Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, July 3, 2012

اسلامی امت د بی شرمه اوفاحشی موسيقی په طوفان کی

اسلامی امت د بی شرمه اوفاحشی موسيقی په طوفان کی
ګرانو لوستونو! له دريومياشو راهسی ددی مضمون په فکر اخته وم چه داسی يو لنډ او دلوی فهم نه ډک داسلام دمقدسو ارشاداتو په رڼا کی مضمون  وليکم چه هغه کسان چه ناخبره پدی طوفان کی ډوبيږی  خبرشی او هغه کسان چه ددی ستری بی شرمی اوفحاشت طوفان ته دګناه په سترګه هم نه ګوری له خدايه وويږی اوخپل رب (ج) ته توبه وباسی اوهمدارنګه هغه کسان چه دی لويی فتنی ته چه د ټولنی داخلاقی زوال ،علمی زوال ،اقتصادی زوال اوهرډول فحاشت سبب ګرځی ديوه رواعمل بڼه ورکوی دوی له خپل نظر څخه تيرشی او دټولو خلکوپه ګناه اوفساد کی ځان شريک نه کړی.
موسيقی دپخوانيوعلماوو په نظرله يواځی سندرو اوسندری سره د موسيقی آلاتو څخه عبارت ده ،لومړی شکل خويی ځکه تربحث لاندی نه نيسوچه داوسنی زمانی پټنګان خوهغه ته له سره موسيقی هم نه وايی اونه يی پرهغه تنده ماتيږی زماهدف دا اوسنی بی شرمه موسيقی چه په مختلفوشکلونو دمسلمانانو داخلاقی زوال په موخه په ډيره تيزی سره د پرمختګ په حال کی ده .ولی دی ته موهم بايد پام وی چی د بی شرمه موسيقی پيل له خالی سندرو دی اوسلسله په سلسله د فحاشت لوری ته خلک بيايی که ګوګريوه ماشوم ته په لاس ورکړو نوټول کورته به اورورته کړی چه پدی سره له يوی پلتی ټول کور وسوزيد.
موسيقی داسلام ددوښمنانو هغه لويه وسيله ده چه هروخت يی دمسلمانانوپروړاندی استعمال کړی اود دوښمنانو لپاره يی په زړه پوری نتيجه ورکړی .داهغه وسيله ده چه غواړی پدی سره مسلمانان په فحاشت کی ګرفتارکړی کله يی چه پدی شيطانی ځنځيرونو وتړل نوبيا دين ،غيرت، جهاد اوآزادی اوناموس دده لپاره کوم مهم شی نه ښکاری .بيا نوداسلام دوښمنان په آسانی کولای شی دی خپل غلام وګرځوی اودخپل زړه حکومت ورباندی وکړی.
لکه اوس چه عملا ځنی بی غيرته عناصر وينی چه په سلګونو بی ګناه مسلمانان بمبارت شی خودوی خوله هم نشی ښورولای.
دبی شرمه موسيقی ځنی ناوړه پايلی په لاندی ډول دی :
۱- ذلت :دبی شرمه موسيقی پتنګان يواځی دموسيقی په فاحش مجلس کی څه عزت لری اوخلک خپل خوندونه ورڅخه اخلی اولاسونه ورته ټکوی ،خوپه ټولنه کی هيڅ عزت نه لری ځکه که کوم وخت يوبازينګريا اټنچی او يا سندرغاړی قيادت ترلاسه کړی اول خودا يومهال کاردی خوبيا هم که دغه درجه ترلاسه کړی نو خپل دمجلس ياران به يی هم نه قبلوی اووايی به تا خو ترپرونه  بازينګری کوله اومابه خوندونه درڅخه اخستل نو اوس دی څنګه دځان مشرکړم.
۲- دخدای(ج) له ياده عفلت اودزړه توروالی :
دبی شرمه موسيقی پتنګان خوپه داسی جهان کی ډوب وی چه رحمن خدای (ج) هم ورڅخه هيرشی ،دعبادت وخت نلری يا يی هيروی ،اوکه عبادت هم کوی نوپه خپلو شهوانی اوشيطانی سوچوکی غرق وی کوم ارزښت ورته نلری ،همدارنګه آخير يی زړه تک تورشی چه داسلام له علامو لکه دين ،عالم ،جومات ،لونګی ،ږيره ،دحق خبری اونور ورته بد ښکاری اوزړه به يی  ورڅخه تور وی .
