Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, May 11, 2012

وليمه (د واده خوړه دشريعت له نظره)


وليمه (دواده خواړه) داسلام له نظره
درنولوستونكو! واده اونكاح درسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دي اوبايد په دې نيت وشي(۱) درسول الله  صلى الله عليه وسلم سنت ژوندي شي (۲) له ګناه څخه وژغورل شي (۳) اودنبي  صلى الله عليه وسلم  امت زيات شي.
دواده اونكاح مسائل ډېرزيات دي، چې پوره بيان يې په دې وړه پرچه كې نه ځائېږي ، البته نن صباودونه دفسق ،فجور، ظلم، ناروا  رسمونه او رواجونه په كې دومره زيات دي، چې پورته نېتونه خو لا پرېږده ،دګناه ،زنا،حرام، انسان خرڅونه ،سندرې،بې ځايه مصرف اوخرچه ،ډمان ګډول، نغارې، وي سي آر، فلمونه ،بې حيايي ،دښځو بې پرده ګي اوداسې دسوونو ګناهونو سبب اوباعث ګرزي.
وليمه (د واده خوړه دشريعت له نظره)
وليمه څه معنى؟ د واده اونكاح په وخت چې كوم خواړه وركول كېږي دېته وليمه وايي (معجم لغة الفقهاء (صـ 511)  كشف البارى على البخارى ۲۸۹)
كومه خوړه وليمه بلل كېږي؟ چې دشريعت موافق وي ريا ،ځآن ښودنه،اسراف، ډمان دشريعت نه خلاف كارونه پكې نه وي
وليمه څه حكم لري؟ په دې كې دعلماء كرامو بېلا بېلې رايې دي (1) ابن حزم ظاهري او داود ظاهري په نزد وليمه واجب ده ،دامام شافعي اوامام مالك(رحمهما الله)  يوقول داسې دى
 (فتح الباري ج۹ ۹۸۷) عيني ج۲ ۱۴۴)
(۲) دجمهورو علماؤ په نزد وليمه سنت ده او همدا دمالك او شافعي رحمهما الله صحيح مذهب دى ځكه په حديث كې الفاظ دي چې (اَلْوَلِيْمَةُ حَقٌّ وَسُنَّةٌ) (عيني شرح البخاري (ج۲۰ص ۱۴۴) الابواب والتراجم (ج۲ ص ۷۲) دواده خوړه سنت ده ثابته ده ثواب ده البته چې اسراف او فضول خرچي په كې نه وي چې بيان  يې را روان دى
وليمه څه وخت كول پكار دي؟  په دې كې مختلف اقوال دي (۱) ځينې علماء وايي چې له دخول (دناوې سره له يوځاى كېدو) نه مخكې (۲) ځينې وايي چې له يوځاى كېدو نه پس (۳) ځينې وايي دنكاح تړلو پرمهال (۴)  يوځاى كېدو پر مهال (۵) ځينې علماء وايي چې دنكاح كولونه پس هر وخت چې وي مخكې له يوځاى كېدو څخه وي اوكه پس وي ، همدا آخرنى قول راجح  او غوره دى.
 (فتح البارى ج۲ص۲۸۷)
دوليمې بلنه قبلول (منل) څه حكم لري؟
په دې مسئله كې دعلماء كرامو بېلابېلې رائيې دي :
اوله رايه داحنافو: زمونږ مذهب دادى چې دواده دخوړې بلنه منل واجب دي، دنورو درې امامانو نه يو قول داحنافو سره موافق دى
 (فتح الباري ج۹ ص۳۰۱) المجموع شرح المهذب ج۱۵ص ۵۴۸)
 البته هغه وليمه چې له شريعت څخه خلاف كارونه پكې نه وي لكه، ساز او سرود،اوكه وي نوبيا ورتلل ګناه ده.
