Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, June 9, 2012

استمناء (موټک ) څه حکم لري او په دې اړه ځوان نسل ته څو خبرې

 [1]

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

بعد : مایوه پوښتنه له تاسو محترموسره شریکوله هغه داچي زمایو ډېرنږدې دوست دی چي هغه خپل ځان په لاس سره خالي کوي یعني {موټ} وهي دی وایي چي کله یوه ښځه ووینم نو شهوت مي راپورته شي نو موټ ووهم..تاسو ددې پوښتني جواب داسلام دنګاه څخه‎ راکړی چي ګناه ده اوکنه؟؟اوتاوان لري اوکنه؟؟یامشوره ورته راکړی چي په څه طریقه داکارپریښودلی شی..ډېره مننه.

عبدالحکیم سمسور

 

(2)
زمانظر دپورتنی موضوع په هکله داوو چی په ننی عصر عموما لکه د افغانستان به څیر په غریب ملک کی ځوانان چی د تولنیز او اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی نو ددی وجی نشی کولی واده وکړی نو دغسی څوانان د خپلی شهوانی غریزی د مرفوع کولو په خاطر د نور لارو څخه کاراخلی ،لکه دلاسونو په واسطه انزالول د منی او داسی نور چی وروسته پری سخت پښیمانتیا اظهارکوی او پوښتنه می دا وو چی دغه عمل په شریعت کی جوازلری اوکنه
س . ضياء


{3}

سلامونه او نیکی هیلی می ټولو محترمو استادانو او عالمانو ته ډالی دی!
وروسته دا چی په شرع کی شرم نه شته او اسلام داسی یو دین دی چی د ژوند هیڅ اړخ بی ځوابه نه دی پریښی یو سوال لرم ځکه چی نن سبا زمونژ ټولنه ډیر فاسده او خرابه شوی ده او د هر اړخ څخه مو فسادفحشا ته هځوی.
پوښتنه: دا چی نن سبافساد او فحشا اوج ته رسیدلی او ځوانان موخرابیژی که څوک په دی وډار شی چی زنا یا لواطت به رانه وشی، په دی وخت کی جرق یا موټک وهل سنګه دی او ددی کار ګهنا سنګه ده په عادی حالت کی او د زنا یا لواطت څخه د ډار په حالت کی؟
د ځواب په انتظار یم
منننه

