Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 17, 2013

که یو سړی واده وکړی او بیا له مور او پلار او ورورونو نه جدا شی




سلامونه او نیکی هیلی درته وړاندی کوم خدای دی وکړی چی قبول او منطور کړی پس له سلامه زه یوه پوښتنه  لرم

که یو سړی واده وکړی او بیا  له مور او پلار او ورورونو نه  جدا شی

هغه په دی شرط  چی  ښڅه یی هر وخت ورته شکا یت کوی  او میړه یی هم پوهیږی چی  زما ښڅه  ملامته نه ده
او سړی له مور پلار سره  ښه سلوک کوی  نو پدی  وخت کی خو سړی ته څه ګنا شته او  که نه؟
هیله ده چی  زما  پوښتنی ته ځواب  راکړی

ډیره  مهربانی به وی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانه وروره !

اول : دا چې اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو او د هغوی د اطاعت کولو ډير ټينګار کړی دی ،د والدينو سره ښه سلوک کول د دين له امورو څخه يو اهم امر بلل کيږي ، الله جل جلا له  د خپل عبادت کولو د حکم وروسته د خپلو والدينو سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی .

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .
نو د اولاد د پاره په کار ده چې تر خپله وسه د مور او پلار سره ښه سلوک وکړي ، د هغوی اطاعت وکړي او هغوی و نه ګړوي ځکه د مور او پلار کړول عظيمه ګناه ده .
که په ګڼ کور کې سخت اختلافات ، بې حجابي او اختلاط او د سختو فتنو ويره وي نو بيا يو ځای اوسيدل نه دي پکار ځکه د خالق په نا فرمانئ کې د مخلوق اطاعت نشته
همدارنګه که ښځه د ظالمانه چلن ، بې عدالتی او يا بل څه وجه د خاوند د والدينو او خپلوانو سره په يوه کور کې ژوند تيرول نه غواړي نو ښځه شرعاً په يو ځای ژوند تيرولو نه شي مجبورولای .


بلکه د نامحرمو څخه جلا مسکن د ښځې حق دی

قوله تعالی : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.

يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .
د امام ابوحنيفه رحمه الله ، امام شافعې رحمه الله امام احمد د جمهورو فقهاوو رايه دا ده چې که ښځه د خاوند له والدينو او خپلوانو سره ژوند تيرول نه غواړي خاوند به هغې ځانته مسکن برابروي او پر خاوند باندې د مسکن برابرول د ښځې حق دی .
وقد ذهب جمهور الفقهاء من الحنفية والشافعية والحنابلة إلى أن للزوجة الحق في سكن مستقل عن أقارب الزوج ، وأن لها الامتناع من السكن مع أبيه وأمه أو أحدهما . وذهب المالكية إلى التفريق بين الزوجة الشريفة والوضيعة , وقالوا بعدم جواز الجمع بين الزوجة الشريفة والوالدين , وبجواز ذلك مع الزوجة الوضيعة , إلا إذا كان في الجمع بين الوضيعة والوالدين ضرر عليها . ينظر : الموسوعة الفقهية (25/109) ، الشرح الصغير على مختصر خليل (2/737)

د مسکن څخه عبارت مستقل ځای دی چې د ميړه اقارب په هغه کې څه شرکت ونه لري او يوازې ښځې ته خاص وي حد اقل يو اطاق چې ور او قفل ولري ، بيت الخلاء او د پخولو ځای يا آشپزخانه ، که اقتصادي مشکل وي د شريک بيت الخلاء او آشپزخانې څخه هم کار اخيستی شي ، مګر اتاق به بالکل مستقل وي .

لكن المقصود بالسكن عند الفقهاء ، يتحقق بغرفة لها باب وقفل ، مع كنيف (بيت الخلاء) ومطبخ ، إلا أن يكونوا من الفقراء الذي يرضون بالاشتراك في المطبخ وبيت الخلاء .
  قال ابن عابدين في حاشيته (3/600) : (( قوله وبيت منفرد ) أي ما يبات فيه ; وهو محل منفرد معين … والظاهر أن المراد بالمنفرد ما كان مختصا بها ليس فيه ما يشاركها به أحد من أهل الدار ( قوله له غَلَق ) بالتحريك : ما يغلق ويفتح بالمفتاح … ( قوله ومفاده لزوم كنيف ومطبخ ) أي بيت الخلاء وموضع الطبخ بأن يكونا داخل البيت أو في الدار ، لا يشاركها فيهما أحد من أهل الدار . قلت : وينبغي أن يكون هذا في غير الفقراء الذين يسكنون في الربوع والأحواش ؛ بحيث يكون لكل واحد بيت يخصه وبعض المرافق مشتركة كالخلاء والتنور وبئر الماء).

 

یادونه : ستا ښځه که هرڅومره صادقه او رشتنی وې لیکن د عمر د کموالی په وجه یی تجربه شاید کمه وې .

او د مستقبل مشکلات او حالاتو ته به یی سوچ نه ځی .