دوه يمه رايه: دواده دخوړې بلنه منل سنت دي دادجمهورو علماؤ مذهب دى ، دڅلورو واړو امامانو په نزد همدا خبره راجحه او غوره ده
 (فتح ج۹ص۳۰۱ اعلاء السنن ج۱۱ص۱۰)
درې يمه رايه: ځينې شوافع او  حنابله فرمايي چې فرض كفايي دي (فتح ج۹ص۳۰۱)
مسئله: په هغه وخت كې ورتلل سنت دي چې عامه بلنه وي كچېرته ځانګړي اوخاصو خلكو ته بلنه وي نو بيا به هماغه خلك ورځي دنورو ورتلل ګناه ده (فتح ج۹ص۳۰۱)
دواده خوړه څو ورځې وركول روادي؟
په دې مسئله كې دعلماء بيلابېلې رائيې دي:
اول مذهب: جمهور علماء فرمايي چې يوه ورځ خوړه سنت ده دويمه ورځ جائز او رواده ، او درې يمه ورځ مكروه او رياكې داخل ده
(المغنى لابن قدامه ج۷ص ۳، اعلاء ج۱۱ص ۱۳)
دليل: ددوئ دليل هغه حديث دى چې په ابوداود كې ذكر دى چې (اَلْوَلِيْمَةُ اَوَّلُ يَوْمٍ حَقٌّ ، وَالثَّانِيْ مَعْرُوْفٌ وَالثَّالِثُ سُمْعَةٌ وَرِيَآءٌ)
ژباړه: په لومړۍ ورځ وليمه حق اوسنت ده په دويمه ورځ هم روا ده او په درې يمه ورځ ريا او ځان ښودنه ده.
دويم مذهب: چې وليمه تر اووه (۷) ورځو پورې رواده دا مذهب دامام بخاري (رح) دى (فتح ج۹ ص ۳۰۲)
تطبيق: د اوه (۷) ورځو پورې په هغه وخت كې چې خلك زيات وي او په يوه ورځ نه ځايېږي ، نو په داسې صورت كې په ډېرو ورځو كې هم روا دي  (فتح البارى ج۹ ص۳۰۳ )
وليمې ته ښځه هم تلاى شي: البته په پرده كې داسې نه لكه نن صبا چې موټر يې ډك كړي وي او ټول بازاريې په سر اخيستى وي او بې حياء نڅاګانې په كې وي، اوټول واده داسراف ،فضول خرچي ،ګناه نه ډك وي
(بخاري رقم ۴۸۸۵)
كه وليمه كې ناروا كارونه وي لكه ساز او سرود ،نڅاګانې، بې حيايې ،عكسونه وېستل فلم برداري  نوبيا ورتلل ګناه ده
(بخارى ۴۸۸۶هدايه ج ۴، ص۴۵۵) فيض الباري ج۴ص۲۰۱)
عبدالله بن مسعود رضى الله عنه يو دعوت ته لاړ، هلته يې دساكښ (ژوندي) عكس وليد واپس شو اوقسم يې وخوړ چې زه به ستاسي ډوډۍ ونه خورم
(بخاري رقم ۴۸۸۶ باب ۷۶)
دارنګه  ابو ايوب انصاري رضى الله عنه  ديو دعوت نه واپس شو او قسم يې وخوړ چې ستاسي خوړه به ونه خورم
(بخاري۴۸۸۶.)
دواده دوليمې(خوړې )اندازه
د وليمې او دواده دخوړې اندازه دشريعت له پلوه مقرره نده څومره چې دانسان وسه اوتوان وي درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاحو نو وليمې مختلفې وي لكه چې بيان يې راځي.
امام بخاري (رح) يوحديث نقلوي چې نبي عليه السلام وفرمايل چې (اَوْلِمْ وَلوْ بِشَاةٍ ) وليمه وكړه اګركه په يوه پسه وي( لږ وي) كلمه د لَوْ دلته دتقليل او كمښت لپاره ده ، يعنې اګر كه لږ وي نوكم نه كم پسه زيات لره څه اندازه نده مقرره.