——————————————————
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الاستمناء : د استمنی له مصدر څخه دی چې په لغت کې د منيو ايستلو ته وايي او په اصطلاح کې بغير د جماع څخه د شهوت د پاره د مني اخراج هغه که د لاس په ذريعه ، نظر او فکر سره وي يا کومه بله طريقه .
د استمناء حکم : استماء يا خپله انزال د جمهورو علماوو له نظره حرام دی ځکه الله تعالی د مؤمنانو د صفاتو په بيان کې فرمايي :
« وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (٥)إِلا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (٦)فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (٧)»[مؤمنون:7-5]
(په باورې ډول هغو مؤمنانو بری ميندلی دی ) کوم چې د خپل شرم ځايونو ساتنه کوي ،پرته له خپلو ښځو او مينځو چې په هغه باره کې پر دوی ملامتيا نشته ، لکن څوک چې له دې څخه پرته بله لاره اختياروي ، نو دا راز خلک زياتي کونکي شميرل کيږي .
په پورته آيت شريف کې دا بيان وشو چې څوک علاوه له شرعي ښځې او وينځې پر بله کومه لاره جنسي غريزه ارضا کړي له حد نه تيريدونکی بلل کيږي .
علماء کرامو له همدې پورتني آيت شريف څخه د استمناء حرمت استنباط کړی دی ،او له بلې خوا د طب له نظره هم دا ثابته شوی ده چې استمناء ډير جسمي او روحی زيانونه لري .
جاء فی الموسوعة الفقهية : الاستمناء باليد إن كان لمجرّد استدعاء الشّهوة فهو حرامٌ في الجملة ، لقوله تعالى : { والّذين هم لفروجهم حافظون ، إلاّ على أزواجهم أو ما ملكت أيمانهم فإنّهم غير ملومين ، فمن ابتغى وراء ذلك فأولئك هم العادون } . والعادون هم الظّالمون المتجاوزون ، فلم يبح اللّه سبحانه وتعالى الاستمتاع إلاّ بالزّوجة والأمة ، ويحرم بغير ذلك .
نو څوک چې قدرت لري نکاح دې وکړي او که د نکاح قدرت نه لري صبر به کوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :
 [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ][1]
ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .
الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .
ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .
نتجه دا شوه چې توانا کسان به نکاح کوي او څوک چې توان نه لري هغه به صبر کوي تر څو  الله تعالی هغوی په خپل فضل غنيان وګرځوي يا نکاح يا صبر بله لاره وجود نه لري .
که څوک د نکاح دپاره په لاس کې څه نه لري نو قرض دې وکړي په دې بايد پوره يقين ولري چې الله (جل جلا له ) به ده ته د قرض د خلاصولو اسباب برابر کړي ،لکه څنګه چې په حديث شريف راغلي چې  پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: [ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ][2]
«دری ډلې دي چې الله تعالی حتماً د هغه سره مرسته او مدد کوي ،غلام چې غواړي د آزادۍ اسباب برابر کړي او ځان له مالک څخه خلاص کړي ،هغه څوک چې غواړی خپل عفت او عزت په شرعي ازدواج سره وساتي (نکاح ) ، او د الله تعالی د لارې مجاهد .»
د زنا د وېرې استمناء څه جکم لري :
د زنا د وېرې نه د استمناء په اړه د مذاهبو د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی ځنې وايي په داسې وخت کې جايز ده او ځنې وايي په هر حال استماء حرام عمل دی و الله اعلم ( شخصاً په دې باره کې سقوط اختياروم ) .
په دې اړه د اسلامې لارښود بيان :
د اسلام مقصد د اسلامې شريعت اوامرو ته غاړه ايښودل او حرام کارونو څخه د ځان ساتل دي او نفسي خواهشات تر پښو لاندې کول دي .
د مجرد مسلمان د پاره اسلامې شريعت د صبر توصيه کړي ده ، لکه په پورته الهي او نبوي ارشاداتو کې چې بيان شول.او کوم نفس ، او شيطاني خيال چې د حرامو تمنا لري نو خپل نفس او هوا ته دې وويل شي چې ايا د اور په لمبو د ور ختلو توان لرې او که نه ؟ زما نازک بدن خو د اور توان نه لري ، زه خو ددې توان نه لرم چې د خپل چښتن (جل جلا له ) سره کړې وعده ماته کړم ، نو بيا دا ياغي شهواني خيال کنتروليږي ، او که د کنترول د پاره د صبر پر ځای حيلو جوړولو ته مخه کړو نو دا به خپله تباهي وي .
بل دا چې الله (جل جلا له ) مؤمنانو ته حکم کړی دی چې د زنا او فحاشت اسبابو ته مه نږدې کيږئ : : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )
د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ، د شیطاني ورکشاپونو سريالونه کتل ، فاحش فلمونه کتل او داسې …
نو زما ځوانه وروره ! چې تر نيمو شپو د فاحشو تلويزيونو فاحشو سريالونو ته ناست وې ، موبايل دې له فاحشو سندرو او فاحشو فلمونو ډک وي نو ولې به له واکه نه وځي ؟
ځواني خو د عبادت اساسي مرحله ده ، چيرې دی ستا عبادت ؟ ، چيرې دی ستا درس او کتاب ؟
مسجد ته د تګ پر ځای سريال ګورې ، سينما ته روان وې ، د نجونو لارې چارې .
د الله تعالی د (محبت او ويرې ) د اوښکو او غم پر ځای مجازې عشق بازۍ وسوځولې .
د درس ، کورني کار ، مطالعې ، انکشاف او اختراع پر ځای د شهواني خيالونو په پالنه او روزنه بوخت يې .
په داسې حال کې به ولې ستا شهواني خيال ستا پر عقل او دماغ قبظه نه کوي ؟
ګرانه ! که ددې شهواني او شيطاني خيالونو پر پالنه او روزنه اخته وي دنيا او آخرت به دې دواړه برباد کړي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود


  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  

Popular Posts : Most viewed All time


1 comment:

  1. عبدالحکیم سمسور7/16/2012 10:14:00 AM

    السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته..

    دهډاوال ویب قدرمنو کارکونکو ستاسو ټولو څخه یوه نړۍ مننه چي زمادپوښتني ځواب مو راکړ..الله پاک موتل ترتله بریالي لره..الله پاک موخوښ اوخوشحاله لره اوالله پاک دي ډېر اجرونه درکړی..ډېرمنندوی او احسان منونکی مو یم.. انشاآلله چي په راتلونکي کي به بیا هم ستاسو سره اړیکي نیسم اوخپلي پوښتني،شعرونه اونورمطالب به درسره شریکوم..په پای کی مو بیاهم ډېره ډېره مننه کوم...

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User