Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, May 11, 2012

د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟



 السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

الله ج دی ستاسي دغه لوی خدمت د ميزان په تله کې حساب کړی. واقعا چې انلاين اسلامی لارښود يوه نړيواله پاڼه ده چې په پښتو سره یی د ډیرو مسلمانانو ورورنو او خويندو پوښتنو ته د قرانکريم او نبوی ارشاداتو له مخی ځواب ويلی دی. الله ج دی نور بری هم درکړی. امين
زما يوه پوښتنه د حيض په باره کې ده چې ايا يوه ښځه کولای شی چې د حيض په موده کې  د قرانکريم زده کړه وکړی او يا هم قران کريم د يوی ټوټی يا د څادر په څنډه سره ونيسی؟
پوښتنه کونکی راته دا هم وويل چې د يوی استادی نه یی اوريدلی چې د ثواب په خاطر یی نه شی تلاوت کولی مګر دا چې زده کړه یی کوی.
په اسلامی مينه – حيات هجران شيرزاد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
۱- د حايضي ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي (شرح البدايه ۱/ ۶۸ ) .
د غلاف په اړه شرح البدايه ليکي : لا يمس المصحف الا بغلافه و غلافه ما يکون متجا فيا هنه دون ما هو متصل به کالجلد المشرز (شرح البدايه ) .
يعنې : بغير له غلاف يا پردې څخه د قرآن مسحه کول جايز نه دي ، غلاف داسې چې د قرآنکريم د اصلي جلد يا وقايې نه جلا وي او په هغه کې ايښودل شوی وي .
۲- پروا نه لري چې ښځه په مياشتني عادت کې اذکار او شرعي درودونه لکه تهليل ، تکبير تسبيح او ادعيه ولولي او همدارنګه کولاي شي د سهار ، ماسختن ، ويده کېدلو او له خوبه د پاڅېدلو په وخت کې شرعي او مشروع اذکار او درودونه ولولي او دا هم څه پروا نه لري چې د حيض په موده کې اسلامې کتابونه مطالعه کړي .
(و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .
و فی البحر رخص المس باليد الکتب الشرعیة (البحر الرائق ۱/ ۲۱۲ ) .
د جمهورو فقهاؤ په نزد جائضې او جنب ته جايز نه دي چې د قرآن تلاوت وکړي په دليل د دغه حديث شريف :
لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن) رواه أبو داود والترمذي .
۳- دا چې د قرآنکريم د تعليم او علم تجويد په باره کې د فقهاؤ څه نظر دی ؟
حکيم امت اشرف علی تهانوي رحمه الله ليکي : کچيرې معلمه ښځه وي چې نجونو ته قرآنکريم ور زده کوي د هغه د پاره جايزه ده چې قرآنکريم د هجاء په شکل يا حرکاتو يا ټکو وښیي او يا يې که په روانۍ ور ته وايي بايد کلمه کلمه او هر لفظ قطع ، قطع يعنې د قرآن لوستلو پر مهال يو آيت په يوه نفس باندې پوره نه کړي .
و اذا حاضت معلمة فينبغی لها ان تعلم الصيبيان کلمة کلمة ، تقطع بين کلمتين و لا يکره لها التهجی باالقرآن (فتاوی هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .
همدارنګه ځنو معاصرو فقهاؤ د قرآنکريم تعليم بغير د مصحف له مسحې څخه جايز بللی دی.
لکه اللجنة الدائمة چې ليکي : د حائضې ښځې د پاره د قرآنکريم د تعليم او تجويد درس ورکول بغير د قرآن له مسحې څخه جايز دي .
سمعت في (نور على الدرب): أنه يجوز للحائض إعراب القرآن، وأنا أعلم المسلمات التجويد ويأتين إلي من أماكن بعيدة ويكون وقتهن محدودا، هل يحل لي أن أعلمهن التجويد وأصحح لهن بعض آيات من القرآن، أو أتلو لهن أثناء الحيض؟
وكذلك الحائض منهن تتعلم أم تنتظر حتى تتطهر، أفتونا مأجورين، وأنا أقرأ من كتب التفسير المجزأة أثناء الحيض هل هذا جائز أم الأحوط الترك؟
يجوز لك أن تعلمي الحيض التلاوة والتجويد حال الحيض، لكن دون مس للمصحف، وللحائض أن تمس كتب تفسير القرآن وتتعرف الآيات منها، في أصح قولي العلماء.
وبالله التوفيق.

وصلى الله على نبينا محمد، وآله وصحبه وسلم.

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء
و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User