Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 19, 2013

دسود لڼد بيان دپور يا قرض سود





دسود  لڼد بيان
 
 
لومړی دسود  په اړه الهی لارښوونه :
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (البقره 278 ).
ای مؤمنانو! له خدايه وويريږی اوستاسوچه کوم سود پرخلکو پاتی دی هغه ورپريږدی که په رښتيا سره مو ايمان راوړی وی . ( د سود دحراموالی نه مخکی وخت ته اشاره ده )
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).َ
ای مؤمنانو سود مه خوری داڅوچنده ذياتی له خدايه وويريږی ښايی چه تاسی بريالی شی.
 
 
 
دسود پيږندل :
سود  په لغت کی ذيادت يا ګټی ته وايی چه په دوه ډوله دی ، د پور سود او د بيعی يا راکړی ورکړی
سود دواړه ډوله حرام سخته هلاکوونکی ګناه ده چه سختی خطرناکی پايلی لری .
اليف ) : دپور يا قرض سود :
دپور سود هغه سود دی چه څوک چاته پيسی پور ورکړی له هغه څخه ذياتی پيسی واخلی يا د مودی په تيريدلو ګټه ورڅخه اخلی .
دبانک سود همدا ډول سود دی چه بانک دقرضدار په مثال وی چه په بانک کی د پيسو جمع کوونکی ته  دمودی يا مهلت له مخی ګټه ورکوی .
يا له بانکونو څخه پور اخيستل هغوی ته په ټاکلی فيصدی کټه ورکول .
داهمغه دجاهليت دوخت سود ته ورته سود دی چه په کفری نړی کی له همغه وخته په ميراث پاتی دی
او اوس په اسلامی امت کی هم د خريدلو په درشل کی دی .
مسلمانان بايد دی ستراقتصادی ناولی  طوفان ته سخت  فکرمن   وی پام کوی ! چه دی ناولی شيطانی  بازار کی ثبت نام ونه کړی .
 
 
 
ب ) : د بيعی ( راکړی ورکړی ) سود :
دبيعی سود هغه سود دی چه د وزن او پيمانی   وړ مال چه له يوه جنس څخه وی په ذيادت سره تبادله شی او لاس په لاس نه وی .
پدی اړه نبوی ارشاد :
عن عُبادَة َ بنِ الصّامِتِ قَال قَال رسول الله صلي الله عليه وسلم اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل ٍ سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس ُ فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ ( رواه مسلم ).
له عباده بن صامت (رض )  نه روايت دی چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلی : سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو رزو ،غنم په عنمو ،وربشی په وربشو، خرما په خرما ،مالګه په مالګه په بدل کی ده يوشان برابر او لاس په لاس ، اوهر کله چه جنسونه سره مختلف وی نوڅنګه موچه خوښه وی خرڅوی ،په شرط ددی چه لين دين لاس په لاس وی .
نو دګران پيغمبر(ص ) په پورتنی مبارک ارشاد کی دبيعی سود ته  پوره وضاحت ورکړ شوی دی .
هغه  مواد چه په جنس کی سره يوشان وی دتول او  پيمانی وړ وی  ذيادت پکی حرام دی او راکړه ورکړه به لاس په لاس وی لکه غنم په غنمو که د يوه لوری غنم خراب هم وی نو ذيادت پکی حرام دی
اوکه اجناس سره فرق ولری لکه غنم په وربشو نو د دواړو طرفو په خوښه او موافقه ذيادت پکی روا ه دی ولی مهلت پکی حرام دی لاس په لاس به وی .
علاوه له دغو شپږګونو موادو کوم چه په حديث شريف کی ذکر شول نور مواد چه د وزن او پيمانی وړ له يوه جنسه وی ذيادت پکی حرام دی لاس په لاس به وی ( امام ابوحنيفه رح ) .
 