(بخاري رقم ۴۸۷۲عيني ج۲۰ص۱۵۴ اوجزالمسالك ج۹ص۴۴۲)
درسول الله  صلى الله عليه وسلمد واده خوړه
(۱) حضور عليه السلام دحضرت صفيې رضى الله عنها په وليمه كې حلوا پخه كړې وه ،يواځې خرما، غوړي، او دپنير ټوټې وليمه وه
(بخاري رقم ۴۷۸۴)
دسترخوان خپور شو يواځې لږ خرماوې لږ غوړي لږ دپنير ټوټې واچول شوې، حاضرو خلكو  وخوړل ) نه غوا حلاله شوه نه پسه نه قورمه تياره شوه نه پلاؤ وه نه دشام هوټل ډوډۍ وه .
(۲) نبي  صلى الله عليه وسلم دعائشې رضى الله عنها  په واده كې هېڅ نلرل حتى دمهر روپۍ يې هم ورسره نه وې، ابوبكر رضى الله عنه چې دعائشې رضى الله عنها پلار دى نبى عليه السلام ته عرض وكړ چې ته خپله مېرمن كورته ولې نه راولې؟ نبى عليه السلام ورته وويل: چې ماسره خو دمهر روپۍ نشته ، ابوبكر رضى الله عنه وويل ځما دولت قبول كړه ، نبي عليه السلام دولس اوقيې او يونش دابوبكر رضى الله عنه  نه پور واخيست، (سل روپۍ) اوعائشه رضى الله عنها ته يې ولېږلې (بخاري باب الهجرة) دعائشې رضى الله عنها مور ام رومان رضى الله عنها خپله لور ناوې كړه ، نبى  صلى الله عليه وسلم راغى دنبي عليه السلام دوليمې لپاره هېڅ نه وه ،مهريې په پور واخيست، يوه پياله شوده وه چې لږ حضور عليه السلام وڅښل لږ ناوې اوڅښل او نور حاضرو خلكو وڅښل نو وليمه يې په يوه پياله شودو وكړه
(سيرت عائشه ص ۴ مولانا ندوى)
۳- دحضرت زينب رضى الله عنها وليمه :
په ټولو بيبيانو كې دزينب رضى الله عنها د واده خوړه ښه وه چې مېږه  يې حلاله كړه،او غوښه اود وربشو ډوډۍ  په وليمه كې وركړه
 (بخاري حديث ۴۸۷۳)
۴-  دحضرت ام سلمه رضى الله عنها وليمه :
يواځې او يواځې دوه پيمانې  دوربشو  ډوډۍ وه
(بخاري حديث ۴۸۷۷ فتح ج۹ص ۲۹۷)
۵- دحضرت فاطمې رضى الله عنها دواده خوړه
اوږد بيان دى نبى عليه السلام دفاطمې رضى الله عنها دنكاح په وخت كې ابوبكر ،عثمان،عمر،زبير رضى الله عنهم او يوه ډله دانصارو  نه را وغوښته  دنكاح خطبه يې ولوسته اوڅلور سوه درهم يې مهر مقرركړو، بيايې يو لوښى دخرما  راووړ او حاضرينو ته يې كېښود،  دا د دواړو جهانو دشهزادګۍ  وليمه اومهر وه (سبحان الله)
 (دمعاشرې اصلاح ص۲۳۳)
دپورته بيان نه معلومه شوه چې  دواده خوړه بايد ساده او څومره چې دانسان وس اوتوان وي زيات فضول خرچي اسراف اوګناه ده.

كومه نكاح زياته دبركت والاده ؟
عَن ْعَائِشَةَ رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهَا قَالَتْ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّي اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اِنَّ اَعْظْمَ النِّكَاحِ بَرَكَةً اَيْسَرَهُ مَؤُنَةٍ (رواه البيهقى فى شعب الايمان)
ژباړه: له عائشې رضى الله عنها څخه روايت دى چې نبي كريم  صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بېشكه دزيات بركت والا نكاح هغه ده چې مصار ف اوخرچه يې كمه وي.
نبي  صلى الله عليه وسلمخپله هم نكاح ګانې كړي، اوخپلې لورګانې هم په نكاح وركړي داټول ودونه ډېر ساده او لږ مصرف والا وو.
