د حضرت زينب په هكله معلومات
سوال: د حضرت زينب بنت خزيمه Cلومړۍ نکاح له چاسره اوشوه؟
جواب:
د دي نکاح عبدالله بن جحش سره شوي وه. هغه د احد په غزا کې شهيد شوى وو. دوهم قول
د علامه ابن کلبي دى. چه دا مخکې د طفيل
بن حارث بن عبدالمطلب په نکاح کې وه. طفيل دي ته طلاق ورکړى وو. د طفيل څخه وروسته
د ده ورور عبيده بن الحارث د دي سره نکاح اوکړله. عبيده د بدر په غزا کې قتل کړى
شو)[1](
سوال:
رسول الله r د حضرت
زينب سره په کومه مياشت، کومه سنه کې په څومره مهر باندي نکاح اوکړله؟ او دا د ده
په نکاح کې څومره مياشتي وه؟
جواب:
رسول الله r د حضرت
زينب بنت خزيمه Cسره
د رمضان په مياشت سنه ٣هـ کې نکاح اوکړله. او دا د ده په نکاح کې صرف ٢ يا ٣ ماشتي
وه. بيا وفات شوه. ٢ـ دوهم قول د علامه
ابن کلبي F دى چه اته مياشتي په نکاح
کې وه)[2](
٣ـ او د علامه واقدي قول دى. چه کله زينب
عدت تير کو. نو رسول الله په سنه ٣هـ کې په پنځه سوه روپئ مهر باندي زينب سره نکاح
اوکړله. بيا دوه يادرى مياشتي په نکاح کې وه. بيا وفات شوه. )زرقاني ٣-
٢٤٩(.
سوال:
د حضرت زينب وفات په کوم عمر، کومه مياشت او کومه سنه کې اوشو؟ او کوم ځاى د فن
کړاى شوه؟
جواب: د علامه واقدي F بيان
دى. چه د زينب بنت خزيمه وفات د ديرشو ٣٠
کالو په عمر کې د ربيع الاول په مياشت سنه ٤هـ کې اوشو. او په جنت البقيع کې دفن
کړاى شوه. او د جنازي لمونځ رسول الله r
په خپله ورکو)[3](
[1] - اصابه في
تميزالصحابه ٤- ٣١٦ واستيعاب ٤- ٣١٣، وسير اعلام النبلاء ٢- ٢١٨ و اسدالغابه في
معرفه الصحابه ٥- ٤٦٦.
[2] - اصابه ٤- ٣١٥- ٣١٦(
[3] - اصابه ٤-
٣١٦، وزرقاني ٣- ٢٤٩و عيون الاثر ٢- ٣٠٣

