيلت او اهميت
د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
زه به په ټول کې د ټیت فشار په علتونو او علاج خبرې وکړم
میرمنې او له جنسي اړیکې کرکه
سوال :-ډیرخلګ دی شب برات په شپه متاؤی غــورزوی شـــوی براتــونه او اورونه بلوی ټیرونه سوځی شریعت نبوی ﷺدی عمل ته په کوم نظرګوری ؟
سوال :- پخول د خوراک په ربیـع الاول کی او یا په مــــــحرم کی صحح ده کنه ؟
سوال :-ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم { برات } اولســــم دمحرم اوداسی نوری خلګ دیته ښې شپې وايي اوپه ډیرجوش سره يــي لمانځې دشریعت له نظــره څنـــــــګه دی ؟
سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
ايا موندل شوى مال تاوان لري؟
په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
دښكار دپاره څو خاص شرطونه مقرر دى چى بايد په نظر كى ونيول شي
سوال :-ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی په دی نیت چی زمابــچی پیـداشی اویامیخونه ټــکوهی په دی نیت چی زما مراد حـاصل شی داعمل ترکومه حده نــاجائــزده ؟
سوال :-بعضی خلګ قبرونوته ورځی اوطواف پری کوی (پـری راګرزی)په شــریعت کی ددی عمل څه حکم ده ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User