Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 12, 2012

که د ذهني ستړتيا سره مخ يې نو ويې لوله






ژباړه: عبدالرزاق حبيبي


ولې همېشه د ستړتيا احساس کوئ؟ آيا پوره خوب نه کوئ او که کوم جسمي او يا روحي مشکل لرئ، چې ستړتيا يي درته پیدا کړې ده؟
ستړتيا او يا ذهني نا آرامتيا يو له هغو سترو مشکلاتو څخه ده، چې ګڼ شمېر خلک ترې شکايت کوي او مجبورېږي ډاکټر ته مراجعه وکړي، ډاکټر رالتسون په دې اړه وايي (( د ذهني نا آرامۍ په اړه خلک مختلفې خبرې کوي، ځيني وايي چې حوصله نه لرم، ځيني وايي سخت ستړی يم او ځيني بيا وايي چې همېشه داسې ستړی يم چې هيڅ کار ته مې ډډه نه لګېږي)).
که له ډېرې زياتې ذهني ستړتيا څخه نور پوزې ته راغلي يئ نو کېدی شي دا ستاسو د جسمي مشکل له لامله وي، چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړو، دا ستړتيا کېدی شي د زيات کار کولو له وجې وي، مګر تر ټولو زيات احتمال لرونکی ځواب د دې ټولو خبرو برعکس دی، يعنې تاسو په کافي اندازه کار نه کوئ.
څنګه له ستړتيا څخه خلاص شو؟
ډاکټر رالتسون وايي (( د نن ورځې د ذهني ستړتيا تر ټولو ستر لامل په عصري بڼه ژوند کول دي، لکه زيات وزن ، له اندازې زيات خوراک ، او په کافي اندازه ورزش نه کول)).
د پوهانو په وينا چې د ژوند په شېوه کې د بدلون لپاره بايد درې بدلونونه راوستل شي، چې په هغې سره تاسو کولی شې ستاسو د بدن د انرژۍ په مصرف کې انقلاب راولئ.
۱- هغه څه چې خورئ
کوښښ مه کوئ، چې د خپل بدن د انرژۍ اندازه مو د کافي او يا خوږو لرونکو موادو په خوړلو سره لوړه کړئ، په دې کار سره يواځې ځان ستړی او د وينې په قندونه کې ګډوډي رامنځ ته کوئ، ددې پر ځای متعادل غذايي رژيم چې سالم وي او مېوی، سبزي او پروتين لرونکی وي انتخاب کړئ، په دې اړه ډاکټر رالتسون وايي (( که خلک له سالم غذايي رژيم څخه استفاده وکړي، نو ذهني ستړتيا به هم ورته کمه پېښه شي، د سالمې غذا خوراک په دې معنی چې تاسو به مناسب وزن ولرئ، ځکه چاغوالی د ستړتيا يو ستر لامل ګڼل کېږي)).
۲. په يوه شپه او ورځ کې څومره ويده کېږئ؟
په ۲۰۰۷ کې په امريکا کې د يوې ترسره شوې ټولپوښتنې په ترڅ کې نژدې ۶۰ فيصده خلکو ويلي و، چې په يوه اوونۍ کې کافي خوب نه کوي او د بې خوبۍ له لامله سخت په تکليف دي نو که غواړۍ چې ذهني ستړتيا ونه لرئ نو پوره خوب وکړئ، کوشش وکړئ، له ويده کېدو مخکې کافي ونه څکئ او په يوه تياره او آرام ځای کې ويده شئ.
۳. څومره ورزش کوئ؟
ډاکټر رالتسون وايي دا ډېره مهمه موضوع ده، چې سړی د ورزش لپاره منظم وخت ولري، که غواړۍ چې خستګي مو لري شي نو منظم ، همېشنی او پيوسته ورزش وکړئ، ورزش کم تر کمه درې ساعته مخکې له خوب څخه ترسره کړئ.
آيا ورزش مو ستړي کوي؟ حقيقت دا دی، چې ورزش کول انسان ته انرژي ورکوي، په دې اړه چې څومره څېړنې هم شوي دي، ټولو څخه همدا يوه پايله لاس ته راغلې ده، چې هغه بې حرکته کسانو چې ورزش پيل کړي، نسبت هغه کسانو ته چې آرام کوي او له ورزش څخه بې پروا وي د ستړتيا او خستګۍ احساس ډېر کم کوي، په دې هم پوه شئ چې ورزش کول، له دواوو زياته انرژي بدن ته ورکوي.
تر ټولو غوره کار څه شی دی؟ په اوونۍ کې څو ورځې؟ د څومره وخت لپاره په کومه اندازه ورزش وکړو؟ ډاکټر رالتسون وايي چې په اوونۍ کې څلور ورځې هره ورځ د ۴۰ دقيقو لپاره ورزش د بدن لپاره ډېر مفيد دی.
