Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, July 21, 2012

د تراويحو لمونځ اته رکعته دی او که شل رکعته ؟



اسلام عليكم حالد منصور
 زما يو سوال دي دلته په دوبي كي٨تراويح. كيگي اوبل دا چي وتر اول ٢ ركعته وكي بيا ١ جدا كوي كوم چي په دي يو ركعات كي نيم ساعت دعا كوي نو مونگ ته سه پكار دي دا ٨ ركعته تراويح سايي دي او كه سنگه او دا. وتر همداسي سايي دي كه سنگه. وتر٢ ركعته جدا كوي او بيا ١جدا كوي چي نيم ساعت دغا په كي كوي

 مجیب الرحمن هډه وال



ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جناب نبی کريم صلی الله عليه و سلام د قيام ليل (تراويح ) د پاره د رکعتونو څه عدد نه دی مقيد کړی .

عن ابن عمر أن رجلا سأل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن صلاة الليل فقال رسول الله عليه الصلاة والسلام : [صلاة الليل مثنى مثنى فإذا خشي أحدكم الصبح صلى ركعة واحدة توتر له ما قد صلَّى ] . رواه البخاري ( 946 ) ومسلم ( 749 ) .
د ابن عمر رضی الله عنه روايت دی چې : يو سړی د قيام اليل (تراويح ) په باره کې پوښتنه وکړه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : د شپې (تراويحو لمونځ ) دوه دوه رکعته کوه ، که له تاسې څخه څوک ووېريږي چې سبا به شي نو يوازې يو رکعت ادا کړئ .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د ۱۱ رکعتونو قيام ليل (شپې لمونځ ) روايت شوی دی چې ۸ رکعته تراويح او دری رکعتونو وتر دی .
شل رکعته تراويح د خلفاء راشدينو سنت دي جناب حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په هغه باندې حکم کړی دی او نورو صحابه کرامو ور سره موافقت کړی دی او په دې باندې د امت د مذاهبو د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې زما سنت او د خلفاء راشدينو سنت ټينګ ونيسئ .
د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]
(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدينو منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

قال السرخسي وهو من أئمة المذهب الحنفي :
فإنها عشرون ركعة سوى الوتر عندنا .
” المبسوط ” ( 2 / 145 ) .
و قال الشامی : قوله و هی عشرون رکعة هو قول الجمهور و عليه عمل الناس شرقاً و غرباً الخ (الشامی 2/45 ) .
وقال ابن قدامة :
والمختار عند أبي عبد الله ( يعني الإمام أحمد ) رحمه الله ، فيها عشرون ركعة ، وبهذا قال الثوري ، وأبو حنيفة ، والشافعي ، وقال مالك : ستة وثلاثون .
” المغني ” ( 1 / 457 ) .
وقال النووي :
صلاة التراويح سنة بإجماع العلماء ، ومذهبنا أنها عشرون ركعة بعشر تسليمات وتجوز منفردا وجماعة .
” المجموع ” ( 4 / 31 ) .

د امام ابوحنيفه ، امام احمد ، امام شافعی په نزد د تراويح لمونځ شل رکعته دی او د امام مالک په نزد ۳۶ رکعته دی .

د مطلب خلاصه :

۸ رکعته تروايح کول هم صحي او سنت عمل دی او شل رکعته تراويح هم سنت عمل ځکه په دې د صحابه کرامو او امامانو اجماع ده .
خطرناکه خبره دا ده چې څوک ۲۰ رکعته تراويح ته بدعت وايي ځکه دا د خلفاء راشدينو له سنتو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د دغه قول صريح مخالف دی : «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]
دغو نويو ځوانانو ته مو دا نصيحت دی چې په امت کې فتنې مه جوړوئ ، لومړی په مسئله خپل ځان پوهوئ ، داسې نه چې يوه وړه اختلافي مسئله د امت د تفرقي سبب شي .
دغو ځوانانو ته ددې مسئلې په اړه د داسې علماء کرامو نصيحت پيش کوم چې دوی هم د هغوی پر اقوالو ډېرې فتواوي ورکوي :
قال شيخ الإسلام ابن تيمية :
والتراويح إن صلاها كمذهب أبي حنيفة ، والشافعي ، وأحمد : عشرين ركعة أو : كمذهب مالك ستا وثلاثين ، أو ثلاث عشرة ، أو إحدى عشرة فقد أحسن ، كما نص عليه الإمام أحمد لعدم التوقيف فيكون تكثير الركعات وتقليلها بحسب طول القيام وقصره .
الاختيارات ص ( 64 ) .
قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله :
لا نرى أن يتعامل المسلم مع المسائل الاجتهادية بين أهل العلم بمثل هذه الحساسية فيجعل منها سبباً لحصول الفرقة والفتن بين المسلمين .
عند الكلام على مسألة من يصلي مع الإمام عشر ركعات ثم يجلس وينتظر صلاة الوتر ولا يكمل صلاة التراويح مع الإمام :
ويؤسفنا كثيراً أن نجد في الأمة الإسلامية المتفتحة فئة تختلف في أمور يسوغ فيها الخلاف ، فتجعل الخلاف فيها سبباً لاختلاف القلوب ، فالخلاف في الأمة موجود في عهد الصحابة ، ومع ذلك بقيت قلوبهم متفقة .
فالواجب على الشباب خاصة ، وعلى كل الملتزمين أن يكونوا يداً واحدةً ومظهراً واحداً ؛ لأن لهم أعداءً يتربصون بهم الدوائر .

