Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 19, 2013

دښځی چه دخاوند اخلاق خوښ نشي اودخاوند نه دطلاق مطالبه وكړي په اسلام كښي څه حكم دي ؟






پرتامحترم اوتولو مسلمانانو باندي دنبي كريم (ص)ستره تحفه وايم 
 
"اسلام عليكم ورحة الله وبركاته 

ديره خوشحاله شومه چه داسي يو سايت ته مي لاسرسي پيداكرچه ددنيا اواخرت نيكبختي پكي نغشتي ده"جزاكم الله خيراً.  
 
 پوشتنه "كه چيري يوه پاك نفسه خور نكاح وكي او واده شي اود واده نه يوه مياشت روسته پلار كورته راشي اوبياخاوند كورته ولاره نشي پدي وجه چه دخاوند اخلاق يي خوش نشي اوخوردخاوند نه دطلاق مطالبه وكي داسلام په ستردين كي خاوند او ميرمني ته سه حكم دي ؟.  
 
  نوت ! د الله (ج) رضا پخاطرداسلام په چوكات كي دقيق جواب غوارم او گرانه خوردشيطاني وسوسو سخه پاكه ده زكه هغه شپه اوورز الله پاك ته په سجده كي پرته ده اودعاكوي چه دخاوندسره يي محبت پيداشي خوبيا هم نه كيري.       
 
ح . ب بی بی . كندهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانی خورې !


لومړي دا چې د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه نا څه اختلافات را نشي ،

نو دواړه لورې به د حوصلې او  تيريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي .

ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

شيطان هر وخت غواړي په کور کې فتنې رامينځته کړي او کورنی ژوند ګډوډ کړي باالخصوص غواړي د خاوند او بې بې تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي

 تر څو دوی په کراره او د مينې او محبت په فضا کې ژوند ونشي کړای،

 کله چې د خاوند او بې بې تر منځ اختلافات رامينځه شول له يوې خوا به يې اولاد په غم لړلی وي او له بلې خوا به د اولاد تربيې ته صحي پام نه کيږي،

چې په دې سره به کورنۍ او بلاخره ټولنې ته ستره تاوان پيښ شي .

 سلام د ښځې او ميړه تر مينځ د ښه ژوند او ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی


اسلام د خپلې ښځې سره د ښه سلوک کولو ډير ټينکار کړی دی  :


قوله تعالی : وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (النساء ۱۹ ) .

ژباړه : اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی .

اَكمَلُ المُؤمِنِينَ اِيماَناً اَحسَنُهُم خُلُقاً وَخِياَرُكُم خِياركُم لِنسَآءِهِم (رواه ترمذي )

د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښی کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وی او تاسی کی بهترين او غوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وی .

اسلام ميرمنې ته د خپل خاوند د اطاعت حکم کړی دی :

رسول الله –صلى الله عليه وسلم- فرمايي : «لو كنت آمراً أحداً أن يسجد لغير الله، لأمرت المرأة أن تسجد لزوجها، والذي نفس محمد بيده لا تؤدي المرأة حق ربها حتى تؤدي حق زوجها، ولو سألها نفسها وهي على قنب لم تمنعه».( ابن ماجه و ابن حبان ) . 

که مې دا امر کولای چې يو کس دې بغیر له الله څخه بل چاته سجده وکړي ،نو ښځې ته به مې امر کړې وای چې خپل خاوند ته سجده وکړي ،قسم په هغه ذات چه زما نفس د هغه په واک کې دی ښځه به تر هغه پورې د خدای حق ادا نه کړي څو پورې چې د خپل خاوند حق ادا نه کړی ،که خاوند له خپلې بی بی څخه څه شی وغواړي ولو که هغه د اوښ د زين په سر هم وي هغه بايد قبول کړي او دهغه منع ونه کړي .