په څومره وخت کې بايد ددې پايلې وګورو؟ ددې کار د پايلو لپاره بايد سړی صبر وکړي، ځکه هر څه په يو وار نه واقع کېږي، لږ تر لږه بايد يوه مياشت صبر وکړئ، تر څو د هغې لومړي نتايج وګورئ، د وخت په تېرېدو سره احساسوئ، چې ستاسو پرمختګ ډېر سست شوی دی، خو نا اميده کېږئ مه له درېو تر شپږ مياشتو صبر خپل ورزش ته دوام ورکړئ، له هغې وروسته درته په پوره ډاډ سره ويلی شم، چې بیا به د بدلون احساس کوئ او ښه تجربه به ترلاسه کړئ.
ډاکټر رالتسون وايي : لږ تر لږه که مو يوه مياشت ورزش وکړ، په کافي اندازه ويده هم شوئ او بيا هم د خستګۍ او ستړتيا احساس کوئ نو بيا يې په بل لامل پسې وګرځئ.
نور کوم دلايل دي، چې د انسان د ستړتيا او خستګۍ لامل کېږي؟
همېشنۍ ستړتيا نور طبي عوامل هم لري، څنګه کولی شئ، تشخيص کړئ، چې اصلي مقصر څوک دی؟
لنډ ځواب يې دا دی، چې تاسو يې نشې ويلی، که ځواب يې غواړئ نو بايد يو ډاکټر سره مشوره وکړئ.
ځيني هغه عوامل چې ګومان کېږي چې د ذهني ستړتيا لامل کېږي
۴. د وينې کموالی
ګڼ شمېر خلک د ذهني ستړتيا لامل د وينې کموالی بولي، چې په ډېر ساده ډول او د يو کوچنۍ معاينې له لارې کولی شئ خپله وينه تشخيص کړئ، خو دا مشکل په ځانګړي ډول په ښځو کې صدق کوي، هغه ښځې چې ډېر وخت ناستې وي د وينې کموالی په کې ليدل کېږي، تاسو کولی شئ، چې د وينې د کموالي لپاره هغه خوراکونه وخورئ چې په ډېره اندازه وسپنه ولري، لکه سرخي غوښه او يا هغه سبزي چې شنه رنګونه لري، چې دا د ويني د کموالي د پوره کولو لپاره ډېره آسانه او ساده نسخه ده، او که په بدن کې د وسپنې له کموالي سر ټکوئ نو هغه خوراکونه وخورئ چې په ډېره اندازه وسپنه ولري.
۵. په بدن کې د کليدي مغذي موادو کمښت:
لکه پوتاشيم، ددې کمښت د تشخيص لپاره هم يو معاينه وکړئ او له هغې وروسته يي علاج وکړئ.
۶. د تيروئيد مشکلات:
د تيروئيد غدې زيات کار او يا هم کم کار يعنې د تعادل له منځه تګ هم کولی شي، د خستګۍ او ذهني ستړتيا لامل شي، د ويني د معاينې له لارې کولی شئ د تيروئيد غدې د تحريک کوونکو هورمونونو فعاليت اندازه او ارزيابي کړئ.
۷. شوګر يا شکر:
هغه کسان چې شوګر يا شکر لري او هغه نه شي کنترولولی، ښه احساس نه کوي، که د ذهني ستړتيا او خستګئ احساس کوي نو بايد د وينې له د بدن پوره معاينه وشي.
۸. ذهني خفګان:
که مو د ستړتيا او خستګۍ له احساس سره ذهني نا آرامي او د اشتها نه شتون او يا هغه شيان چې پخوا پر تاسو خوشحاله وئ اوس ترې خوند نه شئ اخستلی دی، نو امکان لري، چې تاسو ته ذهني خفګان رسېدلی وي.
۹. په خوب کې نفس تنګي يا ساه بنديدل
که د خوب څخه له بيدارېدو و روسته هم د ذهني ستړتيا احساس کوئ، نو بايد پوښتنه وګړئ،چې آيا په خوب کې مو خراری کاوه کنه؟ ځکه د ذهني ستړتيا يو لامل کېدی شي، په خوب کې د ساه بندېدل يا نفس تنګي وي، په دې حالت کې سړی له خوب وروسته خسته او د سر درد لري.
۱۰. د زړه مرض چې تشخيص شوی نه وي
ذهني ستړتيا او يا خستګي کېدی شي د زړه د مرض له لامله وي، خودا کار زیاتره په ښځو کې واقع کېږي، ډاکټر رالتسون په دې اړه وايي (( که مو د ورزش پر مهال احساس کړ، چې ډېر نا آرامه يئ او يا په سم ډول يې نه شئ ترسره کولی، هغه ورزش چې پخوا به درته د اوبو څښلو په شان اسان و، کېدی شي، دا ستاسو لپاره د خطر زنګ وي، چې زړه مو تکليف پيدا کړی دی، نو په دې اړه له ډاکټر سره مشوره مه هېروئ.

 منبع : اصلاح انلاين

 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User