۳- داخلاقی فساد خواته دعوت :
اوسنی بی شرمه موسيقی دټولو بی حيايیو اوفحاشت اصلی سرچنه ده ،اودا ترټولولوی د شيطانی اهدافودپلی کولو مرکزی ورکشاپ دی ،همدا فاسد مجلس آخر يوسړی دزنا، لواطت اوبربادی کندی ته غورځوی ،ځکه يوسړی چه کله يواځی سازاوسرود د اوريدلو ترتاثير لاندی راشی نو بيا وايی کاشکی ددی پتنګ شکل می ليدلای وای بيا يی چه د شکل ترتاثير لاندی راشی بيا به يی زړه غواړی کاشکی اټن اوبازی می يی هم ليدلی وای بلاخره طبقه په طبقه ترنيمه لوچ يا پوره لوڅو بازيو ليدلوپوری يی ورسوی نوبيا چه دی حالت ته ورسيږی نوڅنګه به په يوه ضغيف ايمان دخپل شهوت طوفان بند کړی بيانوداسی هم وشی لکه څه وخت مخکی مو که اوريدلی وی چه ورور پرخپله خور دشهوت پوره کولولپاره ديوه سترناوړه عمل اقدام کوی.
۴- دعلم زوال :
يوښکلی ځوان به وينی چه لوی سر به يی وی ولی اليف به يی په جيګرکی هم نه وی ځکه دی خوپه کتاب پروت دی يادوی شنکی خالونه نو دمطالعی لپاره به وخت له کومه کړی .
 که ددی پټنګ سره ۲۴ ساعته انترنيت هم وی خوغريب به دخپل وطن له ويب پاڼو ناخبره وی چه له هغه څخه ،دملک حالت،علمی معلومات يانورڅه ترلاسه کړی ،ولی دموسيقی اوفحاشت انترنيتپاڼی به که دهرملک وی قلم په قلم ورته معلومی وی اوپه فاسدوشيانوبه خپل قيمتی وخت تيروی ،چه نه يی د دنيا ګټه پکی شته اونه هم دآخيرت .
۵- دواحد کلتوراومذهبی لاری زوال:
 دبی شرمه موسيقی پتنګان دځان لپاره کوم واحد دود اودستورنلری ځکه چه دوی خو دی فاسدومجلسو داسی ترتاثيرلاندی راوستلی چه دخپل ملک اوخپل دين کلتور ورته کوم ارزښت نلری څه چه بيګاه پر شيطانی ورکشاپ کی وينی سبا به يی ګوری چه نراوښځی همغه ډول ځان جوړکړی وی اوپه لارو به اکټونه کوی .
۶- دين غيرت اوناموس ته بی ارزښته کيدل:
دبی شرمه موسيقی پتنګان به آخرته له دی شيطانی ورکشاپونو څخه داسی دپلوم ترلاسه کړی چه ده ته به بيا دين ،ناموس اوخاوره هيڅ ارزښت نلری ،لکه اوس چه ځنی بی ناموسه اوبی غيرته ګوری چه که په سلګنو بی ګناه مسلمانان په بمبارت کی مړه شی دوی خوشی غوږ هم نه ښوروی.بی احساسه بی زړه سوی سخت زړی به شی .
موسيقی دقرآنی آيتونواونبوی ارشاداتو په رڼا کی :
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِين (لقمان ۶ ).
اوځنی له خلکو څخه هغه څوک دی چه اخلی عبثی خبری (اړوونکی له حق څخه ) دپاره ددی چه وښويوی (خلک) له لاری دالله (ج)  او چه ونيسی (دا لاره يا آيتونه ) په ټوکو مسخرو،دغه (کسان) شته دوی ته غذاب سپکوونکی .
ګرانو! ددی آيت شريف شان نزول داوه چه نضربن حارث چه دکفارو له مشرانو څخه ؤ کله به چه دتجارت لپاره فارس ته تلو نو له هغه ځايه به يی دعجمو پاچاهانو قيصی او تاريخی کتابونه له ځانه سره راوړلاوقريشوته به يی ويل چه محمد (ص) تاسی ته دعاد اوثمود قصی آوروی راځی چه زه تاسی ته دروستم اواسفنديار دپاچايانو قصی واوروم ،ځنوخلکوبه هغه قصوته ناست ؤ او په زړه پوری به يی ګڼلی .
بل داچه هغه يوه سندرغاړيی وينځه هم اخيستلی وه کوم وخت چه ده به وليدل دکوم سړی زړه نرم اواسلام ته لږ څه متمايل شوی دی نوهغه به يی دهغی سندرغاړی کره ليږه اوورته ويل به يی چه دغه ته ښه خواراک اوچښاک شيان ورکړه اوښی سندری ورته اوروه ،بيا به يی دغه سړی ته ويل چه ګوره دغه ميلی اوچړچی له هغه څخه ډيری ښی دی چه محمد(ص) دی هغه لوری ته بولی چه لمونځ کوه ،روژه نيسه او ځان په شهادت ورسوه ،نوپه دغه باندی دا آيتونه نازل شول. اوپه دی سره ټول هغه شيان چه خلک دفحاشت بی حيايی ،جمله منکراتوطرف ته بيايی او دخدای (ج) دياد څخه خلک وباسی په ډير مختصر ډول قرآنکريم باطل اعلان کړل.