اوکه د تول او پيمانی  وړ هم نه وی په جنس کی سره برابر هم نه وی نو بيا ذيادت او مهلت دواړه پکی رواه دی د دواړو طرفو په خوښه  .

دسودخوړلو خطرناکی پايلی  
ګرانولوستوونکو! اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
نن سبا خو سود خوری اورشوت دومره ډيرشوی چه ځنی کسان خويی   ګناه هم نه بولی اونه هم پری شرميږی .
سود خونن ورځ وينی چه رسما ً اوپرډاګه اعلانيږی .
ځنوخلکوشپه او ورځ پرسر اخيستی چه په هره لاره چه وی خپله ګيډه  ډکه کړی هغه که حرام وی هم خير خوچه په يوشکل مالدار شی او د دنيا عيش نوش وکړی .
که د دنيا ژوند بقا لرلی بيا به هم يوڅه وای هسی هم له ټولو نه پاتی کيددونکی ده اوآخر په يی دا خوږ مال هم خپلوخپلوانو ته پاتی شی او دی به يواځی د قبر په لوری وکوچيږی .
 
دسود خوری د سختی ګناه په اړه قرآنی او نبوی ارشادات وګوری :
 
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون (البقرة۲۷۵ ).
هغه کسان چه خوری سود (له خلکو) نه پاڅيږی دوی (دقيامت په ورځ کی ) مګر (پاڅيږی داسی ) لکه چه پاڅيږی هغه څوک چه حواس يی خراب کړی وی شيطان له (خپله ) اثره ، سبب دادی چه سود ته به هغوی تجارت ويلو ( دجواز له رويه ) حال دا چه الله تعالی تجارت حلال کړی او اوسود يی حرام کړی دی نوچه چاته دالله (ج) پند ورسيدلو ، اوهغه منع شو نو (ددی حکم نه مخکی ) هغه چه کوم څه اخيستی هغه دده دی اودهغه معامله الله تعالی ته حواله ده ، اوچه څوک ددی نه ورسته هم سود اخلی نو داسی خلک دوزخيان دی هغوی به هميشه په دوزخ کی اوسيږی .
 
نبی ارشادات :
 
لَعَنَ رَسُول اللهِ صَلي اللهُ عليهِ وَسَلَم َ اكِل الّربواوَمُوكِله وَكاَ تِبه وَشَاهِدَيه وَقَال هُم سَوآءُ ُ (مسلم ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکی ،ورکوونکی ،ليکوونکی اوشاهدانوته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردی .
 
اَلربوا سَبعُونَ جُزءًا أَيسَرُهَا أَن يَنكحَ الرَّجُلُ أُمَّه (ابن ماجه بيهقی) .
دسودګناه اويا برخی لری آسانه برخه يی دومره ده  لکه څوک چه  دخپلی مورسره نکاح اوبدکاروکړی .
 
أُتِيتُ لَيلَةً اُسيریَ بِی عَلی قَومٍ بُطُونُهُم كَالبُيُوتِ فِيهَا الحَيَّاتُ تُر’ی مِن خَاِرجِ بُطُونِهِم فَقُلتُ مَن هوءُلَآءِ يَاجِبرِيلُ ؟ قَالَ هوءُلَآءِ لَآءِ اَكَلَةُ الّرِبوا. (احمد ابن ماجه ).
دمعراج په شپه يی زه يوه قوم ته وروستلم چه ګيډی  يی دخونو په شان  لويی لويی  ښکاريدلی اوپردغه ګيدوکی دباندی لخوا ماران ښکاريدل  دجبريل نه می پوښتنه وکړه  چه داڅوک دی ؟ ده وويل  دا سود خواره دی .
 
اِذَااَقرَضَ الّرَجُلُ الّرَجُلَ فَلاَيَأخُذهَدِيَّةً (بخاري )
کله چه يوسړی بل ته  پور ورکوی  نو دپوروړی  سوغات دی نه قبلوی .
 
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
     

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User