لاَ يَحِلُّ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ وَزَوْجُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإذْنِهِ ، وَلاَ تَأذَنَ فِي بَيْتِهِ إِلاَّ بِإذْنِهِ - متفق عَلَيْهِ

د هيڅ ښځی لپاره روا نه ده چه د خپل ميړه په موجوديت کې دهغه د اجازی پرته (نفلی ) روژه ونيسي ،او نه دا جايز ده چه د خاوند د اجازی بغير د هغه کور ته د داخليدلو لپاره بل چاته اجازه ورکړي . او بل حديث شريف کې دی د ميړه د اجازه بغير دی له کوره نه وځی

عَن اَنسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عَليهِ وسلَّم اَلْمَرْأة اِذَا صَلَّتْ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَاَحْصَنَتْ فَرْجَهَا وَاَطَاعَتْ بَعْلَهَا فَلْتَدْخُلْ مِنْ اَیِّ اَبْوَابِ الْجَنَّةِ شَاءَتْ (رواه ابو نعيم فی الحلية ) .

د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کومه ښځه چه پنځه وخته لمونځ کوي ،او د رمضان روژه نيسي او د خپل عزت او حيا حفاظت کوی او د خپل خاوند اطاعت کوي نو د هغې خوښه ده چې له کومې دروازي غواړي جنت ته دې ننوځي .

د ميړه او ښځې تر مينځ د سختو اختلافاتو حل :

د ښځې او ميړه تر مينځ چې کله د سخت خفګان او اختلافاتو ويره را مينځته شي نو الله تعالی د دغه اختلافاتو د حل لارې په قرآنکريم کې داسې بيان کړی ده .

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا (النساء ۳۵)

(که په تاسې کې دسختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دادی ) چه  وليږي  يو د اصلاح کس دخاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځی له طرفه نه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور دموافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی ).


د جمهورو علماء په نزد کچيرې دغه اصلاح کونکي د ښځې او ميړه تر منيځ روغه وکړي نو امر يې نافذ دی او د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د اصلاح کسان يوازې د اصلاح او روغې صلاحيت لري دوی د جلاوالی صلاحيت نه لري د جلاوالی په صورت کې به موضوع قاضی ته وړاندې کيږي (انوارالقرآن تفسير ) .

د ناچارۍ په صورت کې د طلاق حکم :


د آخري ناچارۍ په صورت کې د طلاق حکم دی  طلاق د الله تعالی په نزد په ټولو حلالو امرو کې بد شی دی د طلاق مثال داسې دی لکه د انسان د بدن په کوم اندام چې کله سخت مرض ولګيږي مثلاً سرطان  نو که هغه اندام پرې نشي ټول بدن له مينځه وړي ، که څه هم د اندام پرې کول ظاهراً ډير بد دي خو د ناچارۍ او د نور بدن د حفاظت په صورت کې تر سره کيږي .

نارينه به د اسلامې احکام مطابق طلاق ورکوي .

لکه څنګه چې سړي ته د طلاق ورکولو اجازت شته دارنګه ښځي ته هم د سخت تکليف په حالت کې چې ظلم او زياتی ور سره کيږي د خلع د طلاق اجازت شته مګر د اسلامې شرايطو په چوکات کې داسې نه لکه په  سکولر نظام  کې چې ښځه کولای شي هر وخت بغير له کوم دليل څخه د ميړه څخه جلا شي .

هغه ښځه چې بغير له کوم سخت تکليف څخه د خواهشاتو پر بنا طلاق غواړي د داسې ښځې په باره کې سخت وعيدونه ذکر شوي دي .

په حديث شريف کې راغلي دي : اَيُّمَا اِمرَأةٍ سَألَت زَوجَهَا طَلاَقًا فِی غَيرِمَابه بَاسُ ُ فَحَرَامُ ُ عَلَيهَا رَائِحَةُ اَالجَنَّةِ

کومی ښځی چه بغيز د څه سخت تکليف يا څه خاص وجهی نه طلاق و غوښتلو په هغی د جنت بوی حرام دی (ترمذی او ابوداؤد.

اَلمُختَلِعَاتُ هُنَّ المُنَافِقَاتُ کومی ښځی چه بغير د څه سخت تکليف او ضرورت نه خامخا خلع غواړی هغه په حقيقت کې منافقی دي .