په دې باره كې دحضرت فاطمې رضى الله عنها دنكاح بيان لږ تفصيل سره كوو:
ددواړو جهانو دشهزادګۍ دجنت دښځو دسردارې
حضرت فاطمې رضى الله عنها واده
دحضرت علي رضى الله عنه لپاره دبي بي فاطمې نكاح درخواست درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ابوبكر صديق رضى الله عنه بيا عمر رضى الله عنه وكړ،لېكن رسول الله  صلى الله عليه وسلم دكم عمرۍ عذر وړاندې كړ،بيا علي رضى الله عنه خپله حاضر شو اوپه شرم ګيرو الفاظو سره يې عرض وكړ نو فى الحال دالله جل جلاله له طرفه حكم راغى او رسول الله  صلى الله عليه وسلم دعلى رضى الله عنه عرض قبول كړ، معلومه شوه چې په كوژدنه كې دا رسمونه ګناه ده ، دغه وخت دفاطمې رضى الله عنها عمر پنځلس (15) كاله وو،معلومه شوه چې چې د(15) كلنۍ نه پس په نكاح كې روسته والى ښه نه دى داګناه ده چې ښه زړه شي بيايې وركوي نبي عليه السلام انس رضى الله عنه ته وويل  چې لاړ شه ابوبكر ،عمر ،عثمان ،زبير رضى الله عنهم را وغواړه نو دنكاح په پرمهال خپل نزدې خپلوان را بلل ښه دي.
دومره تكليف نه چې ټوله دنيا را وغواړې اوپه هفتو دواده په كور كې پراته وي داټول صاحبان را حاضرشول، نبى عليه السلام خطبه ولوسته او نكاح وشوه نو غوره داده چې پلار په خپله دخپلې لور نكاح وتړي
مهر: څلور سوه مثقاله سپين زروو.
بيا يو لوښى خرما  را وړى شوه او حاضرينو وخوړې نه پلاؤ نه قومه نه دهوټلونو ډوډۍ ،نه دا ډمان ،بې حيايي ،نغارې، ساز او سرود اوقسماقسم ګناه چې هېڅ دغيرتي مسلمان ضمير يې نه مني.
دفاطمې رضى الله عنها ډولۍ ،ورا، جنج: نه دهوم دهام نه پسې لسګونو موټر نه ډولۍ ،نه پالنګ ،نه ګل پوش موټر، نه په سوونو ښځې نه يې دكلي اومحلې ډوډۍ دعلي رضى الله عنه نه وغوښته، نه يې وريژې ،غوښه،سامانونه، سره زر، پالنګونه، نه يې جامې اوكالي، اوكميسونه، وغوښته نه يې روپۍ واخيستې بلكې فاطمه رضى الله عنها يې ام ايمن رضى الله عنها سره دعلى رضى الله عنه كورته ولېږله بايد مونږ هم دخپل خوږ پيغمبر  صلى الله عليه وسلم طريقه خپله كړو اوپه ساده ګۍ سره  ودونه وكړو ډمانو او نغارو په ځاى په كې ديني مجلس جوړ كړو دنېكو كارونو بنياد كېدو.
بيا نبي  صلى الله عليه وسلم دعلي رضى الله عنه كورته ورغى دعلي رضى الله عنه كور خپل نه وه سوالي كور وه، فاطمې رضى الله عنها نه يې اوبه وغوښتې فاطمې رضى الله عنها اوبه وركړې اوپه فاطمه رضى الله عنها يې وشيندلې، او دعا يې ورته وكړه ،زمونږ په ودونو كې خو ناوې مونځ قضاكوي، په نورو كارونو كې شرم نه كوي، او دلته دمانځه شرم كوي.
دفاطمې رضى الله عنها جهېز، دواده سامان
دوه يمني آسماني رنګي څادرې ، دوه بسترې، چې له پاڼو څخه ډكې وې، څلور واړه توشكونه ،يوه دسپينو زرو دلاس كړۍ، يو ه وړوكې كمپله، يوبالښت، يوه پيالۍ، يوه ميچن، يوه د اوبو مشكيزه، يومنګى په ځينو رواياتو كې كټ هم راغلى دى.
