په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
هر
قسم خوشبويي بويول يا خوشبويي لګول، مسواک وهل، پزې ته اوبه ننوتل، په
سترګو کې رانجه يا دوا اچول، احتلام يعنې شيطان خطا ايستل، خودبخود قی وهل،
پر سر يا بدن باندې تېل يا روغن لګول، دوړې، ګرد او غبار يا د لرګي بريده
حلق ته ننوتل، په هېره سره خوراک، څښاک ياجماع کول، ستن يعنې پېچکارۍ لګول
په دغو ټولو شيانو سره روژه نه ماتېږي.