د تراويح  د لمانځه حکم :
د تراويح لمونځ په نر او ښځه سنت مؤکد دی ښځې به يې په کور کې ادا کوي او سړي په جماعت کې په کوم کلی يا محل کې چې هيڅ څوک يې هم په جَمعی سره ادا نه کړي نو په ټول کلی به ملامتيا وي .
پدی لمانځه ځکه ډير تاقيد شوي دی چې د اسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم خو چې د خپل امت د نجات لپاره څومره هلی ځلی کړی دی له هيچا هم پټې نه دي په روژه کې د نفلو لمونځ د فرضو برابر ثواب لري .
نبی صلی الله عليه وسلم خپله هم د تراويح لمونځ کړی دی او اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته يې هم د تراويح د ادا کولو حکم کړي دی .
کله چې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د تراويح لمونځ کولو د لمونځ کونکو تعداد به بې حده ذيات ؤ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د لمونځ کونکو شوق او زوق وليدو ويې فرمايل زه وېريږم چې دا لمونځ پر تاسې فرض نشي .

 په حديثو کي تراوېح په قيام الليل يادېږي 

او په صحيح البخاري کي حديث دی عائشه رضی الله عنها وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په روژه او نه روژه کي تر يوولسو رکعاتو زيات لمونځ نه کاوی ، اوس که يو سړی وغواړي چي زيات عبادت وکړي نو زما په فکر کومه پروا نه لري که څه هم پنځوس وکړي مګر غوره او افضله هغه شمېره ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم کړې وه. اوس که څوک شل کوي او که اته کوي هیڅ پروا نه لري .

 صحابه کرامو  د تراويح  لمونځ
وروسته صحابه کرامو  د تراويح  لمونځ په مختلفو رکعتونو کې په جماعت او يواځی ټوګه کولو تر هغه چې حضرت عمر فاروق رض د خلافت په دور کې ۲۰ رکعته په جماعت سره وټاکلی د ټولو اصحابو کرامو په اتفاق همدارنګه د امت د اکثرو فقهاؤ پدی ۲۰ رکعته اتفاق دی .

 لکه څرنګه چه تراوېح دا احنافو د مذهب کی ۲۰ رکعته دې
 او نور علماء 8 اته بو لی .
په دې خبره  ځان پوها کړه 

  تراوېح ېو نفلی عبادت دې فرض نه دې
اوس که يو سړی وغواړي چي زيات عبادت وکړي نو زما په فکر کومه پروا نه لري که څه هم پنځوس وکړي

وتر
او د وترو په باره کی ډېر  احادېث را غلی دې او ډېرو طرېقو سره راغلی دې او دا دواړا طرېقېچه ۱ زمونږ ده 
او بله د دوې چه تاسو په سوال کی ذکر کړې ده دواړه طرېقې صحیح دې او هیڅ شک مه کوه .
او بل داسې کوه چه پیشمنی ته راوېخ شی نور نفل هم کوا  نو ستا به شل ۲۰ رکعته 

پو ره شی .
او تهجد به هم شی او په پیشمنی کی دعاء هم ډېره قبلیږی او نورکال هسې هم  مونږ تهجدو ته نه پاسیږو .
نو چه اوس پاسیدو  پیشمنی ته نو پکار ده چه تهجد هم وکړو .




په اختلافي مسائلو کې تحمل په کار دی

په اختلافي مسائلو کی د بیځاېه بحث نه ځا ن ساتل پکار دې
که چیرې په اتفاقي مسایلو کې تعاون او مرسته واجب ده نو په اختلافي مسایلو کې تحمل او تسامح واجب دی.

