Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, May 11, 2012

د ازموينې پۀ ورځو کې بايد څۀ وخورو؟



ژباړه : عاقله هاشمي
زياتره وخت مونږ ازموينې ته پۀ نږدې ورځو کې او يا د ازموينې پۀ ورځ د تمرکز لۀ نشتوالي او پرېشانۍ سره مخ کېږو او پۀ دې نۀ پوهيږو چې د مناسبو خوړو پۀ خوړلو سره دا ټولې پرېشانۍ تر يوې اندازې لرې کېږي .
ازموينه
فکري کړنې :
لکه څۀ رنګه مو چې وويل ، زياتره خلک فکر کوي چې فکري کړنې کومې انرژۍ ته اړتيا نۀ لري او پۀ دې دليل د چاغېدلو لۀ وېرې کم خواړۀ خوري او حتی ځينې وخت د وزن د کم ساتلو لۀ پاره لۀ درس ويلوڅخه وړاندې کم خواړۀ خوري او يا هيڅ خواړۀ نۀ خوري او ناسم فکر کوي چې دا کار به کومه ستونزه نۀ رامنځ ته کوي .
مګر دا مهمه  ده چې فکري کړنې هم ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري ، او د ډېر فکري تمرکز لۀ پاره بايد ډېره انرژي موجوده وي ، لۀ همدې کبله هغه کسان چې د عادي خلکو پۀ پرتله ډېرې فکري کړنې ترسره کوي بايد لۀ هغو خوراکي توکو څخه چې ډېره کالوري ولري ګټه پورته کړي ، نو لۀ همدې کبله د وزن د کمولو لۀ پاره خواړۀ نۀ خوړل سمه کړنه نۀ ده .
د اړتيا وړ خوراکي توکي :
هغه خوراکي توکي چې د ازموينوپۀ ورځو کې د اړتيا وړ دي .
لومړني يې د (ويټامين بي) لۀ ډلې څخه دي ، دا ويټامينونه پۀ غلو، ينه ، غوښو او لبنياتو کې ډېر موندل کيږي.
پۀ دې توکو کې لۀ مړوونکو توکو سربېره د (ساپونين) پۀ نوم يو بل ترکيب هم شته چې د پرېشانۍ ضد او ارام بښونکی دی . پۀ دې هم بايد پوه شو چې د وينې کمښت هم د ذهن د خرابېدو او تمرکز نۀ لرلو لامل کېدای شي .
د وسپنې او (ويټامين بي ١٢) کموالی د يادولو قدرت لۀ منځه وړي او د ځينې مطـلبونو هېرېدل منځ ته راوړي ، لۀ همدې کبله پۀ دې دوره کې د سرې غوښې ، ماهي او ساردين پۀ ترتيب سره کارول د ذهني کړنو د تقويې لۀ پاره ډېر ګټور ثابت شوي .
د يادو شويو توکو نه پرته  د (استيل کولين) پۀ نوم يو بل ترکيب پۀ بدن کې د اعصابو او مغزو د سولولونو عمل کوونکی پېژندل شوی لۀ دې امله د هغو خوراکي توکو کارونه چې ( ليستين او کولين) لري د دې ترکيب  د تامين لۀ پاره ګټور دي .
د دې توکو سرچينې عبارت دي لۀ : هګۍ ، ينه ، موم پلي او د سويا لوبيا . چې لۀ هګيو او ينې څخه بايد د خوراک پۀ اصلي وختونو کې او د موم پليو او د سويا لوبيا څخه د همدې وختونو ترمېنځه ګټه واخيستل شي .
لۀ سبزيجاتو څخه هم نعنا او ريحان د خفګان ضد او د عصبي سيستم د سولولونو د تقويې او کاهو د (کلسيم ، پوتاشيم او لاکتوکاريم) ترکيب پۀ لرلو سره د پرېشانۍ پۀ لرې کولو کې مهمه ونډه لري ، لۀ همدې امله لۀ ويدۀ کېدلو څخه مخکې د کاهو د اوبو او مڼې د اوبو مخلوط (پۀ مساوي اندازو) پۀ څښلو سره کولی شئ چې ارام لرونکی خوب وکړئ .


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User