د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب
د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب دي له دي څخه : دشپي په اخيری وخت کې د پيشمني په کولو ټينګار کول، په روژه ماتي باندی تلوار کول، ځکه چي رسول الله r فرمايلي:ترهغه وخت پوری به خلک په نيکمرغۍ کی وی چي په روژه ماتي تلوار کوي، رسول اللهr به د لمونځ نه مخکی په تازه خرما او که هغه به نه وی نو په کجورو او که کجورې به نه وی نو د اوبو په يو څو غوړپو به يي روزه ماته کړه او داسي به يي وفرمايل:(ذهَبَ الظمأُ و ابْتلّت العُرُوق ، وثَبَتَ الأجْر إنْ شَاء الله) ژباړه : تنده ولاړه او رګونه لانده شول او ثواب ثابت شو که الله وغواړي .
د ګناهونه نه ځان ساتل : او ځني هغه شيان چی د نيکيود له منځه تللو، او د ګناهونو د ډيرو دو سبب ګرځي په ډرامو، فلمو ، او بيهوده او بي مانا مجلسونو او چکرنو او دلوبو په کتو ځان مصروفول دي، او خوراک څښاک بايد زيات ونشي، ځکه چې د رسول الله فرمان دی : د ادم اولادي له خيټه څخه زيات مردار لوښی بل نه دی ډک کړی .
په علم ،مال، ځان ، رتبې ، او ښو اخلاقو سره سخا کول، يقينا چې رسول الله r د خير په کارو کې ډيرسخي و، خو په روژه کې به يي ډيرزيات سخاوت کاوه.
ما حول او ځان د عبادت لپاره تيارول، او په توبه ايستلو کې تلوار کول ، د روژی په داخليدو خوشحالي کول ، سهي روژه نيول ، په تراويح کي عاجزي او خشوع کول، او د روژی په منځني لسيزه کې ستتي نه کول، د قدر د شپي څارنه کول ، صدقه ورکول ، اعتکاف کول ، د روژی په راتلو سره يو بل ته مبارکي ويل، نبيr به د روژه په راتګ سره خپلو ملګرو اصحابو ته زيری ورکاوه ،او د روژی پاملرنی ته به يي هڅول