په جهېز كې درې خبروته فكر پكار دى:
اول: چې دتوان څخه زيات سامان نه وي
دويم:دضرورت مطابق سامان.
درېيم: نمائش او اعلانونه پكې نه وي چې فلاني داشى كړيدي او فلاني داشى.
دعلي رضى الله عنه وليمه:
صباته علي رضى الله عنه ځينو دوستانوته وليمه (دواده خوړه) تياره كړه چې  دوربشو يوڅو ډوډۍ اوڅه خرما وې.
دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول
ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده:
(۱) په خور او لور حرامې روپۍ اخيستل(۲) مهر زيات مقررول(3)  اسراف (4) دهرڅه سامان لپاره روپۍ دهلك كورنه اخيستل(5) دنجلۍ دكور خواړه مصرفول(6) له واده څخه مخكې دنجلۍ كورته نكريزې ،خينه وړل(7) جوړه ور وړل ،اوښځې را ټول(8) هلك په پالنګ خېژول(9)  ترټولو دبې غيرتۍ او دووسۍ خبره داده چې هلك مخكې له واده دنجلۍ كورته ځي، ټوكې ټكالې ورسره كوي، تردې چې پرته له نكاح ورسره يوځاى كېږي هم( استغفرالله) افسوس چې له پښتون څخه پښتو اوغيرت كډه وكړه (10) هلك اونجلۍ هوټل ته بيول او يوځاى كېنول، خپلې اوپردۍ ښځې ټولې ورته راځي ، هېڅ پرواه يې هم نه كوي،ډېرې پرده لرونكې ښځې هم په كې بې پردې شي(11) په جنج كې چې څومره بي حيايي وي، چې دهېڅ مسلمان پښتون ضمير يې نه شي زغملاى(12) په لسګونو موټر(13) شور اوغوغا(14) نغارې(15) ډمان ساز اوسرود(16) موټرسايلونه چې ډېرځلي دټكر(اكسېډنټ) سبب شي(17) بې ځايه  فضول مصرف او دومره خرچ وكړي چې قرضدارشي، چې كله واده ختم شي بيا ارمان كوي،اوبيا په كلونو ځآى ته نه راځي،الله ناراضه اوبنده خفه وي،او هرسړى ورڅخه ګيله كوي،او چې كله ساده واده وي هېڅوك ترې ګيله نه كوي.
بې حسابه كالي اوجامې چې يواځې دواده دورځې لپاره درې جوړې كالي كوي(18) سه روزه (19) غم روزه (20)  سره زر(21) درې ورځو خوراك ناوې ته دپلار له كوره راځي(22) ډمان ،نغارې ساز اوسرود، په لاسپېكر اوډېګونو چې دمسلمانانو خوب اوعبادت خراب كړي،اوبيا پرې فخر كوي،حالانكه په ګناه فخر كوي،دواده او يا دكورنۍ لپاره تمبل وهي(23) دناوې پلارګنۍ ژاړي(24) دهندوانو دودونه(25) ډزې(26) آتش بازي(27) نڅا،ګډا، اتڼ(28)  يوازې په كارتونو دومره زيات مصرف كول، چې مناسب نه دى ،په ډمانو مصرف كول چې دځان لپاره دوزخ په بيه اخيستل دي، داپورتني اوداسې نور بې ځايه رسمونه په شريعت كې ګناه اوحرام دي، هېڅ فايده پكې نشته هم روپۍ  لاړې شي هم الله جل جلاله ترې ناراضه وي، نو په كارده چې مونږ اوتاسو له دې رسمونوڅخه ځان وساتودنبي كريم  صلى الله عليه وسلم ساده ژوند غوره كړو ددغه رسمونو  له امله پېغلې په كورونو كې زړې شوې، څوك يې دنكاح كولو توان نه لري.
الله جل جلاله دې مونږ اوستاسوته توفيق رانصيب كړي چې خپل ودونه دشريعت سره سم كړو (امين)
وصلى الله على خير خلقه محمدوآله وصحبه وسلم

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User