قرآنکريم د خلع حدود او شرايط داسې بيان کړي دي :

وَلاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُواْ مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلاَّ أَن يَخَافَا أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ ( البقره ۲۲۹ )


 {خبرو ته ښه  غوږ وه نسې جزباتی کیږی مه}

فقه اسلامې حنفي ددې آيت شريف په رڼا کې د خلع دا لاندې شرايط بيان کړي دي :

۱- ښځه په هغه صورت کې د خلع غوښتلو حق لري چې دا ويره وي چې د الله حدود به قايم نه شي يعني اختلافات داسې حد ته ور سيږي چې نور د الله تعالی تعين کړي حدود قيام نا شوني شي  .

۲- شرط : ښځې ته چې خاوند کوم مال په مهر کې ورکړی دی ښځه به هغه مال بيرته ميړه ته سپاري .

۳- شرط : ښځه او خاوند به دواړه راضي وي که ښځه راضي وي او د خاوند خوښه نه وي نو خلع نه صحي کيږي ، که سړي نه رضا کيږي نو ښځه ته دا حق شته چې اسلامې حکومت يا د مسلمانانو جماعت ته دعوی وکړي او خلع  واخلي  ) اسلامې فقه ص ۴۵۸ ( .


  ګرانی خورې ! د الله تعالی درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي،
 
 نو له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي، ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، 
 
هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې دګرمي له امله ځوريږي، 
 
يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛
 
 خو ته له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي. نو پام کوه او له دې ووېرېږه، 
 
چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا ټول نعمتونه واخيستل شي.



تاسې ته زمونږ نصيحت :

علماء البلد الحرام ته يوې مسلمانې بې بې د خپل خاوند د بد اخلاقي او بد چلنۍ ډير څه ليکلي وو ، چې زه د هغې پوره اطاعت کوم ولی هغه زما سره ظلم او نا روا کوي .
علماء البلداحرام دې بې بې ته د نصيحت په ټوګه ليکي :

زه تا ته آفرين وايم په دې صبر او بردبارۍ او تا ته نور هم د صبر کولو سفارش کوم ، خپل کور دې مه ترک کوه ځکه په کور کې پاتې کيدل ستا د پاره د نيکۍ او سعادت سبب ګرځي .
الله تعالي فرمايي: [وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ] [انفال:46] [صبر او استقامت کوﺉ يقيناً الله تعالی له صبر کونکو سره دی !]
په بل ځای کې فرمايي : [إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ] [يوسف:90] [ هر چا چې تقوی اختيار کړه او صبر يې وکړ ( بلاخره کاميابيږي ) 

ځکه چې الله تعالی د نيکانو اجر نه ضايع کوي !]

 {خبرو ته ښه  غوږ وه نسې جزباتی کیږی مه}

د خاوند سره دې داسې سلوک او نرمې اختيار کړه تر څو د هغه زړه نرم شي او ددې سبب شي تر څو د تا حقوقو ته پوره توجه وکړي ، کله چې هغه په کوم مهم کار مشغول وو له هغه څخه څه شی مه غواړه تر څو په قراره قراره ستا غوښتنو ته توجه وکړي .
الله تعالی تاسې ته د خير په امرو کې توفيق درکړي .
علماء البد الحرام – مکة المکرمة – من فتاواه، إعداد: أشرف بن عبدالمقصود (2/831،830)

آن لاين اسلامې لارښود

  خپل خاوند سره د دنيا څوورځی ژوند په ښو اخلاقوتير کړی .

 د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف لاندې  بيان شوی دی :
اِنَّالمُؤمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصّآ ئِمْ القَآْئِمْ (ابوداود)
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکې نه ذياته درجه حاصلولی شي.

نور تفصيل دلته وګورئ

د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟


 نسأل الله أن يوفقك لما فيه الخير والصلاح ، وأن يصلحك ويصلح لك أهلك .
 
والله أعلم .
 
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User