Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, May 10, 2013

څوک خپلې ښځې ته په موبایل کې ووايي چې ته نوره زما ښځه نه يې


سلام علیکم:

که چیرې یو څوک خپلې ښځې ته په موبایل کې  ووايي چې ته نوره زما ښځه نه يې او همدارنګه بیا ورته صرف یو ځل ووايي چې زه تا ته طلاق درکووم چې هغه يي واوري او یا  د شور ماشور له وجې څخه يې وا نه وري  نو د اولې او دوهمې جملې سره کوم قسم طلاق واقع کیږي ؟ ښځه پرې دایمي طلاق ګرځي او که نه بیا ورته رجوع کولای شي ؟ 
رجعت بیا څنګه کیږي نکاح طریقه شاهدان او نور یي څنګه دي او همدارنګه که په دې دوران کې جماع وشي څه حکم لري

هیله ده چې زما نوم په نیټ کې خپور نکړۍ او ماته هر څومره چه امکان لري ژر ځواب راکړۍ زما په ایمیل کې ځواب راکړۍ او دا سوال په نیټ کې خپراوۍ نو زما نوم مه ورسره لیکۍ .
 
په درنښت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زه به طلاق ورکړم په لفظ سره طلاق نه واقع کيږي ( لا نه وعدکذا في الشامي ) (1) اودالفظ طلاقنامه ليکم سره هم طلاق نه واقع کيږي اوکه دويونکې شک وي چې طلاق ورکوم مي ويلى اوکه طلاق به ورکوم مي ويلى نودشک په صورت کې طلاق نه واقع کيږي اوپه کوم صورت کې چې طلاق واقع کيږي يو طلاق واقع کيږي اوپه ګنوناستوکې له بيا بيا ويلو څخه که دهغه مرادله  لومړې طلاق څخه خبرورکول وي نوپه دې تکرارسره نوې طلاق نه واقع کيږي ( في الدرالمختار علم انه حلف ولم يدربطلاق اوغيره لغا کما لوشک اطلق ام لا ولوشک اطلق واحدة اواکثربنى على الاقل الخ ) (2)
فتاوی دارالعلوم ديوبند د زوجيت څخه د وتلو کلمه استعمالول کنايه الفاظ بولي داسې چې ښځې ووايي ته ما د زوجيت څخه جلا کړی ، يا داسې ويل چې ته زما ښځه نه يي ، که نيت يې طلاق وي طلاق بائن واقع کيږي د دواړو په رضامندی سره به د نکاح تجديد کوي او که نيت يې د طلاق نه وي طلاق نه واقع کيږي ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۹ ص ۲۶۵ – الدرالمختار کنايات ج ۲ ص ۴۴۶ – عالمګيری ج ۱ ص ۴۳۱) .
مسلمانانو وروڼو او خوندو ته مو دا نصيحت دی :
چې د طلاق د الفاظو کارولو څخه که صريح وي او يا کنايي وي ځان وساتي ځکه بې ضرورته ، د مسخرو په شکل ، د غصي او بې احتياطې له وجې طلاق سختې خطرناکې پايلې لري .
د خپل ځان او خپلې ميرمنې جوړ ژوند بې ضرورته بغير له څه وجې مه بربادوئ .
قرآنکريم د يوې ښځې فرياد چې د طلاق د خطرناکو پايلو په اړه خپل رب جل جلاله په ژړا فرياد کوي داسې بيانوي :
قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .
بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .
ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وويل په دې باره کې حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .
ښځه لاړه او د خپل رب په دربار کې په ژړا سره داسې وايي :
ای الله جل جلا له  ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره يې بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .
او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :
«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: ! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).
تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

دطلاق ورکولو الفاظ

په کومو الفاظو چه طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ :

۱- صريح الفاظ : د صريحو الفاظو نه مراد هغه الفاظ دي چه په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چه بغير له طلاق بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي  ،مثلاً ښځی ته يې وويل چه ما تالره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .
په دغو صريحو يا واضيحو الفاظوسره که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو  ، که يې  نيت کړی اوکه نه ، که په فکر يا سنجيدګی وي او که نه يا په ټوقو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږی چه په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ  کی چه د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي همغه به واقع شي .

۲- کنايه الفاظ : کنايه الفاظ داسې الفاظ دي چه هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي  يا چه دهغی  مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا دغصی اظهار هم کيدای شی ، مثلاً يو سړی ښځی ته ووايی  زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما سره ستا اوس ګزران نه کيږی  او داسی نور .

په داسی الفاظو کی نيت ته اعتبار ورکول کيږي  که يی نيت طلاق وی نو طلاق بائن به پريوځی او که نيت يې طلاق نه وي نو طلاق نه واقع کيږی .
فاکنايات لا تطلق بها قضاء الا بنية او دلالة الحبال . فنحوا اخرجی اذهبی (تنوير الابصار مع هامش ردالمحتار ج ۳ ص ۲۹۶ ) .
و لو قال لها اذهبی بای طريق شئت لا يقع بدون النية و ان کان فی حال مذاکرة الطلاق (الفتاوی هندية ۱/۳۷۶ ) .
وسئلت اللجنة الدائمة عمن قال لزوجته : علي الطلاق تقومين معي ، ولم تقم معه . فهل يقع بذلك طلاق ؟
فأجابت :
إذا كنت لم تقصد إيقاع الطلاق وإنما أردت حثها على الذهاب معك فإنه لا يقع به طلاق ويلزمك كفارة يمين في أصح قولي العلماء ، وإن كنت أردت به إيقاع الطلاق إذا هي لم تستجب لك وقع به عليها طلقة واحدة اهـ فتاوى اللجنة الدائمة (۲۰/۸۶ )
مسلمانانو ته مو دا نصيحت دی چې د طلاق د الفاظو کارولو څخه که صريح وي او يا کنايي وي ځان وساتي ځکه بې ضرورته ، د غصي او بې احتياطې له وجې طلاق سختې خطرناکې پايلې لري .
د خپل ځان او خپلې ميرمنې جوړ ژوند مه بربادوئ .
قرآنکريم د يوې ښځې فرياد چې د طلاق د خطرناکو پايلو په اړه خپل رب جل جلاله په ژړا فرياد کوي داسې بيانوي :
قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .
بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .
ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وويل په دې باره کې حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .
ښځه لاړه او د خپل رب په دربار کې په ژړا سره داسې وايي :
ای الله جل جلا له  ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره يې بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .
او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :
«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: ! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).
تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

و الله سبحانه وتعالی اعلم




(1)  وگورى الدرالمختار على هامش ردالمختار للشامي ( ج ٢ ص ٦٥٧ ط س
(2)  الدرالمختار على هامش ردالمختار کتاب الطلاق ( ج ٢ ص ٦٢٣ ط س







 
 

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
     
     
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  37.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  38. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User