Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, June 11, 2012

دښځې مقام په عظیم الشأن قرآن کي




 دځانګړی بحث ترپیل کیدوله مخه (چی دښځودزده کړې موضوع ده ) ضروری بریښي چی په عظیم الشأن قرآن کی په عمومی ډول سره دښځوپه اړه یوه لنډه خبره وکړوچی : لوی قرآن ښځوته په کوم نظرګوري؟کوم یئ مقام اوعظمت دی؟کوم یئ ځانګړی احکام دي؟اوداسی نور.........؛دغه خوبیل بیل غټ غټ بحثونه دی خودلته به په مختصره توګه سره دومره ورڅخه یادونه وکړم چی: دښځې (زوج،ازواج،) الاُم (مور) ابنت،بنت، (لور) اخت (خور) امرأة (ښځه ) نسوة اونسآء (ښځو ) په نومونوسره په قرآن کریم کی له دی ټبرڅخه (۲۰۱) ځله یادونه شوی ده، چی د،زوج ؛توری (۱۶) ځایه ، د،ازواج توری (۴۱) ځایه ، د،الاُم توری (۲۶) ځایه د،ابنة،بنت ،توری (۱۹) ځایه د؛اخت توری (۱۴) ځایه د:امرأة توری (۲۶) ځایه د:نسوة ؛توری (۲) ځایه اود:نسآء توری (۵۷) ځایه راغلی دی ؛اوهمداراز دسیدنا عیسی علیه السلام مور سیدتنا مریم رضی الله عنها په خپل صریح نامه (مریم ) سره (۳۵) ځله ذکرشوی ده، همداشانی نورې ښځې چی په نومونوسره نه بلکه قصې یئ په قرآن عظیم الشان کی راغلی دي،لکه : امرأة نوح،امرأة لوط،اُم البشرسیدتناحوّأ علیها السلام،زوجة سیدناابراهیم علیه السلام اونورې.........دمریم علیهاالسلام په شمول (۲۵) ښځې دي چی نوم یواځې دمریم رضی الله عنها په صراحت راغلی اونورې له نومونوپرته ذکرشوی دي؛له دی په آخواخالة،عمة،خالات،عمات،ربیبة،...... اونورې محرماتې ......دهغوی مسائل،احکام ،اواړوندحقوق،دلوی قرآن په ګڼوآیاتونوکی راغلی دي،علاوه لاداچی: دښځوپه نوم په عظیم الشأن لوی قرآن کی بشپړسورت چی دآیاتونوپه شمیرپرشپږم  لمبرترټولوغټ سورت دی ،سورة النسآء،چی (۱۷۶) آیاتونه لری دښځوپه نوم نومول شوی دی،په دی سورت کی دښځوځانګړی احکام ډیربیان شوی دی،اوپه نوروآیاتونوکی چی دښځوپه کوم یوه نامه سره یادونه شوی وی په هغه ځای کی کوم ځانګړی حکم هم پروت وی،لوی قرآن په صراحت سره وایئ چی ښځې ستاسی لپاره دلوی خدای له لوری غټ احسان اونعمت دي،ستاسی زړونه ورسره سکون پیداکوی،داولادونودپیداکولولپاره یواځینۍ ذریعه همداغه ښځې دي،لکه چی موږپه سترګووینوچی دنن پرمخ تللی نړۍ هرڅه اختراعات وکړل،هرطلسم یئ جوړاوورڅخه استفاده یئ وکړه ،خوچیلنج دی ټولې نړۍ ته یوانسان دی جوړکړی؛یوروح دی تخلیق کړی؛یاکه دانه شی کولای یوهغه څوک دی چی پردوی ډیرګران وي له مرګ څخه وژغوري،نودغه الْهی تخلیق دلوی رب په کامله قدرت سره په دی ډول کیږی چی نراوښځه سره جوړه شی اوله خرابواوبوڅخه یئ پاک سپيڅلی انسان جوړشی،فتبارک الله احسن الخالقین.لوی خدای ددی نعمت چی پرنارینه وویئ پیرزوکړی دی یادونه اودهغه دحکمت راپیژندنه په دی ډول کوي: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (يا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً{1}النساء
- هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلاً خَفِيفاً فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ{189}الأعراف
- وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ{72}النحل
- وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ{21}الروم .په پورته لومړنی ذکرشوی آیت شریف کی دتخلیق راز،اوڅرنګوالی،په دوهم کی دسکون اوډاډدحاصلولولویه وسیله،اودحمل داستقرارتدریجی حکمت،په دریم کی انسان ته له انسانی جنس څخه جوړه اوله هغې څخه دخدمت ګذاره اولادونوزیږیدنه اوپاکه روزی اوددی لوی نعمت شکرنه کولوته دبطلان اعلان،اوپه څلورم آیت کی دلوی رب جلّ جلاله دقدرت علاماتوته دتوجه رااړولوپه دی ډول چی انسان ته دده له خپل جنس څخه ښځه ورکړه شوه چی ورسره په آرام شی،اوددوی دووپه مینځ کی یئ ځانکړی محبت،الفت،رحمت اوفوق العاده خواخوږی پیداکړی ده.زه دلته دټولوقرآنی آیاتونوذکرنه شم کولای اونه هم دلوی رب داحساناتواونعمتونوشمیره دچاپه وس کی ده،بلکه دیوڅوخاصوآیاتونوراوړل په ځینومواردوکی ددی لپاره چی نورنولوستونکی دعظیم الشأن قرآن تدبراوتفکرته ځیرکړی اړین ګڼم اوپه ځانګړی ډول په دی موضوع کی چی غربیانوښځې له اسلام اوقرآن څخه خواتوری کړی دی چی العیاذبالله لوی قرآن دهغوی حقوق نه دی ورکړی یاپیغامبرصلی الله علیه وسلم العیاذبالله دهغوی پرحقونوباندی تیری کړی دی یااوسنی مسلمانان هغوی ته په کوم احترام یاحقونوقائل نه دي؛لوی قرآن دمُور،دحقونواوله هغې سره داحسان کولواوهمدارازله پلارسره دښه چلندپه موردکی فرمایئ: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ،وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيماً{23} وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً{24}الإسراء
- وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْناً وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ{8}العنكبوت ؛په لومړنی آیت شریف کی یئ امرکړی دی چی له لوی رب جل جلاله څخه پرته دبل چاعبادت مه کوئ،اوورپسې یئ فرمایلی دی چی له موراوپلارسره نیکی کوئ،تردی بریده چی ددوی په وړاندی اوف لاهم مه وایاست،چی زړه یئ آزارنه شی،اودوی مه رټئ ،نرمې،نیکې،پستې،اوخوږې خبرې له دوی سره کوئ،په دوهم آیت شریف کی یئ فرمایلی دی :درحمت،مینې،اوخواخوږئ کوڅر(وزر) ورته په عاجزی ،خاکساری ،اوفروتنی سره ټیټ کړئ،اولوی رب جلّ جلاله ته ددوی په اړه دعاوې کوئ چی ای الله!پردوی باندی په ژوندانه اومرګ دواړوکی ورحمیږه!لکه څرنګه چی دوی په وړوکتوب کی زماښه پالنه،روزنه،اوتربیه کړی ده.اوپه دریم آیت شریف کی چی دعنکبوت دسورت دی فرمایئ چی انسان ته دلوی خدای جلّ جلاله وصیت دی چی له موراوپلارسره دی نیکی کوی اوکه چیرته موراوپلاریئ العیاذبالله ددی هڅه کوله چی دی مشرک کړی نوبیایئ فرمایلی دی چی اطاعت یئ مه کوئ ،خوپه دی صورت کی هم ورسره بدسلوک نه دی پکارالبته دلوی رب وحدانیت ته بایدپه ښواونرمواخلاقوراوبلل شی،اوپه دنیایئ چاروکی ورسره ښه برخوردوشی،لکه چی دلقمان دسورت په آیاتونوکی فرمایئ :
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ (14) وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (15) علامه آلوسی رحمت الله علیه ددی آیتونوپه تفسیرکی وایئ : { وصاحبهما فِى الدنيا مَعْرُوفاً } أي صحاباً معروفاً يرتضيه الشرع ويقتضيه الكرم والمروءة كإطعامهما واكسائهما وعدم جفائهما وانتهارهما وعيادتهما إذا مرضا ومواراتهما إذا ماتا ، وذكر { فِى الدنيا } لتهوين أمر الصحبة والإشارة إلى أنها في أيام قلائل وشيكة الانقضاء فلا يضر تحمل مشقتها لقلة أيامها وسرعة انصرامها؛ وقيل : للإشارة إلى أن الرفق بهما في الأمور الدنيوية دون الدينية . حاصل یئ دادی چی که دوی مشرکان وی هم ورسره دمیړانې،سخاوت،اومهربانۍ له مخې ښه کوئ،ډوډۍ،جامه،اونورضروریات یئ ورپوره کوئ،که ناروغان وي پوښتنې ته ورځئ،مه یئ رټئ،که مړه شي دتدفین اوتکفین چاری یئ ورسموئ،اوپه دنیوی چاروکی ورسره په ټوله کی ښه چال چلندکوئ خوپه دیني چاروکی یئ پیروی مه کوئ؛.

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  37.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  38. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User