په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
که
څوک داسې ناروغ وي چې روژه نه شي نيولای، يا يې نيولای شي ليکن د ناروغۍ د
زياتېدو وېره لري، همدا راز مسافر لره، شيدې ورکوونکې ښځې لره که څه هم چې
د بل چا کوچني ته شيدې ورکوي، په دې شرط چې د روژې نه نيولو ضرورت محسوس
کړي، اميدواري يعنې حاملې ښځې ته چې د خپل ځان يا د اولاد د نقصان وېره
موجوده وي، په دغو ټولو صورتونو کې روژه نه نيول جائز دي. همدا راز ښځې لره
د حيض په ورځو کې روژه نيول جائز نه ده، ليکن په دغو ټولو صورتونو کې به د
قضاء شويو روژو قضاء راوړي، البته دوی ته اختيار دی، که مسلسله قضايي
راوړي او که په منځ کې څو ورځې فاصله ورکوي.