فقط جدا یی به ورته ټولی مزی او خوندونه ښکارې لیکن بعض او قاتو کښی ځانته سړې ډېر پرېشانه وې .

ځکه انسان په یو حال نه دې قسما قسم مشکلات مرضونه راځی .

او خواښی او سخر د مور او پلار په شان ګنړل پکار دې خلک د مور او پلار ډېر خبرې تیره وې نو پکار ده 

چه تاسو هم ډېر خبرې برداشت او تیرې کړې ځکه چه  د مور او پلار په تاسو ډېر احسانات دې .

{خبرو ته ښه  غوږ وه نسې جزباتی کیږی مه}

نو که تاسو صبراو برداشت وکړې نو تاسو ته دوه فائدې دې
اول : به الله اجر در کړې دصبراو برداشت .

په دې کې شک نشته چې د والدين زيات حقوق دي او اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی .

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .
او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

او  فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ) الإسراء/23، 24

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : 

 رِضَا الرَّبِّ فِي رِضَا الْوَالِدَيْنِ وَسَخَطُهُ فِي سَخَطِهِمَا (الطبراني )

د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا (د هغوی سره د ښه سلوک کولو ) کې ده او د الله تعالی نا خوښۍ د هغوی د سره د بد سلوک کولو کې ده .

دوېم : امید دې چه په یو وقت کښی به ستاسو د دواړو هم دغه شان انګور او لمسیان پیدا شی .

انشاء بیا به هغوې تاسو سره هم ګزاره کوې . 

د عربو مقو له ده کما تودېن تودان .

څرنګه چه دې وکړل هغه شان به درسره ګیږی .

نور توکل په الله کوې د فائدې او نقصان مالک هغه دې .

او کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

{خبرو ته ښه  غوږ وه نسې جزباتی کیږی مه}

اول د مهربانۍ ، تېرېدنې او ښه سلوک سپارښتنه :

لومړي دا چې کور مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي ،

نو دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

ښځه ژر ناهيلې کيږي او ډيره احساساتي وي نو خاوند بايد د هغې په مظلوميت رحم وکړي او د الله جل جلا له  په خاطر له تېرېدنې او حوصلي کار واخلې ځکه چې الله جل جلا له  د هغې سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی :

قوله تعالی : وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء  
19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان کښی خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا وي .

همدارنګه ښځه به د خپل خاوند اطاعت کوي : پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) (صحيح الجامع بااسناد صحيح ) 

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته به ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

ښځه عاجره وي ، احساساتي وي او عادتاً هر وخت د خپل خاوند په ښيګڼو نا شکره وي چې دا عادت يې واقعاً سړی دردوي خو نارينه به ډيره حوصله کوي ځکه چې ښځه مظلومه او عاجزه ده .

هغه د مور او پلار د مهربانه غيږ څخه د الله په خاطر ( شرعي نکاح ) جلا او د خاوند په کور کې ناسته ده نو خاوند به د هغه د مور او پلار پر ځای خپله د مهرباني ، شفقت او زړه سوي غيږ ور ته پرانيږي  .

قوله تعالی : وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ’لِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري’ ۴۳ ايه) .
او هغه څوک چې زغم يې وکړ او بخښنه يې وکړه بې شکه دغه (چلند او سلوک ) له ټينګو کارونو څخه دی .

بل دا چې د مسلمان د پاره جايز نه ده چې د بل مسلمان سره د دريو ورځو نه زيات ملاقات او خبرې ترک کړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : و لا يحل لمسلم ان يهجر اخاه فوق ثلاث (متفق عليه )  .
  نو په دې صورت خاوند حاکم او مسئول دی هغه د خپلې بې بې او اولاد د اصلاح او حتی بدني تأديب مسئوليت لري :
لقوله سبحانه وتعالی : يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم ناراً .

خپلی بی بی سره د دنيا څوورځی ژوند په ښو اخلاقوتير کړی
دښواخلاق اصلی ډګر خپل کور دی ځکه ډير وخت سړی له خپلی ميرمنې سره تيروي . نويوڅوک چه پدی ډګر کې بريالی راووت نو يقيناً چه يو د غوره اخلاقو لرونکی انسان به وي ، پدی اړه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) داسی فرمايې :
اَكْمَلُ المُؤمِنِيْنَ اِيْماَناً اَحسَنُهُمْ خُلُقاً وَخِياَرُكُمْ خِيَاركُمْ لِنِسَآِئهِم ِ (رواه ترمذي )
دايمان په اعتبارسره ستاسوکښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وي اوتاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .
 د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف لاندې  بيان شوی دی :
اِنَّالمُؤمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصّآ ئِمْ القَآْئِمْ (ابوداود)
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکې نه ذياته درجه حاصلولی شي.

د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟


 نسأل الله أن يوفقك لما فيه الخير والصلاح ، وأن يصلحك ويصلح لك أهلك .
 
والله أعلم .


 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User