په اختلافي مسایلو کې د هیڅ رایې لپاره د بلې رایې په وړاندې تعصب ونکړو، د بل مذهب په وړاندې تعصب ونکړو، د بل امام په وړاندې تعصب ونکړو، بلکې د تحمل او معذور ګڼلو شعار پورته کړو کله څرنګه چې د منار څښتن رحمة الله علیه پورته کړی وو (په اختلافي مسایلو کې به یو او بل معذور ګڼو).
تسامح او معذور ګڼل د ځینو اساساتو په عملي کولو سره منځته را ځي  

پرته له شکه دا د الله له لوري په خپلو بنده ګانو یو لوی رحمت دی، پراخي او وسعت دی، که چیرې رب تعالی جل جلاله غوښتی نو پرموږ به یې د اجتهاد لاره بنده کړې وی، په هرڅه کې به نص وو او هر نص به قطعي وو پرته له یوې وجې څخه به یې د نورو احتمال نه درلود.
 
د تراويح د لمانځه فضيلت
د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری )
ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .
عن أبا سلمة بن عَبْدُ الرحمن- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه و قامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه او النسائی )
ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي :
چې  رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ  د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی ده نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي .
د تراويح معنی :
د رمضان په مبارکه مياشت کې د فرضو او سنتو نه ورسته او د واجبو نه مخې چې کوم لمونځ ادا کيږي هغه ته په شريعت کې تراويح وايې ، د تراويح لغوي معنی آرام او راحت دي څرنګه چې له هرو څلورو رکعتو  لږ شان آرام کيږي ددی وجې دې لمانځه ته تراويح وايې .
په تراويح کې د قرآنکريم يو ځل ختم سنت دی
خو قرآن داسې لوستل پکار دی چې صحی ادا شي ، همدارنګه دومره لوستل يې پکار دی چې د لوستو حق ادا شي او هم پر خلکو بار نشي خلک یې په پوره اخلاص او شوق واروي
ځکه چې د فرضو لمونځونو په جماعت کې د مختصروالی حکم شوی دی دا خو سنت دي .
د پيشلمي فضيلت :-
ځيني کسان فکر کوي چي پيشلمی کوم ارزښت نه لري او په ټيټ نظر ورته ګوي ، دوئ ماخوستن تر خوراک څښاک وروسته او يا هم په نيمه شپه کي تر خوراک وروسته ويدېږي او پېشلمی له پامه غور ځوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
( فصل ما بين صيا منا وصيام اهل الکتاب ، اکله السحر ) ( صحيح مسلم ، الصيام ، باب فضل السحور )
ژباړه : زموږ او د اهل کتابو د روژې تر منځ توپير د پېشلمي په خوراک دی .
مطلب دا چي اهل کتابو له پېشلمي پرته روژه نيوله مګر مسلمانان یې د پېشلمي په کولو نيسي ، له همدې کبله د پېشلمي کول ضروري برېښي که څه هم په يوه خورما او يا يو څو غوړپه اوبو سره وي . په دې کي که له يوې خوا برکت پروت دی نو بل خوا بيا بدني قوت هم پکي پټ دی ، له همدې وجې رسول الله صلی الله عليه وسلم پېشلمی برکتمن سهار بللی دی . ( سنن ابی داؤد ، کتاب الصيام ، باب من سمی السحور غداء )
د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت دا وو چي تر سهار لږ څه وړاندي يعني په اخيري وخت کي به یې پېشلمی کاوی . د روژتيانو لپاره د دې نبوي طريقې په خپلولو کي ډېري ګټې دي د مثال په توګه د سهار په لمانځه کي سستي نه وي ځکه تر خوراک وروسته سمدستي د سهار وخت داخلېږي ، په اساني سره د جماعت په لمانځه کي برخه اخيستلای شي ، د روژې د ابتداء او انتهاء تر منځ وخت لږېږي چي له امله يې روژه اسانه کېږي او نور. له همدې کبله رسول الله r د پر له پسې روژو له نيولو چي تر منځ يې خوراک او څښاک نه وي منعه کړې ده . ( صحيح البخاري ، کتاب الصيام ، باب الوصال / صحيح مسلم ، کتاب الصيام ، باب النهی عن الوصال )

  1. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  2. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  3. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  4. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  5. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  6. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  7. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  8. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  9. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  10. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  11. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  12. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  13. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  14. کورنۍ، جومات او روژه
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User