کابلی تفسير چه اوس په مکه شريفه کی په نوی ډول چاپ شوی ليکی :
حضرت حسن (رض) د « لهوالحديث » په متعلق فرمايی : كل ماشغلك عن عبادة الله وذكرة من السمروالاضاحيك والخرافات والغناء ونحوها . يعنی لهوالحديث هرهغه شی دی چه دالله تعالی له عبادت او ياد څخه کری کوونکی وی ،لکه فضولی قصی ويل ،چټی بيکاره دخندا اوټوکو خبری ،چټی بيکاره کارونه ،سازاوسرود اونور .
أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ   وَتَضْحَكُونَ وَلاَ تَبْكُونَ   وَأَنتُمْ سَامِدُونَ (النجم ۵۹-۶۱ )
آيا همدا همغه خبری دی چه تاسی پری تعجب ښکاره کوی خاندی اوژاړی نه اوپه سندرو ويلوسره دهغه مخه نيسی.
په تفسير ددی آيت کی ابن عباس فرمايی د (سمود) د يمن دخلکو په ژبه موسيقی او سندرو ويلو باندی اطلاق دی ،اوکله به چه کفارو قرآن اوريدلو نوموسيقی ،بدلی اوبازی به يی کولی ترڅوخلک دقرآن له اوريدلو منع کړی.
وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ و
َاَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا
 (اسراء ۶۴ ) 

ويی ښويه او ذليل يی کړه څومره دی چه وس وی هغه څوک پخپلی بلنی (دعوت د معصيت اووسوسو طرف ته ) خپل سواره اوپلی لښکری ورباندی راوله اوپه مالونو او اولادونو کی ورسره برخه وال شه او هغوی دوعدو په دام کی ونښلوه او دشيطان وعدی پرته له غولونی نور هيڅ نه وی .
په دی آيت الله تعالی ټولو اسلام دوښمنو شيطانانو ته خطاب کوی چه هرهغه څوک چه کولای شی په خپل تحريک کوونکی آواز وښويوی چه ددی آيت په متعلق عبدالله ابن مسعود (رض) دشيطانی غږ نه مراد دبی شرميو خواته تحريک کوونکی سندری او موسيقی ښولی دی.
خودا ډيرجامع مضمون ده : ټول هغه منافقين چه خلک يا دبی شرمه اوفاحيشی موسيقی ،يافاحشو فلمونو اوتبليغاتو اويا خپل منسوخ اوباطل دين ته د دعوت په ډول ډول نيرنګو خلک ښويوی په درواغجنووعدو خلک غلوی او ورته وايی داڅوورځی ژوند دی بايد په پوره بی حيايی چړچو اومزو تيرشی او دمسلمانانو داخبری چه وايی آخرت دی اوحساب دی بی ځايه دی نا واقعا ً چه د دوی وعدی درواغجنی او همغسی خلک تيرباسی.
دموسیقی په اړه احاديث هم ډيردی ولی په دی ځای کی خوله سره نه ځايږی .
دبی بی عايشی (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايلی :
ليشربن أناس من امتي الخمريسمونها بعيراسمها يعرف علي رؤوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الارض ويجعل منهم القرده والخنازير .(تفسير قرطبی ).
زما دامت يوه ډله به شراب څکی حال دا چه پربل نامه به يی بولی د دوی له دی شراب خوری سره موسيقی او سندری موجودی وی ،دوی به الله تعالی په ځمکه کی ننباسی او وبه يی ګرځوی شادي او خوګان .
بل ځای فرمايی :
اذافعلت أمتي خمسه عشر خصله حل بها البلاء فذكر منها اذا اتخذت المغنيات والمعازف (تفسير قرطبي )
كله چه زما امت پرپنځلسو حصلتو اخته شی هغوی به په بلاوو اوتکليفونو مبتلا شی لدی جملی آرايشی ښځی سندری اوموسيقی يی يادکړل.
بل ځای فرمايی :
ان الله عزوجل بعثنی رحمه وهدی للعالمین وامرفی ان امحق المزاميروالمغازف والخموروالاوثان التي تعبد في الجاهليه .(رواه مسنداحمد،مسندالطيالسی ).
زه خدای (ج) دټول عالم لپاره رحمت او هدايت مبعوث کړی يم اوماته يی امر کړی ترڅو دموسيقی آلات،لهولعب،حرام مشروبات اوبتان چه د جاهليت په زمانه کی يی خلکوعبادت کولو ورک اوله منځه يوسم.
همدارنګه فرمایی :ان الله حرم الخمروالميسروالكوبه وكل مسكر حرام .
خدای (ج) حرام کړی شراب، قمار،طبله اوحرام کړی يی دی ټول نشه کونکی شيان  
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  37.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  38. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User